تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خولې د جوف او غاښونو ناروغۍ
 
  August 11, 2015
  0

 د خولې د جوف او غاښونو ناروغۍ DENTAL AND ORAL CONDITION

راليږونکې :قابله بي بي اسيه سحر، کندهار


د خولې د جوف او غاښونو د پنځو ناروغيو په اړه بحث سوى په هغو کې کريس ( چينجي خوړل ) د ورۍ التهاب ، د پيريو دونتيت، ابسه او د خولې کانديديازيس شامل دي .

تشريح
د خولې جوف د ځانګړو نسجونو لکه د خولې مخاطي پوښ ، د ورۍ مخاطي پوښ ، هډوکي ، غاښونو او د غاښونو چاپيره جوړښتونو څخه جوړ سوى دى.

ددې نسجونو التهاب  انتان کيداى سي د سلوليت ، ابسه د موضعي يا پراخ تخريب ا و د هډوکو او غاښونو  د له منځه تللو لامل سي.

•       د غاښونو کريس (Dental Caries )  :  د غاښ د عاج يا مينا موضعي تخريب دى چې کيداى سي د موضعي انتان د غاښ د له منځه تللو لامل سي.
 
•       د ورۍ التهاب  ( Gingivitis) : د ورۍ التهاب يوه مزمنه پروسه ده چې کيداى سي  د غاښونو له شا او خوا څخه د وريو د جلاکيدو لامل سي. د ورۍ نکروزي حاد التهاب يو غير ساري انتان دي چې د سخت درد او د ورۍ او د هغه د شا او خوا نسجونو د چټک تخريب لامل کيږي.
 
•       د غاښ د محيط التهاب (Periodontitis )   : يو انتاني ناروغي ده چې د غاښونو د تقويتي نسجونو د التهاب لامل کيږي چي په پرمختللې بڼه کيداى سي د هډوکو له منځه تلو او د غاښو د خوريدلو او يا له منځه تللو لامل سي.
 
•       ابسه  Abscess) ): د قيح ټوليدل چې موضعي يا خپريدونکى وي چې کيداى سي سره يا پرته له  Cellulitis  څخه وي. زياتره موضعي ابسه د غاښونو د ورستيدو او د ورۍ د ناروغيو له امله پيدا کيږي .ځينې وخت انتان په چټکۍ محيطي نسجونو او د عنق او وجهي صفاق ته خپور سي چې کيداى سي د ژوند ګواښونکى وي .
 
•       د خولې د کانديديازيس ( Oral Candidiasis ) : يو فنګسى انتان دى چه اکثرا د کانديداالبيکانس په واسطه رامنځ ته کيږى او ژبه او د خولى د جوف مخاطى پوښ مصابولاى سي.
زياتره په هغو ناروغانو کې ليدل کيږي چې د لاندنيو ناروغيو ( لکه د شکرې ناروغي ، ايډز او نوري مزمنې ناروغۍ ) خوارځواکي او د درملو د کارولو ( لکه د انتي بيوتيکونو اسيستميکو ستروئيدونو اخيستل )  له امله ټيټ معافيت لري.

تشخيص

•       د غاښونو کريس (Dental Caries ) 
 
    د غاښونو کريس زياتره له يوه حساس سپين داغ سره پيليږي چې وروسته د يو تور رنګه سوري په بڼه د غاښ په سطحه کي پرمختګ کوي چې له سړو او تودو خوړو سره د مستقيم تماس پر وړاندې درد کوي.
 
   د غاښ تخريب کولاي سي چې له اختلاطي ابسې او انتان سره وي چې ناروغ کيداى سي دوامداره درد ولري او د ورۍ له موضعي پړسوب او قيح سره يو ځاى وي.

      دورۍ التهاب  ( Gingivitis)

__ د ورۍ مزمن او غير اختلاطي التهاب
•       ورو پيل
•       کيداى سي د ورۍ په ساحه کې خفيف موضعي او يا په ساحه کې په پراخه بڼه درد شتون ولري.
•       ورۍ په روښانه بڼه سره ښکاري ( نورماله ورۍ په روښانه ګلابي بڼه ښکاري) او کيداى سي له غاښونو څخه جلاسي.

__ حاد او يا تحت حاد:

   ناڅاپه پيل
   درد لرونکې ورۍ
   کيداى سي وينه راتلنه په خپل سر په وريو کې شتون ولري.
   کيداى سي ابري رنګه پرده ورۍ وپوښوي.
   کيداى سي د خولې له بد بوي سره يو ځاى وي.
   د غاښ د محيط التهاب( Periodontitis)  
o     کيداى سي موضعي يا عمومي وي .
o     د ورۍ رنګ سور يا ارغواني وي .
o     له ورۍ څخه د غاښ جلا کيدل د غاښونو له شوريدو یا سستوالى سره .
o     کيداى سي د غاښ د له منځه تلو او د هډوکي د موضعي تخريب لامل سي.

__  ابسه ( Abscess)
o     د ژورې ساحې انتان چې کيداى سي مو ضعي وي ، پړسوب ، قيح يا دواړه غاښونه زيانمنوى او د ورۍ موضعي درد او پړسوب شتون لري.
o     کيداى سي چې ابسي عمومي او خپوريدونکى وي.
   خپريدونکى يا منتشر درد
   د جلد او نرم نسجونو پړسوب ، کيداى سي Cellulitis   هم زيات وي.
 
که ناروغ پر اخه انتان ولري چې ژورو نسجونو ته يي نفوذ کړى وي په دي صورت کې کيداى سي يوه عاجله جراحي پيښه وي چې بايد ناروغ سمبال روغتيايي مرکز ته واستول سي.

د خولې کانديديازس ( Oral Candidiasis )   
 
o     د شيدو په سپين رنګ لکي (Patches)   چې په ژبه او د خولې په مخاطي پردو نښتى وي چې کيداى سي و متوسطه فشار په وسيله وتوږول سي چې قاعده يي سوروالى لري.
o     کيداى سي چې په خوله کې د سوزيدو احساس يا د خفيف درد لامل سي.
o     کيداى سي په خوړو او د مور په شيدو سره په تغذيه کې د ستونزو لامل سي.
 
درملنه
          ددې پورته پنځو ناروغيو ددرملنې تر ټولو مهم اړخ د انتان د خپريدو پيژندنه ده چې کيداي سي يوه عاجله پيښه تشکيل کړي. د درملنې موخې ، د درد او انتان له منځه وړل او دمل ناروغيو او لاملونو درملنه ده .

   د خولې د جوف مينځل د ورځې څلور ځله د پنځو ورځو لپاره د پنځو پورته ټولو ناروغيو لپاره تجويز او لارښونه وکړئ.
o     دوه قاشغې مالګه  ( يا د مالګې ډيره کمه اندازه ) په يو ګيلاس تودو اوبو کې چې مخکې جوش ورکړل سوى وي .
o     يو ارامونکې يا ددرد ضد درمل تجويز کړئ.
o     پراستامول ټابليټ
o     د انتانانتو د له منځه وړلو لپاره لکه د غاښ ابسه د ورۍ حاد التهاب ، انتي بيوتيک تجويز کړئ.

o     (Penicillin) Phenoxymethyl   penicillin  د اوو ورځو لپاره  په سټندرد دوز سره .

   ماشومان: د بدن د وزن پر هر کيلو ګرام ١٠ – ١٥ ميلي ګرامه پر دوز په هرو شپږو ساعتونو کې +
   لويان: ٥٠٠ ميلى ګرامه له هر شپږو ساعتونو وروسته.
o     د هغو ناروغانو لپاره چې د penicillin په وړاندي حساسيت لري، Erythromycin  او Metronidazole  پر ځاى تجويز کړئ. ( د سټندرډ دوز مطابق )
o     ماشومان :  Erythromycin  ١٠ – ١٥ ميلى ګرامه د بدن پر هر کيلو ګرامه وزن يو دوز هر شپږ ساعته وروسته سو ځاي له  ٧.٥ ميلى ګرامه د بدن پر يو کيلو ګرام وزن Metronidazole سره هر ٨ ساعته وروسته  داوو ورځو لپاره .

   لويان :  Erythromycin  ٥٠٠ ميلى ګرامه ټابليټونه هر شپږ ساعته وروسته له  ٤٠٠ ميلي ګرامه  Metronidazole ټابليټونو سره هر ٨  ساعته وروسته د اوو ورځو لپاره .
--- دفنګسي ضد يو مينځونکى درمل د خولې د کانديديازس لپاره تجويز کړئ.
o     ماشومان : د Nystatin   قطره  ( IU/ml ١٠٠٠٠٠ ) ٠.٥ ميلى ليتره په موضعي توګه له هر ځل د تغذيي وروسته د لسو ورځو لپاره .
o     لويان: د زبيښلو  Nystatin  هر شپږ ساعته وروسته د لسو ورځو لپاره هر ورځ دي يو ټابليټ وزبيښل سي. د هغه د بديل په توګه ناروغ کولاى سي له  Nystatin قطرې ( IU/ml ١٠٠٠٠٠ ) ٠د ٣ ملي په مقدار په موضعي توګه د اوو ورځو لپاره ، هر اته ساعته وروسته وکاروي.

ليږدول
•       د موضعي او خپريدونکى ابسي د شتون د شواهدو د ارزونې د ريناژ لپاره ، د غاښ ويستلو او يا دواړو لپاره .
•       د غاښونو د کريس د شتوالي شواهد، د غاښ د ډک کولو يا ويستلو لپاره.
•       د ښه کيدو نشتوالى، نا مشخصه تشخيص يا دواړه .
خپريدونکې ابسه او د غاړې او مخ Cellulitis  يوه عاجله جراحي پيښه ده ځکه کيداى سي د هوايي لارو د خطر سره د مواجه کيدو او د Sepsis  لامل سي چې په دې صورت کې د ناروغ سملاسي رجعت ورکولو ته اړتيا ده .

وقايه
•       د خولې د جوف  د ښې روغتيا ساتنې په موخه له مسواک او د غاښو له بورس ، د غاښونو د فولورايد لرونکي کريم او نرمو بورسونو څخه استفاده وکړئ  ، که شونې وي ، له غذا خوړولو وروسته يي وکاروي.
•       د امکان په صورت کې غوره ده د غاښ له تاره څخه استفاده وکړئ.
•       که شونې وي د غاښ روتينه څارنه دي اجرا سي.
•       ډيري موي او سابه دي وخورئ.
•       د ورئ يا غاښ د درد په صورت کې لومړنئ ارزونه وکړئ.
•       د نسوارو او تنباکو له کارولو څخه ډډه وکړئ.
•       له بورې ، خو ږو خوړو او نورو خوږو شيانو کارونه محدود کړئ.

د ناروغ لپاره لارښونې
 
•        په خپلو غاښونو د سختو خوړو يا د نورو سختو شيانو له ماتولو مخنيوى وکړئ.
•       د ډيرو تودو يا ډيرو سړو مايعاتو له څښلو څخه مخنيوي وکړئ.
•       د قندي موادو يا د خوږو خوړو له استفادې څخه وروسته لږ څه تاوده مايعات له شکرې پرته و څښئ.
 
داچه په پورتني وقايه کي دمسواک يادونه هم سويده نو دلته مسواک هم دساينس دنظره څيړل سوي دي:
 
مسواک او نوی ساينس
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته