تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
پر خپل سر د کریم استعمال
 
  January 19, 2016
  0

 پر خپل سر د کریم استعمال و پوستکي ته جدي زیان رسوي!

لیکنه: ډاکټر عبدالولي اعتماد (د پوستکي او ښکلا معالج)


د ډاکټر د مشورې پرته د روښانوونکو کریمونو استعمال د ضررناکه کېمیاوي موادو درلودونکي دي، لکه سیماب، سرب، کورتیکوستروید..... چي په لومړیو کي پوستکى روښانه او سپینه وي او وروسته د لاندي ستونزو لامل ګرځي:
۱: د پوستکي نازکېدل 
۲: د پوستکي معتاد کېدل
۳: پر مخ د کوچنیو رګونو پیدا کېدل
۴: د مخ سور والی او ګرمېدل
۵: د اضافه وریښتانو منځته راتلل
۶: د ځوانېدانو پېداکېدل.

که چېري تاسي دا ډول کریمونه استعمال کړي وي او منفي تاثیراتو ته یې متوجه سوي یاست، نو د دوستانو سره یې هم شریک کړی چي هغوی په اخته نه سي.

ددې مطلب شریکول کولای سي ډیرو کسانو ته روغتیا ور وبخښي، تاسي یې هم د ثواب او روغتیا بخښلو په خاطر له ملګرو سره شریک کړئ!
 
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
نوري روغتیايي لیکني
 

 

سرته