تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
شل مهم نصیحتونه
 
  April 12, 2016
  0
رالېږونکی: محمد اکبر/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

۱: قیامت به هله راځي چي پر ځمکه یو کس هم د الله جل جلاله د نوم اخیستونکی نه وي.
 
۲. کله چه بنده درواغ وایي نو له بد بوئي څخه ملایکي یو میل لیري سي.
 
۳. د الله تعالی د یاد او نېک عمل لپاره نیت لازمي دی.
 
۴. د ضرورت یو حد سته خو د حرص هیڅ حد نسته.
 
۵. دلاوري دا ده چه د کمزوري کېدو سربیره نورو ته د خپلي کمزور‌ۍ احساس مه ورکوه.
 
۶. د کامیابۍ د حاصلولو لپاره ضروري ده چي د کامیابۍ د حاصلولو احساس په ز‌‌ړه ‌کي ژوندی وساتل سي.
 
۷. د بې حرکته خلکو څخه تکیه مه اخله ځکه هغوی به تا هم بې حرکته کي.
 
۸. الله  والا پر خبره خبره د تکلیف اظهار نه کوي.
 
۹. د چا چي څه مقصد نه وي، د هغه څه منزل نه وي.
 
۱۰. سختۍ انسان طاقتوروي، ځکه انسان د صبرکولو طاقت لري.
 
۱۱. شخصیت هغه وخت ترقي پیدا کوي کله چي انسان خپل ځان کامل وګڼي.
 
۱۲. کوښښ کول ستا کار دی او نتیجه ورکول د الله جل جلاله  کار دی.
 
۱۳. تکبر د انسان په زړه کي پیداکیږي انسان تباه کوي او دی خبر هم نه وي.  
 
۱۴. ته چي د کوم کار کولو‌ ذمه داري واخلې، ستا ذهن به هم د هغه لپاره کار کوي.
 
۱۵. په دنیا کي د ذلت په زرګونو شکلونه دي خو په دې کي د قرض ذلت د ټولو څخه سخت دی.
 
۱۶. ستا ورکړی قرض ستا د صحت سوال کوي...
 
۱۷. ناروغه ته خوب ورځي خو قرضدار ته خوب نه ورځي.
 
۱۸. عقل مند هغه دی چي کمه وینا کوي او زیات اوریدل.
 
۱۹. کوم کس چي علم لري خو عمل نه کوي، د هغه مریض په ډول دی چي دارو لري خو استعمالوي یې نه.
 
۲۰. خپل ضرورت په حد کي ساتل له ټولو څخه لوی دولت دی.  (ماخذ: پاشلي ملغلري)
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته