تازه سرليکونه
د (فتوا زکات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- د پلار څخه په پټه د زکات پيسې
 
  November 23, 2011
  0

سوال: زه د پلار څخه د زکات پيسې د يوې کونډي په نامه اخلم خو و هغي کونډي ته یې نه ورکوم چي د هغي لپاره مي د پلار څخه د زکات پیسې اخیستي دي بلکي د هغې پر ځای یې و نورو مسکینانو ته ورکوم ایا دا ډول کار زما د پاره جائز دی او که نه ؟

د سوال کونکي نوم: يوه خورکۍ

 ځواب: دا ډول کار جایز نه دئ ځکه وکیل باید زکات و هغه نفر ته ورسوي ،چي د زکات ورکونکي لخوا ورته ټاکل سوی وي که بل چا ته یې ورکړي دا د ده خپل خیرات سو د زکات د پیسو مالک ته به یې تاوان ورکوي البته که زکات ورکونکی وکیل ته اختیار ورکړي، چي ته پوه سوې  هر مستحق ته چي یې ورکوي ورکولای یې سي دلته بیا وکیل کولای سي و هر مستحق ته چي یې ور کړي تر داسي اندازي که وکیل مسکین وي خپل ځان ته یې لا هم را ګرځولای سي.څوک چي خپل زکات د بل په ذریعه مستحقینو ته ورکوي دا د فقهي په اصطلاح کي توکیل دی. یعني د پیسو مالک د خپل زکات د ادایني لپاره بل نفر خپل وکیل ټاکي .د وکالت  لپاره دا یوه عامه قاعده ده ،چي وکیل د وکالت پر بنسټ هغه څه کولای سي، چي د خپل موکل یعني هغه چا لخوا، چي دی یې خپل وکیل ټاکلی دی اجازه او اختیار ورکول سوی وي .

وکیل که د ورکول سوي اختیاراتو څخه دباندي څه تصرف کوي هغه په موکل پوري اړه نه لري بلکي دا د وکیل د خپل ځان لپاره کار او معامله بلل کېږي البته ځيني دا ډول کارونه سته که هغه وکیل پر خپل سر وکړي هغه د موکل پر اجازه  موقوفیږي که موکل دا کړنه د ځان د پاره ومني ور صحیح یې کړي نو بیا د موکل په حق کي صحت پیدا کوي .وکیل ته که عامه اجازه ورکول سوې وي نو د خپل موکل زکات خپل زوی لره هم ورکولای سي په دې شرط چي زوی یې بالغ او د زکات مستحق وي او که زوی یې نا بالغه وي هغه ته یې په هغه صورت کي ورکولای سي ، چي وکیل پخپله مسکین وي ځکه که وکیل غني وي نو د غني ، نابالغه اولادونو ته زکات نه ورکول کېږي ځکه نابالغه د پلار د شتمنۍ په سبب شتمن ګڼل کېږي په ردالمحتار کي د همدې مطلب د بیانولو څخه وروسته وایي :  وَهَذَا حَيْثُ لَمْ يَأْمُرْهُ بِالدَّفْعِ إلَى مُعَيَّنٍ ؛ إذْ لَوْ خَالَفَ فَفِيهِ قَوْلَانِ حَكَاهُمَا فِي الْقُنْيَةِ . ژباړه :دا په هغه صورت کي ،چي موکل وکیل ته یو ټاکلی نفر ښوولی نه وي،چي د ده زکات و هغه کس ته ورکړي ، که موکل نفر ورته وټاکي، چي فلانکي نفر ته دا زکات ورکړه خو وکیل یې بل چا ته  ورکړي دلته دوه قولونه په قنیه کي رانقل سوي دي . لومړی قول : وَذَكَرَ فِي الْبَحْرِ أَنَّ الْقَوَاعِدَ تَشْهَدُ لِلْقَوْلِ بِأَنَّهُ لَا يَضْمَنُ لِقَوْلِهِمْ : لَوْ نَذَرَ التَّصَدُّقَ عَلَى فُلَانٍ لَهُ أَنْ يَتَصَدَّقَ عَلَى غَيْرِهِ .

ژباړه: په بحر کي همدا د زکات مسئله پر نذر قیاس سوې ده هغه دا، چي که څوک و یو ټاکلي نفر ته د صدقې ورکولو نذر پر ځان لازم کړي او بیا دا صدقه هغه ته ور نه کړي بلکي بل نفر ته یې ورکړي بیا یې هم نذر اداء کېږي د نذر اېښونکي غاړي خلاصيږي نو وکیل که د موکل زکات و هغه ټاکل سوي نفر ته ور نه کړي ، چي موکل د هغه د پاره زکات ورکړی دی بلکي پر خپل سر یې بل چا ته ورکړي دلته هم دا د موکل په زکات کی شمېرل کېږي پر وکیل یې تاوان نه راځي .  خو ابن عابدین دا قیاس د ګوت نیوني وړ بللی دی ځکه، چي په نذر کي اصلي مقصد د صدقې په ورکولو سره تقرب حاصلول دي نو، ځکه په نذر کي که وخت ، ځای ، درهم او فقیر و ټاکل سي هغو لره اعتبار نه ورکول کېږي و هر فقیر ته که د ټاکلي نوع صدقې څخه پرته بله صدقه په هر وخت او په هر ځای کي ورکړي د نذرڅخه یې غاړي په خلاصېږي .  وَهُنَا الْوَكِيلُ إنَّمَا يَسْتَفِيدُ التَّصَرُّفَ مِنْ الْمُوَكِّلِ وَقَدْ أَمَرَهُ بِالدَّفْعِ إلَى فُلَانٍ فَلَا يَمْلِكُ الدَّفْعَ إلَى غَيْرِهِ كَمَا لَوْ أَوْصَى لِزَيْدٍ بِكَذَا لَيْسَ لِلْوَصِيِّ الدَّفْعُ إلَى غَيْرِهِ فَتَأَمَّلْ

.ژباړه: دلته د زکات په مسئله کي وکیل د تصرف واک د خپل موکل څخه تر لاسه کوي هغه وکیل ته امر کړی دئ، چي پلانکي ته یې ورکړه نو وکیل نسي کولای ،چي بل چا ته یې ورکړي لکه څه ډول، چي څوک وصیت وکړي چي مثلا زید ته زما د دریمي څخه دومره ورکړئ نو وصي نه سي کولای چي د زید پر ځای یې و بل چا ته ورکړي . نو ځکه که وکیل د خپل موکل د امر څخه مخالفت وکړي د هغه زکات و هغه چا ته ور نه کړي ،چي هغه یې ورته د ورکولو امر کړی دئ بلکي پر خپل سر یې بل چا ته ورکړي دا د وکیل د خپل مال څخه خیرات شمېرل کېږي موکل ته به یې تاوان ورکوي . د نبي کریم  صلی الله علیه وسلم د وینا څخه هم ددې وروستي قول تائيد څرګندېږي   .امام بخاري د أَبِو مُوسَى  رضي الله عنه څخه روایت را نقل کړی دئ وایي : النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فرمایلی دي : الْخَازِنُ الْأَمِينُ الَّذِي يُنْفِقُ وَرُبَّمَا قَالَ الَّذِي يُعْطِي مَا أُمِرَ بِهِ كَامِلًا مُوَفَّرًا طَيِّبًا نَفْسُهُ إِلَى الَّذِي أُمِرَ بِهِ أَحَدُ الْمُتَصَدِّقَيْنِ . 

ژباړه : د صدقې رسولو امین کس  ،چي صدقه په څه ډول چي امر ورته سوی وي په پوره او بشپړ ډول په ښه زړه او پېرزوینه و هغه چا ته ورکوي کوم ،چي د صدقې د ورکونکي لخوا ور ته امر سوی وي ،چي هغه ته یې ورکړي یو د خیرات ورکونکو څخه دی .  د حدیث مقصد دا دی لکه څه ډول چي الله جل جلاله  د صدقې ورکونکي ته ثواب ورکوي همدا راز الله جل جلاله  هغه چا ته هم د صدقې او خیرات ثواب ورکوي کوم ،چي د بل زکات او خیرات تر مسکینانو پوري رسوي خو د دې ثواب لاس ته راوړني د پاره شرط دا دی چي خازن چي د بل خیرات تر نورو رسوي په دې دنده کي امین و اوسي او په ښه زړه او په کامل او بشپړ ډول یې تر هغه مسکین پوري ورسوي چي د خیرات ورکونکي لخوا ورته ښودل سوئ وي چي زکات او خیرات زما لخوا و پلانـکي نفر ته ورسوه

د تعلیم الاسلام مجلې د دريمي ګڼې څخه

سرته