تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قدر شپه ولي موږ ته راکړل سوي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 16, 2023
  0

لیکوال: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2017-06-13

 
الله ﷻ د جهنم د ظالمو لمبو څخه د بنده ګانو د خلاصون لپاره ډېري بهاني او ساده لاري موږ ته ښودلي چي یوه له هغو څخه د قدر د شپي عبادت دی چي د زرو میاشتو (۸۳ کاله) د عبادت سره یو ډول دی. داچي ولي دا شپه یوازي د سردار عالم محمد صل الله علیه وسلم و امت ته ورکړل سوي ده، ددې لپاره بیل بیل روایات سته. موږ به یوازي د مؤثقو او معتمدو روایاتو څخه دلته یادونه وکړو.
 
و محمدي امت ته ددې شپي د ورکړي يو راز دا ؤ چي د تيرو امتونو د خلکو عمرونه زيات وه،  ډول ډول او ډير ډير عبادات به يې کول، نو الله سبحانه و تعالى و امت محمدي ته د قدر شپه ورکړه تر څو دا امت په فضيلت کښي تر نورو امتونو کم نه سي.
 
ځني علماء بيا د حضرت حسن بن على بن ابو طالب رضی الله تعالی عنه په روايت وايي چي الله جل شانه و سليمان علیه سلام  ته پنځه سوه (٥٠٠) مياشتي باچاهي او سلطنت ورکړى ؤ؛ داسي يو سلطنت او باچاهي چي نه يوازي پر انسانانو بلکي پر بادونو، مرغانو، حيوانانو او ټولو باندي يي واک او سلطه درلودل. سلطان ذوالقرنين رحمة الله علیه ته هم الله جل شانه دومره باچاهي او سلطنت ورکړى ؤ، نو الله جل شانه و امت د نبي الله ص ته دا امتياز ورکړى تر څو د سليمان علیه سلام او ذوالقرنين رحمة الله علیه د سلطنت په اندازه عبادت په يوه شپه وکړي.
 
علماء کرام يو راز دا هم بيانوي چي رسول صل الله علیه وسلم و صحابه ؤ ته د يو باچا کيسه کول چي زر زامن يي د الله جل شانه په لار کښي ورکړي وه، نو صحابه ؤ ددې ثواب او فضيلت په هکله حيرت او تعجب وکړى، نو الله الله جل شانه ودې امت ته داسي يوه شپه ورکړه چي د يوي شپي د عبادت ثواب يې د زرو مياشتو د عبادت ثواب لري.
 
دا شپه الله جل شانه د روژي په اخيرو لسو شپو کښي و ټاکل ځکه بنده ګان د روژي و اخير ته ستړي وي او ډيرو عباداتو کمزوري کړي وي نو بنده ګان به ځکه په دا لسو شپو کښي عبادت ډير وکړي تر څو د قدر د شپي له انوارو څخه برخمن سي. 
 
الله جل شانه دي ددې شپي تر څنګ د ژوندانه د هري شپي او هري لحظي د عبادت، اطاعت او فرمانبردارى توان او توفيق راکړي. اللهم امين
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته