تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسلامي دعوت طریقه
 
  November 15, 2015
  0
رالېږونکې: ح. نوري/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

اسلامي شريعت د اسلامي دعوت د پاره لاندې طريقې او قواعد ښوولي دي :

۱- د الله تعالی د دين طرف ته دعوت به په حکمت او ښه پند سره وي .
 
لقوله سبحانه وتعالی : (ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ ). (سورت النحل ،ایت ۱۲۵)
ژباړه : (خلکو ته ) د خپل رب لارې ته په حکمت او ښه پند بلنه ورکړه  .

۲- د هغوی سره په ښه شان په دليل بحث کول .
 
لقوله سبحانه وتعالی :(وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَن) . 
ژباړه : او د دوی سره په هغه توګه چې تر ټولو لارو ښه ده خبرې اترې وکړه  .    
     
 وقال تعالى:( وَلا تُجَادِلُوا أَهْلَ الْكِتَابِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ) . 
ژباړه: او اهل کتابو سره له غورې لارې پرته بحث او جدال مه کوئ  .

۳- د هغوی په اذيت او آزار باندې صبر کول :
 
قال تعالى:  (وَاصْبِرْ عَلَى مَا يَقُولُونَ وَاهْجُرْهُمْ هَجْراً جَمِيلاً) . 
ژباړه : او په هغه څه چې دوی وايي زغم وکړه او په ښه شان له دوی ځان لرې وساته  

۴- د ناهیلې او مايوسي نه ځان ساتل او هغوی ته د اصلاح او هدايت دعا کول :
 
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ رضی الله عنه قَالَ: كَأَنِّي أَنْظُرُ إِلَى النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم يَحْكِي نَبِيًّا مِنَ الأنْبِيَاءِ ضَرَبَهُ قَوْمُهُ فَأَدْمَوْهُ، وَهُوَ يَمْسَحُ الدَّمَ عَنْ وَجْهِهِ، وَيَقُولُ: «اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِقَوْمِي فَإِنَّهُمْ لا يَعْلَمُونَ» . 

ژباړه : عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه وايي : ګواګې همدا اوس نبی کريم صلی الله عليه وسلم وينم : چې د يو پيغمبر قصه يې کوله چې خپل قوم يې وهلی او په وينو لړلی وو او هغه په داسې حال چې څهرې څخه يې وينې پاکولې وايي : ای الله ! زما قوم وبخښي ځکه چې هغوی نه پوهيږي .

۵- د شرعي علم حاصلول: هغه داعي چې کفارو ته دعوت ورکوي بايد دومره علم ولري چې د کفارو د شبهاتو او دلائلو ځواب په ښه شان د اسلامي شريعت موافق ورکړي ، که خپله يې دا کار په توان کې نه وي دا موضوع دې له نورو ديني علماؤ او نورو اسلامي سايتونو سره شريکه کړي.

الله تعالی فرمایی : (قُلْ هَـذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ) .  
ژباړه : ووايه دغه لاره زما ده چې خلق بولم د الله طرف ته په بصيرت ( علم او ښکاره بيان  )  .

۶- غير مسلمو ته د اسلام ښکاره کول او تمثيل يې په ښه سلوک او تعامل ، تقوی او امانت دارۍ سره ، ډير کسان چې مسلمان شوي دي يا مسلمانيږي هغوی د مسلمان د ښه سلوک ، امانت دارۍ ، انصاف ، عدالت ښې معاملې جذب کړي او د هغه د ښو اعمال تر تأثير لاندې راغلی او بيا يې د اسلام دين ته مخ کړې ده .

قال تعالى: (وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوا وَكَانُوا بِآياتِنَا يُوقِنُونَ) . 
ژباړه : او کله چې هغوی زغم وکړ او زمونږ پر آيتونو يې باور وکړ ، په هغوی کې مو داسې لارښوونکي پيدا کړل چې زمونږ په امر يې لارښوونه کوله  .(سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه)
 
دعوت
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته