تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دعشق اذان
 
  January 12, 2016
  0

محمد هاشم ذاکر "مهاجر"

دعشق اذان

 

دا د سرو وینو طوفان دی که په ځمــــــــکه زلزله ده

یا دکوم غـــازي له خولې نه، دتکبیر خوږه نعره ده


دشفق له غـــــــــــېږې اوري په شیبو داور بڅــــــــــــري

دا د چـــــــــــــا د زړه په وینو، د افق لمنـــــــــــه ســــره ده 

 

 

بیا دجـــــــــام له منارې دشهید شوي عشق آذان دی

مســـــــافر لالـــــــــي وهلې ،بیـــــا دمیــــــــــنې نغاره ده

  

دبلاوو سینـــــــې ډکـــــــي شوې د مرګ له خنجرونو

که د تـــــــــــــورو په بریښناکي، لیونۍ دکفر شپه ده

  

د لیندو ستوني تشـــــــیږي د زلمو غــــــــــــشو له واره

دغلــــــــــــــیم په سر قیامت دی، څه عجیبه ننداره ده

  

سپیـــن ایمان په جوش راغلی سوځوي د کفر ځالي

د یرغل پښــې یې پخې کړې، جوړه ټکنده غرمه ده

  

د  شیـــــــطان له سره وختې ذاکره شــــــــــــــنې لوخړي

د افغان غولی له قهره ،ســـــــره تبۍ ده سره لمبه ده

  

--------------------------

مأخذ: تعليم الاسلام مجله ۱۴ ګڼه

 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته