تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د روژې ښېګڼې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 14, 2019
  0
مؤلف: مولوي محمد مجاهد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2017-06-03
 
د روژې ډیري ښېګڼي دي د هغو څخه څو لاندي د نمونې په توګه ذکر کوو:
 
۱: د الله جل جلاله د نعمتونو قدر داني: کله چي د روژه نیونکي مفطرات ثلاثه ( خوراک، څیښاک او جماع) ور په یاد سي نو د الله جل جلا له شکر آدا کړي ځکه په روژه کي دی د دغه شیانو څخه منع وي او کله چي څوک د یو شي څخه منع سي نو په قدر یې پوه سي.
 
۲:  تقوی: د تقوي د حاصلول ذریعه ده ځکه چي روژه نیونکي د حلالو شیانو څخه ځان ساتي او د الله جل جلاله د رضاء په خاطر فر مانبرداري کوي نو د حرامو څخه خو بیخي ځان ساتي دغه ته تقوي ویل کيږي او د الله تعالی په دغه فرمان لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ. کي همدغه طرف ته اشاره ده.
 
۳: په روژه سره د ګناهونو و طرف ته رابلونکي نفساني خواهشات ختمیږي.
 
۴: په روژه نیونکي کي د روحاني فرشتو صفات پیدا کیږي ځکه فرشتې هم د خوړلو څیښلو او هر ډول لذتونو څخه پاکي دي او هر وخت د الله تعالی په عبادت کي مشغوله وي.
 
۵: روژه نیونکي د روژې په نیولو سره د بې وزلو او ناتوانه خلګو په حال او د هغوي د تکلیف څخه خبریږي او بیا پر هغوي باندي رحم کوي او د هغوي ته خوراک او څیښاک ورکوي.
 

 
۶: په روژه کي د فقراؤ او مساکینو سره په تکلیفونو او صبر کي موافقت راځي یعني کوم تکلیفونه چي هغوی برداشتوي روژه دار یې د روژې په برکت سره برداشتوي او د الله تعالی په مخ کي خپل حال وړاندي کوي او په لاندي آیت کي باندي عمل وکړئ:
 
 
 
وَاللَّهُ الْغَنِيُّ وَأَنْتُمُ الْفُقَرَاءُ.
ژباړه: الله جل جلاله غني دی او تاسي ټول فقراء یاست. 
 
۷: په روژه کي د سترګو، ژبي، غوږونو، شرمګاه او داسي نور اعضاؤ سره د تعلق لرونکي غلط کارونو څخه د ځان ساتني په خاطر د نفس په خواهشاتو کي د نفس حرکت کمزوره کیږي.
 
۸: روژه انسان پر زړه سوي او رحمت باندي هڅوي ځکه چي روژه نیونکي کله ناکله د لوږي تکلیف محسوس کړي نو په عامو وختو کي یې هغه پیاد وي او پر ده باندي زړه سوی او رحمت غالبه سي. دغه حقیقت د انسان په اړه یو رنګه باطني غم او درد وي نو روژه نیونکي د دغسي انسان سره احسان کوي د هغه تکلیف او غم ور څخه لیري کوي او په دغه سره هغه د الله تعالی د جانب څخه ښه بدله تر لاسه کوي.
 
۹: روژه په دنیا کي روژه نیونکی د ګمراهۍ څخه ساتي او په آخرت کي د دوږخ د عذاب څخه نجات ورکوي.
 
۱۰: روژه یوازي او یوازي د الله جل جلا له لپاره عبادت دی د الله تعالی څخه ماسیوا د بل چا لپاره د روژې عبادت نه کیږي. 
 
۱۱: روژه د ملائکو په مخکي د نیونکي یادونه په لوړ آواز کوي او د روژه نیونکي د بدن څخه ناجوړیاني لیری کوي او په روژه سره د الله تعالی قرب حاصلیږي.
 
۱۲: روژه نیونکي ته په دنیا او اخرت کي خوشحالي حاصلیږي په دنیا کي هغه وخت کله چي روژه ماتوي او په آخرت کي هغه وخت چي کله روژه نیونکي ته ثواب رسیږي نجات تر لاسه کړي او د الله تعالی دیدار حاصل کړي.
 
۱۳: د روژې یوه خوبي داده چي دا یو پټ عبادت دی تر څو چي یو روژه نیونکی په خپله د روژې اظهار ونه کړي بل چا ته نه ور معلومیږي او په روژه کي ریا کاري نه داخلیږي خو په نورو عباداتو کي ریا داخلېدای سي ځکه نو الله جل جلا له فرمایی:
 
الصوم لي و انا اجزي به. (احمد)
 
ژباړه: روژه خاص زما لپاره ده او صرف زه یې بدله ورکوم، (ځکه یې په دغه کي د بل د شرکت نفي وکړل)
 
۱۴: د شیطان ناراضه کېدل.
 
۱۵: الله تعالی ته د روژه نیونکي د خولې بوی خوښېدل.
 
۱۶: د زړه پاکوالي.
 
۱۷: د ګناهونو معاف کېدل.
 
۱۸: په آخرت کي ډېر اجر او لوړه مرتبه حاصلول.
 
او داسي نور....
 
-----------------------------------
ماخذ: د روژې احکام او فضایل
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته