تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د لمانځه ښکلي محاسبه
  تعلیم الاسلام
  November 19, 2015
  0

 د لمانځه محاسبه

لیکنه: علی الله متوکل الرحمن 
 
کچیري موږ و یو چاته دعوت ورکړو خو هغه رانسي نو موږ به خواشیني او ځني ناراضه سو. ایا دا فکر دي کړی چي الله رب العلمین موږ د ورځي پنځه ځله و لمانځه ته دعوته وي، مګر موږ د الله وکور ته نه ورځو. ولي؟ الله جل شانه له موږ څخه پدي نه ناراضه کیږي؟؟؟
 
ایا په دي پوهیږي چي د یوه وخت لمونځ په جماعت سره څومره وخت نیسي؟
 
د سهار لمونځ ۶ دقیقي، د ماپښین لمونځ ۱۵ دقیقي، د ماذدیګر لمونځ ۶ دقیقي، د ماښام لمونځ ۸ دقیقي او د ماخستن لمونځ ۱۵ دقیقي چي ټول ټال ۵۰ دقیقي کیږي.
 
یوه ورځ ۲۴ ساعته ده، چي ۱۴۴۰ دقیقي کیږي. ایا د ۱۴۴۰ دقیقو څخه ۵۰ دقیقي و لمانځه ته ورکول ډیري دي؟
 نه هیڅکله هم نه ځکه دا ستاسي د ټولي ورځي یوازي ۴٪ کیږي.
 
نو راځی په بیړه سره د هر وخت لمونځ په خپل وخت سره ادا کړو، نور کارونه د الله جل شانه د رضا په خاطر تر شا پریږدو ځکه لمونځ د الله رب العزت لخوا پور و ګڼی او دا پور و هغه ورځي ته مه پریږدی چي بیا یي ادا کیدل ناممکنه وي. 
 
او نورو ته به هم هدایت وکړو ځکه د نیکی و طرف ته دعوت کوونکی داسي دی لکه خپله نیکي کوونکی.
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته