تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د تقوی ګټي او فایدې
 
  August 14, 2016
  0

 ليکوال: مولوي عصمت الله "عزام"


په دې زمانه کي اکثره خلک له آخرت څخه ځکه غافل دي، چي دوی ددُنياپه چاروکي پرمختګ اوخپلو هوسونوته لاس رسی نېکمرغي ګڼي او بدمرغي له يادو شيانو محرومتيا ګڼي، خو حقيقت داسي نه دی بلکي حقيقي نېکمرغي په ځان کي د تقوی راوستل دي.

د تقوی تعريف طلق بن حبيب  رحمه الله  داسي کړی دی:
 
العمل بطاعة الله، على نور من الله، رجاء ثواب الله، وترك معاصي الله، على نور من الله، مخافة عذاب الله. (سير اعلام النبلاء ص: ۶۰۱ ج: ۴، زاد المهاجر ص:۱۰)
 
ژباړه: تقوی د الله پاک په رڼا سره د ثواب په اميد د الله جل جلاله  په طاعت عمل کول او د الله  جل جلاله  د عذاب د وېري د الله  جل جلاله  په رڼا سره د الله  جل جلاله  د نافرمانيو پرېښولو ته وايي. 

تقوی او پرهېزګاري د الله پاک رضاء ته د رسېدلو لپاره تر ټولو غوره او ستره وسيله ده. همداراز د دُنيا د نېکمرغۍ او د آخرت د عزت لپاره هم تر ټولو مهمه ذريعه ده. تقوی د نېکانو خلگو توښه ده.

تقوی يوه لويه خزانه ده،که څوک ئې ترلاسه کړي، هغه د دُنيا او آخرت ټولي ښېگڼي تر لاسه کړلې. په تقوی کي ډېري زياتي فائدې شته، چي ځيني ئې دلته ليکل کيږي:

۱: د تقوی څښتنان لکه څرنگه چي د آخرت پاچاهان دي د دُنيا پاچاهان او د ستر شرف او حقيقي سعادت خاو ندان هم دي.
 
الله  جل جلاله  فرمايي: وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى (طه: ۱۳۲)
ژباړه: او ښه انجام دتقوی دخاو ندانولپاره دی!!

همداراز فرمايي: وَالْآَخِرَةُ عِنْدَ رَبِّكَ لِلْمُتَّقِينَ ( الزخرف: ۳۵) 
ژباړه: او آخرت ستا د رب په وړاندي يوازي د متقيانو لپاره دی!!

۲: له دښمنانو څخه حفاظت دی: الله  جل جلاله  فرمايلي دي:
وَإِنْ تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا لا يَضُرُّكُمْ كَيْدُهُمْ شَيْئاً [آل عمران:۱۲۰]
 ژباړه: او که صبر او تقوی وکړئ! نو د دوی چل ول کوم تاو ان نه در رسوي.

۳: د عمل د اصلاح او د گناهونو د بخښني سبب ده:
 
 الله سبحانه وتعالی فرمايي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا، يُصْلِحْ لَكُمْ أَعْمَالَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَمَن يُطِعْ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيمًا [الأحزاب: ۷۰، ۷۱]
ژباړه: اې مؤمنانو! له الله نه وډارشئ! او خبره کوئ سمه سوچه خبره، چي ستاسو اعمال در اصلاح (نېک او سم) کړي او گناهونه مو درته وبخښي او چا چي د الله او د هغه د رسول خبره ومنله؛ نو په يقيني توګه هغه لوی بری وموند!!

۴: د الله پاک  جل جلاله  د محبت سبب دی:
الله  جل جلاله  فرمايلي دي: فَإِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَّقِينَ (آل عمران: ۷۶)
ژباړه: په يقيني توگه الله د متقيانو سره محبت کوي!!

۵: تقوی هغه تله ده، چي خلگ ور باندي تلل کيږي، څوک چي دروند را وختی، هغه د الله پاک په نزد عزتمند دی.
 الله  جل جلاله  فرمايلي دي: إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ (الآية الحجرات: ۱۳)
ژباړه: په يقيني توگه د الله په وړاندي ستاسو ډېرعزتمند هغه دی، چي ډېر تقوی لرونکی وي.

۶: د مرگ په وخت کي د زېري لامل دی، الله تعالي فرمايي:
لَهُمُ الْبُشْرَى فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآَخِرَةِ لَا تَبْدِيلَ لِكَلِمَاتِ اللَّهِ ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ (يونس: ۶۴)
ژباړه: د هغوی (متقيانو) لپاره هم د دُنيا په ژوندکي زېری دی او هم په آخرت کي، د الله د خبرو بدلېدل نشته، همدا ستر برياليتوب دی.

۷: تقوادار د الله پاک دوستان دي: الله  جل جلاله  فرمايي:
أَلا إِنَّ او لِيَاء اللّهِ لاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ، الَّذِينَ آمَنُواْ وَكَانُواْ يَتَّقُونَ (يونس: ۶۲-۶۳) ژباړه: خبر شئ! څوک چي د الله دوستان دي پرهغوی نه وېره شته او نه به دوی خپه کيږي، هغه خلگ، چي ايمان ئې راو ړی او تقوی ئې کوله.
 
له تقوی پرته څوک دالله پاک دوست کېدلای نه شي، الله  جل جلاله فرمايي:
إِنْ اَولِيَآؤُهُ إِلاَّ الْمُتَّقُونَ (الآية،الأنفال: ۳۴)
ژباړه: د الله پاک دوستان له متقيانو پرته بل څوک نه دي.

۸: له اورڅخه د خلاصون ذريعه ده:
 الله  جل جلاله  فرمايلي دي: ثُمَّ نُنَجِّي الَّذِينَ اتَّقَوْا وَنَذَرُ الظَّالِمِينَ فِيهَا جِثِيّاً [مريم: ۷۲]. ژباړه: بيا به موږ هغه کسان وژغورو(له اوره)، چي تقوی ئې کړې وي او ظالمان به په گونډوغورزېدلي پکښي پرېږدو.

۹: له دُنيوي سختيو او کړاوونو څخه د خلاصون ذريعه او د حلالي روزۍ د پيداکولو ذريعه ده: وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا، وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ. (الطلاق:۲،۳)
ژباړه: او څوک، چي د الله نه وېره وکړي، الله به هغه ته (له مشکله ) د وتلو لار پيداکړي او له داسي لوري به روزي ورکړي، چي دی ئې گومان نه کوي.

۱۰: د کارونو د اسانتيا لامل دی:
وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرًا ( الطلاق:۴)
ژباړه: او څوک چي له الله نه وېره وکړي، الله (تعالی) به د هغه په (هر) کار کي آساني راولي.

۱۱: تقوی او پرهيزګاري جنت ته د داخلېدلو سبب دی، الله  جل جلاله  فرمايلي دي:
إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ [الحجر:۴۵].
ژباړه: بې شکه متقيان به په جنتونو او چينو کي وي!! 

۱۲: کاميابي په تقوی پوري تړلې ده: وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (البقرة: ۱۸۹)
ژباړه: له الله څخه وبېرېږئ! د دې لپاره چي کامياب شئ!

۱۳: جنت ته به يوازي متقيان داخلېږي: تِلْكَ الْجَنَّةُ الَّتِي نُورِثُ مِنْ عِبَادِنَا مَنْ كَانَ تَقِيًّا (مريم: ۶۳)
ژباړه: دا هغه جنت دی، چي موږ ئې له خپلو بندگانو څخه (يوازي) هغه چاته ور کوو، چي تقوا لرونکی وي. 

۱۴: د تقوی لباس تر ټولو غوره لباس دی: وَلِبَاسُ التَّقْوَى ذَلِكَ خَيْرٌ (الآية,الاعراف:۲۶)
ژباړه: او د تقوی جامه، دا ډېره غوره ده !!

۱۵: د قيامت له سختيو څخه د خلاصون ذريعه ده: وَيُنَجِّي اللَّهُ الَّذِينَ اتَّقَوْا بِمَفَازَتِهِمْ لَا يَمَسُّهُمُ السُّوءُ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ (الزمر:۶۱)
ژباړه: او الله پاک هغه کسان، چي تقوی ئې کړې وي،د دوی د کاميابۍ له امله ژغوري، نه به کومه سختي ور ته ورسېږي او نه به غمجن کيږي. 

۱۶: تقوی د الله پاک له لوري ټولو امتونو ته وصيت او کلک حکم دی.
وَلَقَدْ وَصَّيْنَا الَّذِينَ او تُواْ الْكِتَابَ مِن قَبْلِكُمْ وَإِيَّاكُمْ أَنِ اتَّقُواْ اللّهَ. ( النساء: ۱۳۱)
ژباړه: او يقينا موږ هغو ته هم دا حکم ور کړی وو چي تر تاسو مخکي کتاب ور کول شوی او تاسو ته هم چي له الله (تعالی) نه و وېرېږئ!!

امام غزالي رحمه الله  ليکلي دي: الله پاک د بنده په ښېگڼه تر هر چا ښه خبر دی، د بنده لپاره تر هر چا و رته زيات خيرخواه دی او تر بل هر چا پرې زيات مهربان دی. 

که په دنياکي تر تقوی بل داسي ښه صفت وای، چي د انسان لپاره ډېر ښه، د خير ښه راغونډوونکی، د لوی ثواب لامل، په عبادت او عزت کي ستر، د او س لپاره ډېر غوره او په راتلونکي کي ډېر بريالي کوونکی وي، نوالله تعالی به په هغه سره بندگان امر کړي وای او خپلوخاصو خلگو ته به ئې په هغه سره وصيت کړی وای،ځکه چي د الله  جل جلاله  علم بشپړ او رحمت ئې پراخ دی.

نوکله چي ئې په دغه يوه كار (تقوی ) سره ټول امر کړل، وړاندني او وروستني بندگان ئې په دې کي يوځای کړل او په دې ئې اقتصار وکړ، له دې معلومه شوه، چي دا هغه پای دی، چي ترې تېرېدونکی نشته او له دې پرته بل مقصود نشته او الله پاک هره خيرخواهي، لارښوونه، تنبيه، تأديب، تعليم او تهذيب په دغه صفت (تقوي) کي جمع کړي دي.

تقوی د دُنيا او آخرت د خيرونو او د ټولو مهماتو چي لوړو درجو ته رسوونکي وي،راجمع کوونکې ده. (التقوی، ص:۱۱)

۱۷: تقوی د نبي اکرم  صلی الله علیه وسلم  امت ته وصيت دی:
له عرباض بن ساريه  رضي الله عنه  څخه روايت دي، چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  موږ ته د سهار لمونځ راکړ، نو موږ ته ئې اثرناکه نصيحت وکړ، چي له امله ئې له سترگو اوښکي و بهېدې او زړونه و وېرېدل.

نو يو چا وويل: اې د الله رسوله!  صلی الله علیه وسلم  لکه دا چي د رخصتوونکي نصيحت وي، (لکه ته چي زموږ له منځ څخه رخصتېدونکی يې!) نو موږ ته وصيت وکړه! 

نبي کریم علیه السلام  وفرمايل: زه تاسو ته د الله په وېره نصيحت کوم، او (د مشر) د خبري په اورېدلو او منلو، که څه هم (امير) حبشي غلام وي، ځکه په تاسو کي، چي څوک ژوندی پاته شي، نو ژر دی چي ډېر اختلاف به ووينئ، نو پر تاسو زما سنت او د خلفاء راشدينو سنت لازم دی، چي مهديين (لارموندونکي) دي، په دې سنت د زامي په غاښونيول وکړئ! او ( په دين کي) له نوي کارو ځان ساتئ! ځکه هر بدعت ( په دين کي نوی کار) گمراهي ده. ( رواه احمد والترمذي و قال: هَذَا حَدِيثٌ حَسَنٌ ).

همدا راز په تقوی سره هر پيغمبر خپل امت امرکړی دی، لکه څرنگه چي په قرآن کريم کي د ګڼو پېغمبرانو دا دعوت ذکرشوی، چي: اتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ. ( له الله نه و وېرېږئ! (تقوی وکړئ!) او زما خبره ومنئ! او أَلَا يَتَّقُونَ.(آيا دوی تقوی نه کوي ؟)

۱۸: تقوی د الله پاک شکر اداء کول دي: الله  جل جلاله  فرمايي: فَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ( آل عمران: ۱۲۳)
ژباړه: نو له الله پاک څخه وويريږئ! تر څو ئې شکر اداء کړئ.

 ۱۹: تقوی د ټولو اعمالو آخرنۍ پايله ده: الله فرمايي: يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (البقرة:۲۱)
 ژباړه: اې خلگو! د خپل ر ب عبادت وکړئ! هغه چي تاسو او تر تاسو مخکني خلگ ئې پيداکړئ، د دې لپاره چي ځان وساتئ. (تقوی کوونکی شئ.) 

۲۰: متقي به د قيامت په ورځ تر نورو په لوړه درجه کي وي: الله سبحانه و تعالی فرمايي: وَالَّذِينَ اتَّقَوْا فَوْقَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ. (البقرة:۲۱۲)
ژباړه: او هغه کسانو چي تقوی کړې ده، د قيامت په ورځ به تر دوی پورته وي.

۲۱:تقوی د الله پاک د رحمت سبب دی: الله تعالی فرمايي: وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ( الحجرات: ۱۰)
ژباړه: له الله نه و وېرېږئ! د دې لپاره چي رحم در باندي وشي.

۲۲: له دُنيوي عذابه په تقوی انسان خلاصېږي: الله – تعالی – فرمايي: وَأَنْجَيْنَا الَّذِينَ آَمَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ ( النمل: ۵۳)
 
ژباړه: او هغه کسان مو ( له عذابه) وژغورل، چي ايمان ئې راو ړی وو او تقوی ئې کوله.
 
مقصد دا، چي تقوی داسي يو لوړ صفت دی، چي د دنيا او آخرت ټولي ښېگڼي په دې کي نغښتې دي. الله  جل جلاله  دي توفيق راکړي، چي په ځان کي تقوی راولو څو د دنيا او آخرت بری او نېکمرغي مو په برخه شي.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۸ ګڼه
 

سرته