تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
روژه، د اوبو اهمیت او د تندي علاج
  تعلیم الاسلام راډيو
  May 15, 2018
  0

لیکوال: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
اوبه  زموږ د بدن ۶۰-۷۰ فیصده برخه تشکیلوي، د انسان د ویني وزن ۸۵ فیصده اوبه دي، چي لدې څخه څرګندیږي چي انسان څومره اوبو ته ضرورت لري او اوبه د انسان په ژوند کي څومره لوی رول لري. 
 
د روغتیا د نړیوالي اداري د راپور له مخي انسان په ورځ کي لږ تر لږه دري لیټره اوبو ته ضرورت لري او دا اوبه به د ټولي ورځي په جریان کي اخلي. 
 
داچي اوس د روژي مبارکه میاشت ده نو نه سو کولای چي په ورځ کي اوبه واخلو او دا پداسی حال کي ده چي وجود مو اوبو ته سخت ضرورت لري. کچیري کافي اندازه اوبه وا نه خیستل سي نو قبضیت، سردردی، سوستي، ټمبلي، ستړیا، د بندونو درد او د جلد وچوالی به احساس کړو. 
 
نو ددې لپاره داسي لاري سته  چي په مټ یې ځان له تندي وساتو او د مریضیو څخه هم خلاص سو. 
 
الف. کافي اندازه اوبه واخلو: د طب له نظره کافي اندازه اوبه لږ تر لږه دري لیټره دي، نو روژه نیوکی باید د روژه ماته څخه بیا تر پیشلمي پوري اوبه وڅیښي، او دا اوبه ټولي پر یو وخت و نه څیښي. بلکي په ورو ورو یې وڅیښي. بهتره به داوي چی د خوب پر وخت هم اوبه ځانته نږدي کښیږدی، او کله چي تراویحو ته ځئ نو هم کوښښ وکړئ چي لږ اندازه اوبه درسره واخلی ترڅو د رکعتونو په منځ کي ورڅخه استفاده وکړی. 
 
او ددې لپاره چي زموږ بدن څومره اوبو ته ضرورت لري ددې فارمولي څخه باید کار واخیستل سي: د بدن وزن ضرب په ۱،۱ کي تقسیم پر ۲۹،۵۷ هر څو چي یې پلاس درکړل هغومره لیټره اوبه باید واخیستل سي. د مثال په ډول که د یو چا وزن ۸۰ کیلو وي. نو ۸۰ ضرب په ۱،۱ کي تقسیم پر ۲۹،۵۷ مساوي کیږي په ۲،۹ لیټره کیږي .
 
 
 
ب. تر لاسه سوي اوبه ضایع نه کړو: څنګه کولای سو چي اخیستل سوي اوبه ضایع نه کړو ددې لپاره بېلي لاري سته:
 
۱. په لمر کي د ګرځیدو راګرځیدو څخه ډډه وسي او داسی ځای د  ځان لپاره انتخاب نسي چي حرارت او تودوخه یې زیاته وي.
 
۲. د پیشلمي پر وخت د سره کړو او مساله لرونکو خواړو، غوړو، خوږو او مالګینو خواړو څخه لږ استفاده وسي ځکه چي دا هغه څه دي چي د ورځي په جریان کي بدن دې ته مجبوره کوي ترڅو زیات مایعات واخلي.
 
۳. د روژه ماتي پر وخت باید ډېري یخي اوبه و نه څیښل سي ځکه یخي اوبه نه یوازي چي تنده نه ماتوي بلکي د هضمي سیسټم هم اهسته کوي. معتدله یا لږ یخوالي ته مایلي اوبه باید و څیښل سي.
 
 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته