تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
صحيح معاملات
 
  July 23, 2016
  0
 
راټولوونکی: صديق الله "منيب"

صحيح معاملات

داخيستلواو ورکولوبیان:

۱- معامله: د پیسو داسي حرص مه کوه، چي د حلال او حرام فرق نه کوې. کله چي الله  تاته حلالي پیسې درکړې نومه یې بربادوه ، هرځای چي واقعي ضرورت وي په هغه ځای کښي یې مصرفوه.

۲- معامله: که څوک د مجبورۍ له امله خپل شی خرڅوي نو ده ته د مجبور په سترګه مه ګوره او د هغه شي قیمت کم مه ورته وایه یا دده سره کومک وکړه یا يې په مناسب قیمت ورڅخه واخله.
۳- معامله: که ستاپوروړی مسکین وي مه يې تنګوه وخت ورکړه، یوڅه یا ټول ورمعاف کړه.

۴-معامله:که پرتا د یو چا قرض وي اوستا سره پیسې وې، نوځنډول یې ظلم دی.
۵- معامله: ترڅو چي امکان ولري د چا څخه قرض مه اخله اوکه دي د مجبورۍ په سبب قرض واخيست، نود ادا کولوخیال یې ساته، بې پروایي مه پکښي کوه او د هر چا چي پور در باندي وي که تاته یوڅه ووايي، نوسرچپه جواب مه ورکوه اومه ناراضه کېږه.

۶- معامله: په خندا او مسخرو کښي د چا شی مه پټوه؛ ځکه هغه پرېشانه کیږي.
۷- معامله: چي په مزدور دي د مزدورۍ کار وکړې، نو دده په مزدوري ورکولو کښي کوتاهي او سستي مه کوه.

۸-معامله: د قحطۍ(کاختۍ)په ورځوکي ځیني خلک خپل کوچنیان یاپردي کوچنیان خرڅوي، نوهغه مینځي اومریان کول حرام دي.
۹- معامله: که د ډوډۍ پخولو لپاره چاته اور ورکړې،د ډوډۍ یاکتغ لپاره مالګه ورکړې دومره ثواب لري لکه دغه ټوله ډوډۍ یاکتغ، چي تا ورکړی وي.

۱۰- معامله: چاته اوبه ورکول ډېرثواب لري کوم ځای چي اوبه وي هلته د اوبو ورکول دومره ثواب لري، لکه مریی چي ازاد کړې او کوم ځای، چي اوبه لږ وي هلته دومره ثواب لري لکه مړی، چي ژوندی کړې.

۱۱- معامله: که ستا پر‌ذمه د یوچا شی وي اوغواړې چي وریې کړې، نو د درو(۳) کسانو په مخ کي یې ‌ذکر وکړه یا يې ولیکه ښايي مرګ درته راسي او پر ذمه دي د چا شی پاته نسي. 
 
حواله: بهشتي زیور جـ ۲ صـ ۹
------------------------------------ 
 
مأخذ: تعليم السلام مجله ۱۶ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته