تازه سرليکونه
د (عقايد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
پروفيسر وويل، چې خدای نشته
 
  February 18, 2016
  0

 رالېږونکی: هستی محمد ضعیفمل - هندوستان.


 ژباړه: اجمل روهي

پروفيسر وويل، چې خدای نشته

 
د پوهنتون يوه پروفيسر چې اتايست و (د خدای پر شتون يې باور نه درلود)، له يوه محصل نه يې په زړه پورې پوښتنه وکړه.

پروفيسر: خدای ښه دی؟

محصل: هو.

پروفيسر: او شيطان هم ښه دی؟

محصل: نه.

پروفيسر: سمه ده. ښه بچو، دا ووايه چې پر ځمکه کې ظلم شته؟

محصل: هو شته دی.

پروفيسر: ظلم هر ځای شته، داسې نه ده؟ او دا ټول خدای رامنځته کړی، کنه؟

محصل: هو.

پروفيسر: دا ظلم چا خلق کړی؟

محصل: ...

پروفيسر: د ځمکې پر سر معيوبيت، سپين سترګي، ناروغۍ او بې احترامي شته؟ دا ټول شته، سمه ده کنه؟

محصل: بلې صيب.

پروفيسر: نو دا چا چا خلق کړي؟

محصل: ...

پروفيسر: علم دا وايي، چې انسانان ۵ حسه لري، چې چارچاپيره نړۍ کې ورباندې څېړنه وکړي. بچو، دا ووايه چې تا کوم وخت خدای ليدلی دی؟

محصل: نه صيب.

پروفيسر: موږ ته دا ووايه، چې د خدای کوم غږ دې اوريدلی؟

محصل: نه صيب.

پروفيسر: تا کوم وخت خدای لمس کړی ؟

محصل: نه صيب.

پروفيسر: او ته تر اوسه هم پرې باور لرې؟

محصل: هو صيب باور لرم.

پروفيسر: د تر لاسه شويو پايلو پر بنسټ، علم دا په زبات رسوي، چې خدای نشته. ته يې په مقابل کې څه ويلی شې؟

محصل: نه صيب. زما يوازې باور او عقیده شته!

پروفيسر: هو، د علم مهمه ستونزه عقيده ده!

محصل: ساړه شتون لري؟ 

پروفيسر: دا څه ډول پوښتنه ده؟ البته چې شته. ستا هيڅ وخت ساړه نه دی شوی؟

نورو محصلينو پر دغه ځوان ډير وخندل.

محصل: صيب، په حقيقت کې ساړه وجود نه لري. د فزيک د قانون پر بنسټ، هغه څه، چې موږ يې ساړه بولو په حقيقت کې د تودوخې نشتوالی دی. انسان يا توکي له دې اړخه څېړلی شو، چې دوی انرژي لري او يا يې ورکوي کنه. مطلق صفر (-۲۷۳ درجه د سانتي ګريډ) کې، د جسم موجوديت په مکمله توګه له منځه ځي. هره ماده انېرت inert کيږي او په دغه درجه کې د تعامل ځواک نلري. ساړه وجود نه لري. موږ دغه کلمه د دې لپاره جوړه کړې، چې هغه احساس څرګند کړو، کله چې تودوخه يا ګرمي نه وي.

په ټولکي کې چوپتيا خپره شوه.

محصل: پروفيسر صاحبه، تياره شته؟ 

پروفيسر: البته چې شته. بيا نو شپه څه ده، که تياره نده؟

محصل: صيب تاسې بيا حق په جانب نه ياست. تياره هم نشته. تياره په حقيقت کې د رڼا نشتوالی دی. موږ رڼا په هکله څېړنې کولی شو، خو د تيارې په هکله يې نشو کولی. موږ کولی شو د نيوټن منشور وکارو، چې سپينه رڼا په څو رنګونو تجزیه کړو او د هر رنګ د څپو اوږدوالی وڅېړو. خو تاسې نشی کولئ تياره اندازه کړئ. د رڼا ساده وړانګه کولی شي د تيارو نړۍ ته ننوځي او روښانه يې کړي. تاسې څنګه پوهيدی شئ، چې کومه فضا څومره تياره ده؟

تاسې به ورته رڼا اندازه کوئ. همداسې ده کنه؟ تياره داسې مفهوم دی، چې انسان يې د دې لپاره کاروي، چې هغه انګيرنه په ډاګه کړې، چې د رڼا په نشتوالي کې څه پيښيږي، او اوس، سر (صيب)، دا راته ووايئ چې مرګ شته؟

پروفيسر: البته. ژوند شته او مرګ شته – برعکس اړخ يې.

محصل: تاسې بيا هم حق په جانب نه ياست پروفيسره. مرګ – د ژوند برعکس اړخ نه دی، دا د ژوند نه شتون دی. ستاسو په علمي تيورۍ کې جدي ترک (درز) رامنځته شو.

پروفيسر: ځوانه ته کومه خوا خبره وړې.

محصل: پروفيسره، تاسو محصلينو ته دا ور زده کوئ، چې موږ ټول له بيزوګانو پيدا شوي يو. تاسې دغه تکامل په خپلو سترګو ليدلی؟

پروفيسر د مسکا سره سر وښورولو او پوه شوه، چې خبره کومه خوا روانه ده.

محصل: هيچا هم دا پروسه نده ليدلې، په دې معني، چې تاسې تر ډيره بريده يو روحاني ياست نه يو عالم، ټولګی له خندا نه شين و.

محصل: او اوس دا راته ووايئ، په ټولګي کې داسې څوک شته، چې د پروفيسر ماغزه يې ليدلي وي؟ يا يې بوی کړي وي او لمس کړي وي؟
محصلينو همداسې خندل.

محصل: ښکاري هيچا هم نه دي ليدلي. د علمي فاکټونو پر بنسټ، داسې پايله تر لاسه کوو، چې پروفيسر ماغزه نه لري. د ټول درناوي سره سره پروفيسر صيب، موږ څنګه کولی شو ستاسو پر هغه ويناوو باور وکړو، چې تاسې يې د لکچر په وخت کې کوئ؟

په ټولګي کې چوپتيا خوره شوه.

پروفيسر: زه فکر کوم، تاسو لپاره به غوره دا وي، چې پر ما باور وکړئ.

محصل: هو! د الله تعالی او انسان تر منځ يوه اړيکه ده ـ او هغه باور (عقيده)!

پروفيسر کيناست. 
 
---------------------------------
 
سرچينه : تعلیم الاسلام ويب پاڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته