تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نظافت ارزښت د اسلام له نظره
  تعلیم الاسلام
  July 11, 2016
  0

ليکوال: پوهنیار محمدحاکم "شریعتي"

 

مقدمه
 
الله  جل جلاله  دکايناتو د ښه تنظیم اړوند لازمي لارښووني ترسره کړي دي. که یو انسان په واقعي ډول دالهي لارښوونو موافق مخته ولاړ سي، نو په خپل ژوندانه کي به د هیڅ ډول ستونزي سره مخ نسي.
 
 د ټولنیز ژوند له بېلګوڅخه یوه هم د نظافت (پاکوالي)ساتل دي، د انسان څخه مطلوب نظافت او پاکوالی له زړه څخه شروع بیا دبدن او چاپېریال تر پاکوالي پوري پرا خه ساحه تشکيلوي. دزړه او فکر پاکوالی ځان په اسلامي عقیده جوړول دي، کوم چې الله  جل جلاله  د اعتقادیاتو په نظام کي ورته لارښوونه کړېده. 
 
 په همدې توګه د بدن او چاپېریال پاکوالی کله په فرضي، کله په واجبي او کله هم په استحبابی ډول غوښتل سوی وي، که انسان د الله  جل جلاله  په لارښونو او غوښتنو عمل وکړي نو په ټولنه کي به دفکري پاکوالي په عملي کولو سره د مسلمان په صفت پېژندل کیږي. شرک، حسد، اوداسي نورو ناوړه کړنوڅخه به ئې ځان ژغورلی وي. په همدې توګه دبدن او چاپېریال په پاکوالی سره به ئې روغتیايي او ټولنیزي ګټي لاسته راوړي وي. ځکه نو ويلای سو، چي د پاکوالي په مراعتولو سره دیني، دنیوي، روغتیايي، اقتصادي او سیاسي ګټي او د دنیا او اخرت بریاوي تر لاسه کېدای سي.
 
د نظافت پېژندنه: 
نظافت په لغت کي: په مجموعي او اکمله توګه د پاکوالي سوچه والی او ښایسته والي په معنی دی. څنګه چي د حدیث په لفظ کي ورته اشاره سویده: 
 
(تکون فتنة تستنظف العرب
داسي یوه فتنه به راسي. چې عرب به ټول په مجموعي توګه له منځه یوسي او هلاک به يې کړی. 
 
په همدې توګه عرب په خبرو او محاورو کي وايي: (فلان هو نظیف السراویل)
فلانی شخص پاک لمنی دی، د نظیف لفظ دلته دپاکوالي په معنی تعبیر سویدی. 
 
نظافت په اصطلاح کي: د ځان، بدن، جامې اومحیط(ځای) له پاکوالي څخه عبارت دی. کله چي د یو شخص لخوا په دې اړوند کومي کړني ترسره کیږي هغو ته نظافت ویل کیږي.
 
يا په بل عبارت: نظافت په شرعي یا اصطلاحي لحاظ سره په دوو معنی ګانو استعمالیږي: 
 
۱. نظافت د الله  جل جلاله  په عبادت کي له شرک څخه او د الله  جل جلاله  د بندګانو په مقابل کی له حسد څخه د زړه پاکوالي ته ويل کيږي. 
 
۲. نظافت په شرعي لحاظ د انسان د بدن، جامې او چاپېریال پاکوالي ته ویل کیږي. 
 
 
د نظافت او پاکوالي ارزښت په اسلام کي: 
الله  جل جلاله  د اسلام په رالېږلو سره هر اړخيز هدايات کړي چي يو له هغو څخه نظافت دی. په دې اړوند قرآنکریم، نبوي احادیثو، فقهي علماء وو د خپلو اجتهاداتو او کوښښنو په پایله کي هیڅ پټ څه پرې ايښي نه دي او د حسي، معنوي، حقیقي او حکمي نظافتونو اړوند يې پوره- پوره وضاحت کړی دی، همدغه راز د انسان د استعمالاتو په لحاظ، لکه: دبدن، جامې، ځای، چاپیریال او کورونو پاکوالی. 
 
کوښښ دادی چي مسلمان باید د تل لپاره پاکوالی د خپل ژوند مسیر وګرځوي، په مادي اویا معنوي لحاظ نظافت او پاکوالی ترسره سي. د اسلام د دین غوښتنه د انسان په ژوندانه کي د هر انسان څخه داده، چي هر مسلمان باید د پاکوالي لپاره نمونه او بېلګه وي. ترڅو یوه سوچه، پاکه، صفا او ښکلې ټولنه رامنځته سي. له هر ډول ناروغیو او کمزوریو څخه پاکه وي. 
 
ددې څخه علاوه د معاصر طب تجربو دا ثابته کړې ده، چې دوبا د ناروغۍ لمړنۍ وقایوي درملنه په نظافت کي ده او دا معلومه خبره ده، چي وقایه تر درملني غوره ده. 
 
قرآنکریم د نظافت او پاکوالي خوښوونکي ستايي او په اړه ئې فرمايي:
(إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ المُتَطَهِّرِينَ) [البقره:۲۲۲]
ژباړه: الله  جل جلاله  توبه ایستونکي خوښوي او د پاکوالي او نظافت ساتونکي خوښوي.
 
همدغه راز الله  جل جلاله  دا هل قباء د ستايني په اړه فرمايي:
(فِيهِ رِجَالٌ يُحِبُّونَ أَن يَتَطَهَّرُوا وَاللَّهُ يُحِبُّ المُطَّهِّرِينَ) [التوبه:۱۰۸]
ژباړه: په قباکي داسي سړي دي، چي دا خوښوي خپل ځانونه د ګناهونو او نجاستونو څخه ښه پاک وساتي او الله ښه ځان پاکوونکي خوښوي.
 
په همدې ډول له خپلو بنده ګانو څخه غواړي، چي په پاکوالي او نظافت کي رښتينې بېلګه وي.
 
په دې اړوند حضرت پیغمبر علیه السلام فرمايي:
(إِنَّكُم قَادِمُونَ عَلَى إِخوَانِكُم، فَأَصلِحُوا رِحَالَكُم وَلِبَاسَكُم حَتَّى تَكُونُوا كَأَنَّكُم شَامَةً فِي النَّاسِ، فَإِنَّ اللهَ لا يُحِبُّ الفُحشَ وَلا التَّفَحُّشَ.) [سنن ابي داؤد، ۴/۱۰۱]
ژباړه: تاسو خپلووروڼو ته راتلونکي یاست خپل لباس ښایسته کړئ، خپل د سفر اسباب منظم ترتیب کړئ، ترڅو تاسو په خلکو کي یوه نمونه جوړه سئ الله  جل جلاله  بدوالی، بې نظمي اوبدي خبري نه خوښوي.
 
په بل ځای کي فرمائی:
(إِنَّ اللَّهَ طِيبٌ يُحِبُّ الطِّيبَ، نَظِيفٌ يُحِبُّ النَّظَافَةَ، كَرِيمٌ يُحِبُّ الكَرَمَ، جَوَادٌ يُحِبُّ الجُودَ، فَنَظِّفُوا بُيُوتَكُم، وَلا تَشَبَّهُوا بِاليَهُودِ الَّتِي تَجمَعُ الأَكنَافَ فِي دُورِهَا) [سنن الترمذی، ۵/۱۱۱]
ژباړه:الله ښایسته دی ښایسته والی خوښوي، پاک دی پاکوالی خوښوي، سخي دی سخاوت خوښوي، مهربانه دی مهرباني خوښوي،،خپل چاپیریال پاک وساتئ. دیهودوسره مشابهت مه کوئ؛ کوم چي کثافات اوچټلي په کورونوکی ټولوي او ساتي.
 
د نظافت ډولونه:
نظافت د ساحو او استعمالاتو په لحاظ دوو ډولونو ته وېشل کیږي. 
 
۱- دبدن نظافت.۲-  د چاپېریال نظافت
 
۱- دبدن نظافت: 
 اسلامي شریعت نظافت په هر اړ خیز ډول څېړلی دی؛ هیڅ یوه برخه يې پرې ايښي نه ده، دا چي د پاکوالی اړوندموضوع زیاته پراخه ده، نو ځکه ئې موږ په لاندي ډول بحث کي په یو شمېر بیلګو کي رالنډ وو:
 
الف: د لاسونو نظافت اړوند د ابن عمر  رضي الله عنهما  اثر وجود لري، چي فرمايي: (اغسلوا أيديكم ثم اشربوا فيها، فليس من إناء أطيب من اليد.)
ژباړه لاسونه ووینځئ او بیا په هغه کي اوبه وڅښئ، ځکه تر لاس پاک او ښه لوښی نسته. 
 
ب: دلباس د پاکوالي اړوند د علي  رضي الله عنه اثر وجود لري, هغه فرمايي:
(اغسلوا ثيابكم وخذوا من شعوركم واستاكوا، وتزينوا، وتنظفوا فإن بني إسرائيل لم يكونوا يفعلون ذلك فزنت نساؤهم.
 
ژباړه: خپل کالي ووینځئ! دسر ورېښتان اصلاح کړئ، چي شریعت ئې اجازه درکړې وي. مسواک استعمال کړئ.زينت وکړئ، دبدن دپاکوالی رعایت وساتئ، ځکه بني اسرائيلو د پاکوالي فکر نه کاوه، (کله چي دوی د پاکوالي څخه ګټه نه اخيسته، بدشکله جوړ سول، د خپل ښځو رغبت ورسره لږ  سو.) نو ښځي ئې په زنا اخته شوی.
 
ج: د خولې پاکوالی د مسواک په استعمال سره رامنځته کیږي؛ مسواک هم ظاهري او هم باطني پاکوالی رامنځته کوی، په دې اړوند حضرت پیغمبر صلی الله علیه وسلم  فرمايي: (السِّوَاكُ مَطهَرَةٌ لِلفَمِ، مَرضَاةٌ لِلرَّبِّ.)
ژباړه: مسواک د خولي پاکوونکی او د الله درضاء جلبونکی دی.
 
د: د نوکانو، بریتونو او تخرګونو پاکوالی په پرېکولو، ایستلو او لنډولو سره ترسره کیږي، په دې اړوند حضرت پیغمبر صلی الله علیه وسلم  فرمايي:
(خَمسٌ مِنَ الفِطرَةِ: الخِتَانُ، وَالاستِحدَادُ، وَنَتفُ الإِبِطِ، وَقَصُّ الشَّارِبِ، وَتَقلِيمُ الأَظفَارِ.)
ژباړه: پنځه شیان د فطرت څخه یا دابراهم  علیه السلام له سنتو څخه را پاته دي. چي له سنتۍ(ختنه)، چاړې استعمالولو، د تخرګونو د ورېښتانو ایستلو یاخریلو، د بریتونو لنډولو او د نوکانو دپرېکولو څخه عبارت دي. 
 
هـ: د ورېښتانو د پاکوالي اړوند حضرت پیغمبر صلی الله علیه وسلم  فرمايي:
(مَن كَانَ لَهُ شَعرٌ فَليُكرِمهُ.)
ژباړه: څوک چي ورېښتان لري هغه دي ښه وپالي.(پاک دي ئې وساتي.)
 
و: د جامو پاکوالي اړوندحضرت پیغمبر صلی الله علیه وسلم  فرمايي:
(أَمَا كَانَ هَذَا يَجِدُ مَا يَغسِلُ بِهِ ثَوبَهُ.)
ژباړه: ولي دا شخص داسي څه نه ترلاسه کوي، چي خپلي جامې پرې ووینځي.
 
ز: د ږیري پاکوالي اړوند حضرت پیغمبر صلی الله علیه وسلم  فرمايي:
(كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلى الله عَلَيه وَسَلم فِي المَسجِدِ فَدَخَلَ رَجُلٌ ثَائِرَ الرَّأسِ وَاللِّحيَةِ، فَأَشَارَ إِلَيهِ رَسُولُ اللَّهِ  صلی الله علیه وسلم ، كَأَنَّهُ أمره إِصلاَحَ شَعَرِ رَأسِهِ وَلِحيَتِهِ، فَفَعَلَ ثُمَّ رَجَعَ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلى الله عَلَيه وَسَلم: هَذَا خَيرًا مِن أَن يَأتِيَ أَحَدُكُم ثَائِرَ الرَّأسِ كَأَنَّهُ شَيطَانٌ.)
ژباړه: حضرت پیغمبر صلی الله علیه وسلم  په مسجد کي و، یو سړی په داسي حال کي راغلی، چې سر او ږیره يې ببراو خیرن وه، پیغمبر  صلی الله علیه وسلم  اشاره ورته وکړه، چې بیرون ته ولاړ سه، ورېښتان او ږیره اصلاح او پاک کړه(هغه شخص له مسجد څخه ووتی) او دا فعل ئې اجراء کړ، (وروسته بیرته مسجد ته) راغی، پیغمبر صلی الله علیه وسلم  ورته وویل: دغه حالت دي غوره دی له دې څخه، چي یو شخص راسي، د سر ورېښتان ئې ګډوډ وي، داسي ښکاري، لکه: شیطان. 
 
۲- د چاپیریال نظافت:
 
لکه څرنګه چي د اسلام دین بدني پاکوالي ته پاملرنه کړې، همداسي ئې چاپیریالي پاکوالی هم په بې شمېره احادیثو کي شرحه کړیدی؛ خو ددې ترڅنګ ئې د چاپیریال نظافت او پاکوالی د مطلوبو اعمالو څخه ګڼلی دی، حضرت پیغمبر  صلی الله علیه وسلم  فرمايي:
 
(إِنَّ اللَّهَ طِيبٌ يُحِبُّ الطِّيبَ، نَظِيفٌ يُحِبُّ النَّظَافَةَ، كَرِيمٌ يُحِبُّ الكَرَمَ، جَوَادٌ يُحِبُّ الجُودَ، فَنَظِّفُوا أَفنَاءَكُم وَسَاحَاتِكُم، وَلا تَشَبَّهُوا بِاليَهُودِ تَجمَعُ الأَكنَافَ فِي دُورِهَا)
ژباړه: الله خوشبويه دی، خوشبويي خوښوي، پاک دی، پاکوالی خوښوي، مهربانه دی، مهرباني خوښوي، سخي دی، سخاوت خوښوي. چاپیریال اوکورونه پاک وساتئ، له یهودو سره مشابهت مه کوئ، په داسي ډول، چي هغوی نجاستونه او کثافات په کورونو کي جمع کوي. 
 
 د پورتني حدیث اړوند شارحین لیکي، چي یهود د الله په ټولو مخلوقاتو کي په باطني اوظاهري لحاظ چټل ترین خلک دي، ځکه عقیده يې باطله ده، همدغه راز د بدن او لباس اړوند هم چټل دي، کله چي څوک ورسره ترڅنګ سي، خراب بوی ترې پورته کیږي. 
 
د نظافت او پاکوالي روغتیايي ګټي: 
 پاکوالی د انسان دبدن اساسي رکن او بنیاد دی، ځکه چي میکروبونه او چټلي د ناروغیو را منځته کیدو لوی باعث دی. له همدې کبله د نړۍ په کچه ډاکټران د نظافت او پاکوالي ساتلو اړوند ډېره توصیه کوي په ځانګړي ډول د طاعون ناروغۍ د خپرېدو پر وخت او د ګر مۍ په موسم کي، چي د اسهالاتو ناروغي زیاته رامنځته کيږی، په نظافت او پاکوالي کي کوښښ کول اړین دي، تر څو د ناروغیو څخه مخنیوی سوی وي. 
 
په عقلي لحاظ هم ویلای سو، چي عقل هم د دې منونکی دی، چي مسلمانان باید د نړۍ په کچه د ښه صحت درلودونکی او دناروغیو مخنیوی پکښي سوی وي، ځکه دمسلمانانو دین په پوره دقت او کوښښ سره ټینګار کوي، چي دبدن، جامې او ځای پاکوالی بايد د انساني توان ترحده پاک وساتل سي. کله چي مسلمانان د دین اوامر او اساسات ترسره کړي؛ نو هغه اسباب له منځه ځي کوم چي میکروبونه، جراثيم او ناروغۍ منځ ته راوړي او دټولني غړي پرې مصاب کیږي.
 
د نظافت او پاکوالي ټولنیزي ګتي:
دا چي دپاکوالي رعایت اوکنټرول دانساني عقل له پوهيدو څخه لوړ دی؛ ځکه چي د پاکوالي منبع او سرچینه الهي وحي ده، نو هغه څه چي په وحي سره ثابت وي هغه حتمي ده چي زیاتي ګټي به لري. د هغه ګټو څخه ئې ځيني ټولنیزي ګټي دي:
 
پاک شخص په ټولنه کې دعزت خاوندوي، همدغه راز په کور، قوم او ټولنه کي ئې زیات قدر او عزت کیږي. ځکه هغه څوک چي د پاکوالي خیال ساتي، هر مجلس ته په ډاډه زړه ځي او هلته ګډون کولای سي، خو برعکس که ئې پاکوالی نه وي ساتلی، هیڅ مجلس ته په جرئت سره نسي تلای، ځکه په خپل ځان کي کمزوري احساسوي، د ټولني نور غړي هم په یو ډول حقارت او سپکه سترګه سره ورته ګوري، څوک ئې ترڅنګ نه کښېني، فاصله ورسره ساتي، چي په پایله کي لوی فرصتونه له لاسه ورڅخه وځي، که داعي وي دعوت نه سي کولای او که بیا هم دعوت کوي خلک ئې په خبره باور نه کوي،  
 
همدې ته په کتو سره د جمعې د ورځي غسل کولو، پاکي جامي اغوستلو او د عطرو داستعمالولو امر سوی دی، ځکه دا هغه لویه ورځ ده، چي زیات خلک په مسجدونو کي د الله جل جلاله د عبادت لپاره راټولیږي.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۸ ګڼه
 

 

سرته