تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مخلوط تعلیمي نظام ناوړه پایلي
 
  February 13, 2017
  0

ليكنه: پوهنیار عبدالمالک نیازی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


مسلمانان د نړۍ په تاریخ کې لومړي خلک دي چي د ښځو تعلیم اوتربيې ته يې پاملرنه کړې ده، په هغه وخت کي چي اروپایانو ښځه د انسانیت له چوکاټ څخه ایستلې وه،  مسلمانانو د ښځو د روزني اوتربيې لپاره ځانکړي ځایونه په پام کي نیولي وه، مسلمانو ښځو به په خپل کور اویا مسجد کي د خپلو پلرونو، شرعي محارمو او ښځینه ښوونکو څخه زده کړه کوله، په مقابل طرف کي لويدیزوالو نه یواځي دا چي ښځه له دغه حق څخه ګوښه کړې وه، بلکي د لا ډېرو نورو انساني حقوقو څخه ئې بې برخي کړې وه.

د مسلمانانو په تاریخ کي ښځو همېشه لوړ مقام خپل کړی، او د علم اعلی مرتبو ته رسېدلي، د محدث، فقیه، شاعر، او قارئ مقامونه یې ترلاسه کړي دي.

اروپایانو د ښځو تعلیم ته دوه پیړۍ وړاندي توجه وکړه، او مسلمانانو تر دې د مخه د ښځو تعلیم پیل کړی وو.

مسلمانانو د اسلامي بنسټونو او عقیدې په رڼا کي ښځه له مخلوط تعلیمي نظام څخه وژغورله او هغې ته یې د نارینه وو څخه جلا په کور او مسجد کي د اولیاؤ او یا ښځینه معلماتو په واسطه تعلیم ورکړ، ترڅو وکولای سي د الله جل جلاله د حکم مطابق (وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ) په خپل ځانګړي فزیکي فضاء کي د زده کړي ضرورت پوره کړي.

ښځه د ټولني نیمه برخه ده د اولادونو د تعلیم اوتربيې لومړۍ مدرسه ده، له دې امله اسلام ورته د تعلیم او زده کړي حق ورکړی، ترڅو وکولای سي خپله دنده او رسالت په ښه توګه اجراء کړي.

 په اوسني وخت کي د ښځو او نارینه وو د نړیوال مخلوط تعلیمي نظام موخه یواځي تعلیم او زده کړه نه، بلکي د تعلیم اوزده کړي تر چتر لاندي نور اهداف لري، چي هغه له کور څخه د ښځي راایستل، بې حجابي، اخلاقي فساد ته وده ورکول دي. 

د مخلوط تعلیمي نظام له لاري ښځه له کورڅخه بهر ووتله، د نارینه وو سره اوږه په اوږه کار کولو ته اړه شوه، خپل ښځینه جوړښت اوځانګړتیاوي ئې له لاسه ورکړې، له مختلفو ګواښونو سره مخامخ شوه، وهل ټکول، تښتول، زوروني او داسي نوري ناخوالي ئې د روزانه ژوند برخه شوه. 

ډېرو اروپایي دولتونو د مخلوط تعلیمي نظام په ناکامۍ اعتراف وکړ، د برتانيې د تعلیم او تربيې وزیر ( کینش بیکر) په ډاګه وویل:
 
د مخلوط تعليمي نظام د ناکامۍ له کبله په دې نظام کي بیا کتني ته اړ یو.

د برتانيې د تعلیم اوتربيې کمیټې یو تن غړي (بوند ستاج) پارلمان ته د وینا په ترڅ کې وویل: 
 
غیر مخلوط تعلیمي سکتور ته راګرځیدل اړین دي.

د غربي المان او برتانيې د آزادو څېړونو او تحیقیقاتو د پایلو له مخي د مخلوط تعلیمي نظام شاګردانو د پوهي او ذکاوت کچه د غیرمخلوط تعلیمي نظام د شاګردانو په پرتله کښته اټکل شوې ده، ددوی په وينا په صنف کي د یوجنس شاګردانو ترمنځ د منافسې او یوبل نه د مخکي کېدو غریزه او سالم رقابت رامنځته کیږي، چي دا د ټولني د پرمختګ سبب کیږي، او بالعکس په مخلوط نظام کي دغه غریزه له منځه ځي.

په بون کي د اروا پوهني انستیتوت د څېړنو پایلو ښودلې، چي په مخلوط نظام کي د شاګردانو نوښتي صلاحیتونه تر برید لاندي راځي او پرمختګ نه شي کولای، دوی همېشه محدود صلاحیتونه او کوچني ارمانونه لري اوبالعکس په جلا تعلیمي نظام کي دغه ځواک رشد او پرمختګ کوي.

د اسلامي څېړنو نتائج:
د مخلوط تعلیم د اغیزو په اړه په اسلامي هیوادونو کې ډيري څیړني ترسره شوي، د هغو له ډلي څخه یوڅو په لاندي کرښو کې یاد وو:

اوله څېړنه: دغه څېړنه فاطمې بنت محمد رجاء په (مسلماني نجلۍ باندي د مخلوط تعلیم اغېزې) تر عنوان لاندي ترسره کړې ده، چي لاندي پایلي ئې درلودې:

الف- اخلاقي ستونزي:
 
۱ – د فتنو اوفساد ولاړیدل.

۲ – د نجونو اوهلکانو ترمنځ یو بل ته په مصنوعي او غیر واقعي بڼه ځان ښودنه.

۳ – د هلکانو له خوا د نجونو تنګول.

۴ – دیني کمزوري، ځکه چي هلکان او نجوني په دغه ماحول کي له بدو کارونو او ګناهونوسره روږدي کیږي.

۵ – عریانت او بې حجابي عامیدل، ځکه چي نجوني په دغسي چاپیریال کي زیار باسي، چي د هلکانو توجه ځان ته را واړوي، داسي جامې په تن کوي چي هغه د شریعت له معیارونو څخه مخالف وي.

۶ – د اخلاقي جرمونو لکه زنا، غصب او... عامېدل، ځکه چي د فتنې او فحشا د اسبابو ترڅنګ د هلکانو او نجونو یو ځای اوسېدل بد اخلاقۍ ته زمینه برابروي. 

۷ – دواړه لوري په اخلاقي فساد اخته کیږي.

ب – اکادميکي ستونزي:
 
۱ – په درس کي د پوښتنو او مناقشې څخه ډډه کول، د دې وېري له کبله چي غلطي و نه کړي او د مقابل جنس په وړاندي خجالت نه شي او په نظر کي ئې شخصیت ټیټ نه شي.

۲ – د استاذانو له خوا نجونو زده کوونکو او محصلاتو ته ډېره توجه کیږي، چي له کبله يې د هلکانو حقوق تر اغیزې لاندي راځي.
۳ – د درسونو څخه ډېره غیر حاضري، د مخالف جنس سره د مشغولتیا له کبله.

۴ – د مخالف جنس په اړه د ډېر فکر کولو له امله وخت ضایع کول.

۵ – علمي کچه کښته کیدل.

ج- اقتصادي ستونزي:

شاګردانو لاندي ستونزي په ګوتو کړي دي:

۱ – هریو کوښښ کوي مقابل لوري ته خپل ځان سخي او مخلص معرفي کړي، هریو د بل مالي لګښت په غاړه اخلي، چي له کبله یې پور اخیستلو ته اړ کیږي، او یا هم د مال لاسته راوړلو لپاره داسي کارونه کوي چي د یو مهذب او تعلیم یافته انسان سره نه ښايي.

۲ – په جامو، شکل او صورت جوړوني باندي ډیر مصرف کول په خاصه توګه د نجونو له خوا. 

د – ټولنيزي ستونزي:

په دې اړه د زده کوونکو او محصلینو نظرونه په لاندي ټکو کي نغاړو:

۱ – په ټولنه کي د ښځي حیثیت کمیږي، هغې سره د مال او متاع په توګه معامله کیږي، هغه هم د ځان په هکله د تجارتي توکي په حیث فکر کوي، چي بازار ته د پلورلو لپاره وړاندي کیږي.

۲ – مخلوط تعلیم د واده شوو نجونو او هلکانود کورني ژوند په خرابولو کي ډېره ونډه لري، دلته واده والا هلکان د داسي نجونو سره اشنا کیږي، چي واده شوې نه وي او د دوی ترمنځ د ناروا اړيکو د فضا په رامنځته کېدو سره د ده کورنی ژوند او د خپلي میرمني سره اړیکي تر ګواښ لاندي راځي. 

۳ –د  واده څخه ډډه کول او یواځي په ناروا جنسي اړیکو بسنه کول.

هـ - رواني ستونزي:
 
شاګردانو ډیري رواني ستونزي یادي کړي دي، چي د هغو څخه دوې یادوو: 

۱ – د ناوړه عملونو له کبله د نا ارامۍ او ویري احساس.

۲ – د ځوانانو په نفسونو کي داخلي کشمکش.

د هغو شاګردانو په نظر، چي مخلوط تعلیم په تحصیلي پروسه ناوړه اغیزې لري په لاندي توګه دي:

۱ – د پوښتنو څخه وېرېدل دا هم د دې له امله چي د مخالف جنس په وړاندي شرمنده نه شي.

۲ – د مخالف جنس سره د مشغولتیا له کبله په تکراري ډول د صنف څخه غائبېدل.

۳ – ددې وېري څخه چي غلط نه شي په لکچر کي د برخي اخیستلو څخه ډ ډه کول.

۴ – د ښځینه شاګردانو د موجودیت په سبب استاذ نه شي کولی ځیني موضوعات په ډاډه زړه شرحه کړي.

۵ – د استادانو له خوا ښځينه ته ډیره توجه کیږي، چي دغه کار د نارینه شاګردانو په تحصیل منفي اغیزه کوي.
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۸ ګڼه
 
نیمکرغه مېرمن
 
-----------------------------
 
احصائیه:
 
د امریکا په متحده ایالاتو کي پر ۴۶٪ ښځو باندي جنسی تیری د خپلو شناخته وو لخوا ترسره کیږي. ncadv
 

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته