تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکنې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
هغه چا ته چي پر توبه باندي دوام نه سي کولای
 
  August 7, 2016
  0

 رالېږونکی: کریم الله


هغه چا ته چي پر توبه باندي دوام نه سي کولای:

څوک چي پر توبه باندي دوام نه سي کولای او هر ځل توبه ماتوي، نو هغوی دي دوه کارونه وکړي:

۱: هیڅکله دي د الله تعالی له رحمت څخه نه مایوسه کیږي ځکه په داسي کولو سره شیطان خپل مقصد ته رسیږي، نو که ګناه ورڅخه وسي ژر دي توبه کاږي که څه هم په ورځ کي سل ځله وي. هو، دا خبره دي یاده وي، چي توبه د زړه پښېمانۍ ته ویل کیږي. 

۲: دغه دعاء دي د زړه له کومي ډیره ډیره وایي: اللهم انصُرْنَا عَلَي اِسْتِحْکَامِ التَّوْبَةِ.
 
(یا الله! د توبې پر ساتلو خاص ستا څخه مرسته غواړم.)

 

سرته