تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
هغه چي کعبې ورانوي!
 
  May 20, 2017
  0

 هغه چي کعبې ورانوي!

رالېږونکی: مطیع الله عابد

 

یو مسلمان ته تکلیف رسول ګناه کبیره ده داسي ګناه وه لکه شراب چیښل لوټمار کول غلا کول ، زنا کول. په ابن ماجه کي حدیث دي چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم یو ځل د بیت الله شریفي طواف کاوه حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه ورسره ؤ عبدالله بن مسعود رضی الله عنه فرمایې چي ما ولیدل چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم کعبې ته خطاب کوي فرمایې:

ای د الله کوره ته څومره د حرمت او عظمت خاوند یې څومره مقدس یې بیا څه وخت وروسته عبدالله بن مسعود رضی الله عنه فرمایې چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل لیکن یو شی داسي دي چي د هغه عظمت او د هغه تقدس ستا څخه هم زیات دي داو کعبه الله ته خطاب کوي حضرت عبداالله بن مسعود رضی الله عنه فرمایې چي زه یو دم متوجه سوم چي دا کوم شی دي چي د هغه عزت او حرمت د بیت الله څخه هم زیات دي بیا یې وفرمایل چي هغه شی د یو مسلمان ځان او عزت دي.

 

د مسلمان ځان د هغه مال او د هغه عزت دا درې داسي شیان دي چي اې کعبې د هغه حرمت ستا څخه هم زیات دي څه مطلب؟ که چیري کوم څوک به ناجائز توګه د یوه مسلمان پر ځان حمله وکړي چي په هغه کي بې قتل کول زخمي کول نقصان رسول تکلیف رسول دا ټول پکښي داخل دي نو دیوه مسلمان ځان یامال اویا عزت ته نقصان رسول دومره لویه ګناه ده لکه چي کوم څوک پر کعبه الله باندي حمله وکړي د کعبې نړول چي څومره ګناه ده همداسي د یوه مسلمان پر ځان مال او عزت باندي حمله کول ګناه ده

اوس تاسو اندازه وکړي چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم دیوه مسلمان ځان مال او عزت په باره کي څومره تاکید کړي دي نن ورځ الله دي نه کوي که کوم بدبخت دا جراءت وکړي چي پر بیت الله شریفه معاذالله حمله وکړي د هغې د نړولو کوښښ وکړي آیا یو مسلمان به داسي وي چي هغه څوک به دغسي پریږدي که یې په قابو کي راسي نو هیڅ کله به یې غیرت دا قبوله نه کړي چي دده په وړاندي څوک پر کعبه الله حمله وکړي

لیکن د سهار تر ماښامه په څومره بیت  باندي حملي کیږي څومره کعبې نړیږي د مسلمان نفس چي هغه نبي کریم صلی الله علیه وسلم عظمت والا بللي ؤ هغه د مچ او غوماشي څخه زیات بې حقیقته پاته سو دا فرق یې پاته نه سو چي کوم مچ اویا غوماشه یې قتل کړه او که یې کوم مسلمان قتل کړ او د وهلو څخه علاوه د تکلیف رسولوچي څومره لاري دي چي د هغو موږذکر وکړ هغه ټول پکښي داخلي دي او هغه ټولي نبي کریم صلی الله علیه وسلم څومره غټي ګناوي بللي دي ځکه نو دې مبارک فرمايې چي د ټولو څخه زیات مفلس هغه شخص دي چي د قیامت يه ورځ د ځانه سره لویه ذخیره راوړي لیکن بالاخره دده سره یوه نیکي هم پاته نه سي د نورو ګناوي دده په عمل نامه کي پاته سي.

نن موږ د څو ظاهري عبادتونو نوم دین ایښي دي لمونځ مو وکړ روژه مو ونیول څه زکات مو ورکړ څه مو ورنه کړ وحج و عمرې لپاره مو پیسي پیدا کړي دا عبادتونه پر خپل ځای غټ نعمتونه دي لیکن دین په دغو کي مختصر نه دي ددین چي کوم علم دي چي هغه ته فقه ویل کیږي د هغه څلور حصې دي د هغه یوه حصه د عباداتوسره متعلق ده نوري درې حصې یې د حقوق العباد سره متعلق دي خو موږ حقوق العباد ددین څخه باکل خارج کړي دي د چاسره یې دا فکر نه سته چي ما کومه ګناه وکړل یاموه یوناجائز کاروکړیا مو د الله جل جلاله د ناراضه کېدو کوم کار وکړ او داچي د هغه د توبې څه شکل نه سته تر څو چي یې صاحب حق معافي ونه کړي.

د رشوتونو دوره ده خلګو ته تکلیفونه رسیږي حقوق یې لوټیږي. دا ټولي خبري د حقوق العباد سره تعلق لري د تکلیف رسولو چي کوم شیان دي هغه ټول حقوق العباد تلفوي په هر حال خبره خو ددغه حدیث لاندي پر خوله راغله لیکن ډېره مهمه خبره ده الله جل جلاله دي ماته هم د عمل توفیق راکړي و تاسوته دي هم د عمل کول توفیق درکړي او د هغه اهمیت دي الله جل جلاله دي زموږ په زړونو کي پیدا کړي

دا دین دڅو ظاهري عبادتونو نوم نه دي دا وموږ ته د یوه یوه شي په باره کي هدایت کوي الله جل جلاله دي موږ ټولو ته د عمل توفیق راکړي دا عرض موکاوه چي نن په دې دنیا کي چي ترڅوموسترګي خلاصي وي تر هغه وخته موږ ته د نېکېو قدر او قیمت نه معلومیږي ټول دولت مو همدغه روپي او پیسې ګڼلي دي چي زما سره پیسې زیاتي سي بنګله جوړه سي موټر پیدا سي بس ټولي ځغاستي او ټول فکر محور بس همدغه دي ددې نتیجه داده چي د نیکیو کوم قدر او قیمت نه سته.

د عبرت ډکه واقعه

ددې مثال بلکل داسي دي زما والد ماجد حضرت مولانا مفتي محمد شفیع قدس الله سره مفتی اعظم پاکستان الله تعالی دي ورباندي خپل فضل وکړي آمین.

خپله یوه واقعه بیان کړه څوک چي الله والا وي د هغه سره چي کومه واقعه پیښه سي هغو ورڅخه سبق اخلي خپله د کوچنیوالي واقعه بیان کړه چي په کوچنیوالي کي کله چي زه ډېر کوچنۍ وم د خپل یو ورور سره مو لوبي کولې اوپه دیوبند هندستان کي د حضرت والد رحمه الله په زمانه کي د کوچنیانو لوبې د نن سبا د کوچنیانو په شان نوي نوي لوبې خو نه وي داسي کوچني کوچني بازي وي نلان به وه د هغه څخه به یې کوچني کوچني ټوټي جوړي کړي پر هغه به کوچنیانو بازي کولي نو هغه خپل د ساتیري شي به هر کوچني د کېدا ده هر یوه شی چي به مخکي ورسیدي د هغه بل دا به یې وګاټه نو دی وایې چي یو وخت مو دغه بازي د خپل ورور سره کوله

ډېر شیان مو راوړي وه هغه ټول یې راڅخه و ګټل زما سره هیڅ پاته نه سوه دده سره دوه چنده سول ویې فرمایل: چي ما ته تر اوسه یاد دي چي ما ته دومر ه سخت غم او صدمه ورسېده او دومره مو وژړل چي د هغه څخه وروسته پر ډېر عټ نقصان راته دومره صدمه نه ده رسېدلي فرمایې چي نن چي کله فکر کوم چي پر څه دئ دومره وژړل پر کومه خبره دې دومره غم وکړ ددې معمولي او بې حقیقته شیانو پر بایللو دي دومره غم کاوه نو خندا ورباندي راسي چي څومره د بي عقلي خبره ده څومره حماقت دي بیا یې وفرمایل چي موږ خو اوس

دا فکرکوو چي هغه وخت موږ کوچنیانو ؤ عقل مو کم ؤ ځکه مو د هغه بې حقیقته شی پرر ورکېدو دومره صدقه وکړه اوس ورباندي خاندو لیکن اوس خو دا فکر کوو چي اوس خو د عقل خاوندان سره چي هغه شیان بې حقیقته وه په حقیقت کي دا روپي پیسې دا بنګلې او جائدادونه او موټران دا اصلي شی دي چي څوک یې تر لاسه کړي

لیکن فرمایې: چي کله دالله جل جلاله حضور ته په اخرت کي ورسو نو هغه وخت به راته معلومه سي چي دا ټول شیان چي موږ په دنیا کي ورباندي جنګېدو دا مځکه جائداد دا بنګلې دا موټران دا ټول داسي بې حقیقته وه لکه هغه د کوچنیوالي د ساتیري او لوبو شیان او کله څنګه چي نن هغه د کوچنیوالي و لوبو پر شیانو خندا راځي دا رنګه به هغه وخت دا حقیقت معلوم سي چي موږ جي پر جائدادونو مځکو مال او دولت جنګېدو او فخر مو پرې کاره او په دنیا کي مو داشیان دولت بللي ؤ دا حقیقتي دولت نه په حقیقت کي دولت اعمال حسنه وه چي جنت ته ومنونکي وه .

کتاب: متخب اصلاحي خطبات، علامه مفتی محمد تقي عثماني. پښتو

-------------------------------

سرچينه :- تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته