تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
جنتي ښځي!
 
  May 20, 2015
  0
جــــــــــنـــــــتي ښځــــــــــــــــي
رالېږونکی: جاوید احمد

۱: عن أبي هريرة قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: "إذا صلت المرأة خمسها، وصامت شهرها، وحصنت فرجها وأطاعت بعلها، دخلت من أي أبواب الجنة شاءت. (صحیح ابن حبان)
 
ژباړه: حضرت ابوهریرة رضی الله عنه فرمایي چي رسوالله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
کله چي ښځه پنځه وخته لمونځ کوي ، د (رمضان) میاشتي روژه نیسي، د خپل ناموس او عزت حفاظت کوي او د خاوند اطاعت کوي نو هغه چي د جنت پرکومه دروازه وغواړي داخله دي سي.
 
۲ : يا معشر النسوان أما إن خياركن يدخلن الجنة قبل خيار الرجال فيغسلن ويطيبن ويدفعن إلى أزواجهن على براذين الحمر والصفر والخضر معهن الوالدان كأنهن اللؤلؤ المنثور (أبو الشيخ عن أبى أمامة، کنزالعمال، الدیلمی وابونعیم في صفة الجنة)
 
ژباړه: حضرت ابي امامه رضی الله عنه فرمایی چي رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
آی د ښځو ټولۍ ! په یاد ولرئ چي څوک په تاسو کي نېک دئ هغه به اول د نيکو خلګو څخه اول جنت ته ځي بیا چي کله د هغوی خاوندان راسي نو هغوی ته به غسل ورکړي او خوشبوي به پر ولګوي او خا وندانو ته به وسپارل سي.....
 
۳: عن ابي هريرة عن رسول الله صلى الله عليه و سلم أيما امرأة اتقت ربها وحفظت فرجها واطاعت زوجها فتح لها ثمانية ابواب من الجنة فقيل لها ادخلى من حيث شئت. (معجم الکبیر لطبراني)
 
ژباړه: د حضرت ابي هریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کومه ښځه چي د الله جل جلاله څخه وبیریږي (ګناه ونه کړي) او د خپل عزت ساتنه وکړي او د خپل خاوند اطاعت وکړي هغې ته د جنت اته سره دوازې  خلاصیږي او هغې ته به وویل سي چي پر کومه دروازه باندي چي غواړې داخله سه .
 
۴: عن أم سلمة قالت : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم أيما امرأة ماتت وزوجها عنها راض دخلت الجنة. (ترمذي، ابن ماجه وغیرهم)
 
ژباړه: د ام سلمه رضی الله عنها څخه روایت دی چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د کومي ښځي خاوند په داسي حال کي  وفات سي چي د هغې خاوند د هغې څخه خوشحاله وي نو هغه ښځه به جنت ته ځي .
 
۵: عن أبي أمامة قال رسول الله - صلى الله عليه وسلم -. حاملات والدات رحيمات، لولا ما تأتين إلى أزواجهن دخلن المصليات منهن الجنة. (ابن ماجه، احمد و معجم الکبیر)
 
ژباړه: د حضرت ابو امامه باهلي رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسو الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د حمل او ولادت سختئ برداشت کوونکې ښځه ، په خپلو اولادو باندي مهرباني کوونکې که چيري د خاوند نافرماني نه کوي نو جنت ته به داخله سي .
 
۶ وعن أبي هريرة قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: أنا أول من يفتح باب الجنة، إلا أنه تأتي امرأة تبادرني، فأقول لها: ما لك؟ ومن أنت؟ فتقول: أنا امرأة قعدت على أيتام لي. (مسند ابی یعلی)
 
ژباړه: حضرت ابوهریرة رضی الله عنه فرمایي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: تر ټولو د مخه به د جنت دروازه اول زه خلاصوم مګر دا چي یو ښځه به زه ووینم چي هغه به زما تر مخه روانه وي ، زه به د هغې څخه پوښتنه وکړم چي څه خبره ده او ته څوک یې چي زما څخه مخکي جنت ته ځې؟ هغه به ووايي چي زه هغه ښځه یم چي د خاوند د وفات څخه وروسته ما د یتیمانو د پالني لپاره بل واده نه وکړي .
 
۷: د اسلام هغه ټول احکام چي د نارینه وو ترڅنګ ښځو ته راجع دي (لکه حج، زکات، حجاب وغیره) پر دغو احکامو هم د جنت زیری سته که ښځي هغه پوره کړي نو هم به ددغو احکامو په برکت جنت ته ځي.
 
د جنتي ښځي تاج
 
حضرت انس رضی الله عنه فرمایي چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
 
که چیري د جنت د ښځو څخه یوه ښځه د دنيا طرف ته راسي نو د آسمان او مځکي په مابین کي چي کومه مسافه ده ټوله به په خوشبویی سره معطره سي او د دوی په مابین کي چي کومه حصه ده هغه به روښانه سي او ددې تاج به تر د دنیا او په دنیا کي چي کوم شیان دي تر هغه قیمتي.( مسند احمد)
 
ماخذ: جنتي ښځه
مؤلف: مولانا محمد ارشاد قاسمي رحمه الله
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته