تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د روژې غله
  تعلیم الاسلام
  January 1, 2016
  0

 لیکوال : نثار احمد صمد، کاناډا

 
که موږ او تاسی ښه متوجه سو نو د رمضان په میاشت کي دا لاندي څو غله ډیر فعالیت کوي او تاوان پیښوي : 
 
لومړی ـ ټلویزیون : دا خطرناک غل دی چي په خپلو ناوړو او ناولو پروګرامونو سره روژې خرابوي او یا یې اجر لږوي .
 
دوهم ـ بازار : دا غل د بې حسابه پیسو او وخت په غلا کولو کي ډیر شهرت لري . هر څه غلا کوي چي له امله یې سړی تش لاس راستنیږي .
 
درېیم ـ ناحقه ویښتیا : دا غل د روژیاتي انسان قیمتي وخت غلا کوي . دا د مسلمان څخه د شپې د تهجد ، استغفار او توبې په غلا کولو کي ډیر مهارت لري او په عوض کي هغه په بیهوده مجلس ، ورقو ( قطعه بازیو ) فلم لیدلو ، ګېم کولو او نورو خبایثو او مفاسدو ښه بوخت ساتي .
 
څلورم ـ پخلنځی ( اشپزخانه ) : دا غل موږ او تاسي د ډول ډول خوړو په جوړولو اخته کوي او دا بیلابیل خواړه که په ظاهره هر څومره خوندور هم وي صرف په خوله کي وي ، مګر د ستوني څخه له تیرېدو وروسته یوازي نس ډکوي ، بدبویه ټېغونه ډیروي ، جسم درَنوي او تنفس سختوي .
 
پنځم ـ ټلیفون : ځیني کسان ټلیفون راپورته کړي او یوه ته د بل غیبت کوي ، راز یې رسوا کوي ، چغلۍ یې کوي ، بې عزتي یې کوي ، درواغ وایي ، تهمت تړي ، او ډول ډول پوچ الفاظ استعمالوي . په دې ډول خپلي نیکۍ بل ته بخښي او د هغوی ګناه ځانته اخلي او خپل پیټی درنوي . یعني دا د نیکیو لوی غل دی . 
 
شپږم ـ چټي مجلسونه : په دغسي مجلسونو کي د الله د ذکر پر ځای بې ګټي او بې ثوابه خبري کیږي چي تر ګټي یې تاوان ډیر وي . نو داسي بیهوده مجلسونه د الهي ذکر غله دي .
 
اووم ـ په سینګار له کوره وتل : بېله شرعي حدودو او قیوداتو څخه له کوره د ښځي وتل ، بازار او نورو ځایونو ته د عطرو یا خوشبویی په وهلو سره تلل ، بېله حجابه ګرځېدل ، نیم لوڅ لباسونه اغوستل هغه غل دی چي د انسان باطن خوسا کوي (وروستوي) ، شهوت پاروي او ډیري نیکۍ ضایع کوي .
 
اتم ـ د والدینو نافرماني : دا غل یوه ذره رحم هم نه لري او ډیر ظالم ، خطرناک او ځناور غل دی . یعني د دعا په قبلېدو کي لوی خنډ همدا غل دی .
 
نهم ـ انټرنیټ : که دا په صحیح ډول استعمال نسي نو یو قاتل غل دی چي د انسان ژوند د هغه د وینو په زبېښلو سره ختموي .
 
لسم ـ روژه لنډوَل : دا غل سړی په ډیر خوب ، ډیر چکر ، ډیرو لیدنو کتنو..... سره بوخت ساتي او بیا نو هغه شخص وایي چي نن مي روژه ډیره لنډه سوه ! دا غل اړونده روژیاتي په دې ګروهه کوي چي روژه ګواکي یو جبر او زحمت دی او ژر ژر باید لنډه او تیره سي . نو دا غل عبادت غلا کوي .
 
هو ، پورتني ټول هغه ظالم او بې رحمه غله دي چي په روژه کي د یو مسلمان د لمونځونو ، روژو ، صدقو ، نفلونو ، طاعتونو او عبادتونو په غلا کولو سره د اړونده انسان ټولي نیکۍ وړي او پر میدان یې تش لاس پریږدي . یعني په ظاهره به یې روژه وي ، لمونځونه به کوي ، تراویح به کوي ، تلاوت او ذکرونه به کوي ، صدقه او کومک به کوي..... 
 
خو دا ټولی یا څه برخه نیکۍ به بل ترې وړي .نو د ژغورني ښه چاره یې دا ده چي د پورتنیو ټولو غلو څخه خپله روژه وساتو او هغوی پرې نږدو چي زموږ د روژې پاک هدفونه او مقصدونه راڅخه غلا کړي .
 
منبع : د لیکوال اثر ( اخلاقی کنایې ـ دوهم جلد ، ناچاپه )
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته