تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حوصلې التهابي ناروغۍ PID
 
  August 3, 2015
  0

 د حوصلې التهابي ناروغۍ PID Pelvic Inflammatory Disease 

راليږونکي : قابله بي بي اسيه سحر ، کندهار

تشريح
 
دحوصلې التهابي ناروغۍ (PID ) د ميرمنو د پورتني تناسلي دستګاه د انتاناتو لپاره يوه عامه اصطلاح ده ( يعنې د رحم پوښښ ، تغيرى ټپونه ، تخمدان او يا د حوصلې له درد، درد لرونکو مياشتنيو دورو او د جنسي اړيکې پر مهال درد) وي.
 
PID  کيداى سي د جنسي اړيکو له لارې منتقل سي ، چې د ښکتنيو تناسلي لارو د مايکرو ارګانيزمونو او يا د جنسي اړيکو له لارې ليږديدونکي انتان يا  (STIs   ) پوري اړوند اورګانيزمونو ( لکه غير هوازي باکتريا ګانې ، سوزاک ، کلاميډيا) او يا له ولادت يا جنين له سقط څخه وروسته رامنځته سوي انتان له امله منځ ته راځي. PID کيداى سي د اختلاطي پريتونيت ، ابسې، سپتيسمي ، د حوصلې د مزمنو دردونو ، له رحم څخه بهر د اميندواره کيدو د خطر د زياتوالي يا شنډ توب لامل سي .
 
تشخيص
 
د حوصلې په التهابي ناروغيو زياتره اخته ميرمنې يا دا چي هيڅ ډول اعراض يا علايم نلري او يا درملنه نه کوي .ځينې ناروغان کيداى سي لاندي نښې وښيي:
 
د نس په  لاندنۍ برخه او د حوصلې په برخو کې درد يا حساسيت چې کيداى سي له تبې ، تودوالي يا کانګو سره مل وي .
د مهبل يا د رحم له غاړې څخه له غير نورمال بوي او رنګ سره افرازات.
د مياشتني عادت کرامپونه.
د مياشتني عادت نامنظمه وينه راتلنه.
ستونزمن ادرار کول يا درد لرونکي ادرار.
د جنسي اړيکي پر مهال درد (Dyspareunia ).
 
که لاندنۍ علايم د پورته اعراضو د يوه يا زياتو سره مل وي د انتان احتمال شتون لري.
 
د رحم د غاړې خوزيدونکى درد.
د ادنيکس حساسيت.
د ادينکس يا حوصلې کتلې (د ټيوبونو او تخمدانيو ابسي).
PID  بايد په لاندي ناروغانو کې رد سي:
له رحم څخه بهر څيري سوى حمل (٩.٦ برخه له رحم څخه بهر حمل دي مطالعه سي).
د کولمو التهاب يا ابسه .
پريتونيت.
اپنديسيت.
د تخمدان د سيست تورژن (تاويدل) يا څيريدل ( ٢. ١٦  برخه  د نس حاد درد  دې مطالعه سي).
 
درملنه 
 
د درملو پرته درملنه 
 
ناروغ دې د اميندواري له پلوه معاينه سي .د مياشتني عادت تاريخچه اخيستل ، په ادرار کې د اميندواري د ټسټ تر سره کول.
ټولې اميندواري ناروغانې چه د حوصلې درد لري بايد د ميندواري د اختلاطاتو او يا د اميدوارى په دوران کي PID د ارزونې لپاره دي وليږدول سي.
 
ناروغانې له ولادت وروسته کيداى سي د مل يا پلاسنتا احتباس او يا د ولادت نور اختلاطات ولري.
 
که چيري لوپ يا IUD  يا د رحم په داخل کې اله ولري ، هغه لرې کړئ.
ديهايدريشن برابول او د بدن د اوبو د له لاسه ورکولو او د ديهايدريشن مخنيوى.
د جنسي اړيکو له لاري ليږديدونکي انتان يا (STIs ) د شواهدو ارزول ( لکه کانديديا زيس، مهبلي التهاب ، يا تناسلي ټپونه او يا زخي).
 
د درملو په وسيله درملنه 
 
     خفيف حالتونه د خولې له لارې د انتي بيوتيکونو په وسيله تر درملنې لاندې ونيسئ. شديد موارد يې د IV يا د وريد داخل د لارې تر درملنې لاندې ونيسئ او ناروغ روغتون ته وليږدوئ.
 
انتي بيوتيک تجويز کړ‎ئ.
Doxycycline  ( ١٠٠ ميلى ګرامه کپسول) د معياري دوز مطابق.
پاملرنه :- Doxycycline دې اميد واره او شيدو ورکوونکو ميرمنو ته تجويز نسي.
 
له
    _ Metronidazole  ٥٠٠ -  ٤٠٠ ميلى ګرامه هر اته ساعته وروسته لس ورځې.
د اړتيا په صورت کې د تبې او درد ضد درمل:
    _ Paracetamol   د معياري دوز مطابق.
 
 
ليږدول 
 
ټولې اميندواري ( مشکوکې) ،له ولادت وروسته ، يا له سقط وروسته ناروغې .
هغه ميرمنې چې شديده ناروغي لري يا هغوى چې د خولې له لارې د درملو اخيستل نسي زغملاى.
هغه ناروغانې چې د مهبل له لارې غير طبيعي وينې راتلی لري.
هغه ناروغان چې لوړه تبه ( له  ٣٩  درجې سانتي ګراد څخه لوړه ) يا سپتيسميا لري.
د حوصلې په ابسې يا پريتونيت شکمنيدل – د جراحي مشورو لپاره .
په هر وخت کې د اعراضو او علايمو پرمختګ او يا د ٤٨ ساعتونو په ترڅ کې د خولې له لارې د درملنې له پيل څخه وروسته نه روغيدل.
وقايه 
د جنسي اړيکې له لارې د ليږديدونکو انتاناتو (STIs)  د خپريدو په اړه او له کانډم څخه د ګټې اخيستنې د ټينګارپه اړه دي ناروغ ته لارښونه وسي.
ناروغ ته دي لارښونه وسي چې د تعقيبولو لپاره دي مراجعه وکړي. که چيرې له ٤٨ ساعته درملنې څخه وروسته هيڅ ډول ښه والى نه وو رامنځته سوى ناروغ روغتون ته وليږدوئ.
ناروغ ته دې لار ښونه وسي څو د روغيدو څخه د ډاډ لپاره د درملنې د دورې په پاي کې او دانتاناتو له مينځه تلو څخه د ډاډ په موخه له درملنې څخه څلور اونئ وروسته کلينيک ته مراجعه وکړي.
ميرمنې ته توصيه وکړئ څو د هغه خاوند هم تر درملنې لاندې ونيول سي .
 
د ميرمنې خاوند ته لاندې درمل تجويز کړئ:

_ Ciprofloxacin ٥٠٠ ميلى ګرامه واحد دوز .
له 
             _ Doxycycline  ١٠٠ ميلى ګرامه هر ١٢ ساعته وروسته د اوو ورځو لپاره.
له ناروغ سره دې د درملنې د تعقيبولو ، دجنسي اړيکې (STIs ) له لارې د ليږديدونکو انتاناتو د خطر د کمولو او د جنسې اړيکو له لارې ليږديدونکى انتان يا (STIs ) او (PID)  له لارې د ليږديدونکو انتاناتو څخه راپيداکيدونکو اختلاطاتو په اړه مشوره وکړئ.
د ناروغ سره دې د شخصي او تناسلي روغتيا ساتنې په اړه مشوره وسي.

(STI)   معنى Sexually transmitted infection   مقاربتې ليږدونکى انتان


ماخذ: ددرملنې ملي معياري لارښود دلومړنيو روغتيايي خدمتونو مرکزونو لپاره 

یادونه: دا لیکنه د طبي ډاکټرانو لپاره لارښووني دي.

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته