تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مرتد حکم د څلورو امامانو رح له نظره
 
  October 11, 2015
  0
د مرتد حکم د څلورو امامانو رحمة الله عليهم په نظر
لیکنه: عبدالغفار جبیر
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
۱: حضرت امام ابوحنيفه رحمة الله عليه:
ويعرض علی المرتد حرا  کان اوعبدا الاسلام فان ابي قتل .(جامع صغیر امام محمد، مخ ۸۷)
ومرتد ته باید اسلام وړاندې سي که هغه غلام وي او که ازاد او که یي انکار وکي نو و دي وژل سي.

۲: حضرت امام مالک رحمة الله عليه:
زما عمل دا دی لکه د حضرت عمر رضي الله عنه عمل درې ورځې دي مهلت ورکول سي که یې توبه ونه ایسته نو قتل دي سي. (شفاء وغیره)

۳: حضرت امام شافعي رحمة الله عليه:
د امام شافعي رحمة الله څخه دوه روایته نقل دي یو دا چې که مرتد توبه ونه ایسته نو فورِاً دي قتل سي او بل روایت دا دی چي درې ورځي دي مهلت ورکړل سي . (شفاء، ص۲۴۸)

۴: حضرت امام احمد بن حنبل رحمة الله عليه:
د امام احمد بن حنبل رحمة الله علیه هم دا قول دی.
(جواهرالفقه،ټوک :شپږم، مخ ۱۳۱- ۱۴۷)، مؤلف: علامه مفتي محمد شفیع رحمة الله علیه 

د مرتد وژل ولي روا دي ؟

اسلام د ژوند یوه مکمله ضابطه ده، د ژوند یو کامل لارښود دی دا چې یو څوک پخپله خوښه سره اسلام قبول کړي او ددې لوی الهي نعمت څخه برخمن سي بیا ورته اجازه نسته چي د اسلام د سپیڅلې دا یرې څخه ووځي او هر هغه څوک چې له اسلامه ووځي هغه باغي دی، چې په نړیواله سطحه سره هغه څوک چې د دولت یاغي سي حکومت هغه وژنې دا یوه نړیواله فرضیه ده. 

 د مرتد د وژلو فقهې ثبوت 
قد اتفق الائمة علی ان من ارتد عن الاسلام وجب قتله وعلی ان قتل الزندیق واجب وهوالذی یسر الکفر و یتظاهر بالاسلام وعلی انه اذا ارتدا هل بلد قوتلوا وصارت اموالهم غنیمة. (المیزان الکبری: ۲/ ۱۷۱)
 
ژباړه: د امامانو و پردې باندي اتفاق دی چي د مرتد او د زندیق وژل واجب دي، زندیق هغه څوک دی چې په ښکاره اسلام ښکاره کوي او په باطن کي کافر وي ، د امامانو و پردې باندې هم اتفاق دی که چيري یوه علاقه مرتده سي نو هغه ټول دي ووژل سي، او د دوی مالونه غنیمت دي.(قاموس الفقه، ټوک دوهم، مخ۷۴- ۷۶)، مؤلف: مولانا خالد سیف الله رحمانې رحمه الله

نتيجه:
 
۱: هرهغه څوک چې مسلمان وي او د اسلام څخه ووځي هغه که عیسایي سي ، یهودي سي، لا دینه سي، قایداني سي او نور... دا مرتد دی .
۲: هرهغه څوک چې د نبوت دعوه وکړي هغه د امت مسلمه په اتفاق سره مرتد دی.
۳: هغه څوک چي په ظاهره ځان مسلمان ښکاره کوي اوپه باطن کي کافر وي هغه زندیق دی.
۴: په اسلامي شریعت کي مرتد او زندیق واجب القتل دي، اومالونه یی غنیمت دي.

راروانه لیکنه:
د مرتد د قتل څخه څوک منکر دي؟
 
د مرتد په اړه نور معلومات
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته