تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غصې د اداره کولو یوه واقعه!
 
  October 11, 2015
  0
رالېږونکی: عبدالسلام حنفي
 
مولانا مفتي محمد شفیع رحمه الله په خپل تفسیر معارف القران کي تر دغه آیت لاندي په حواله د امام بیهقي رحمه الله باندي یوه واقعه بیان کړې چي الله تعالی فرمائي:
 
وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ. سورة آل عمران ۱۳۴ آیت:
او چي د غصې زغمونکي او د خلګو معافونکي دي الله تعالی دداسي نیکانو سره محبت کوي.

امام بیهقی رحمه الله ددې آیت په تفسیر کي د حضرت علی ابن حسین رضی الله عنهما یوه عجیبه واقعه نقل کړیده، چي یوې مینځي دوی ته د اودس کولو لپاره اوبه اچولې چي د هغه د لاسونو څخه ناڅاپه د اوبو لوښی ولویدی او د حضرت علی بن حسین رضي الله عنه پر سر ولویدی.

ټول کالي یې لانده شول نو درد ورغی د مینځي سره بېره پیدا شوه نو مینځي فورا دا آیت ووایه:
وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ 

ددې آیت په اوریدو سره د نبوت د خاندان د دې بزرگ ټوله غصه سړه شوه او بالکل چپ شو د دې څخه وروسته مینځي دا آیت دوهمه ځل وفرمایل:

وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ 
 
نو ده وفرمایل چي ما د زړه له کومي معاف کړې مینځه هوښیاره وه  ددې څخه وروسته یې دریم ایت وفرمایل:

وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ 
 
چي په دې کي د احسان او ښه سلوک ښوونه  ده حضرت علي بن حسین رضي الله عنه چي دا واوریدل وې فرمایل چي ځه ما ته آزاده کړې. 

تفسیر معارف القرآن جلد ۲ صفحه  ۸۶  پاره ۴  

یوه بله واقعه
 
د امام ابوحنیفه رحمه الله یوه واقعه ده چي یوه سړي په بازار کي د امام صاحب په حق کي گستاخي وکړه او بد رد ئې ورته وویل. امام صاحب خپله غصه  په کنترول کي ونیوله او ده ته یي هیڅ ونه ویل، چي کورته راغی نو په یوه مجمه کي یې ډیري روپی کښیښولې او ددغه سړي کور ته یې تشریف یوړی. په دروازه کي یې ورته اواز وکړی. دا سړی د باندي راغی نو دغه د روپو مجمه یې ور وړاندي کړه او ورته فرمایل، چي تا نن پرما ډیر احسان کړی دی تا ماته خپلي نیکۍ راکړې. زه د دې احسان په بدله کي تا ته دا تحفه پېش کوم. د امام صاحب ددې معاملې څخه د هغه پر زړه دومره اثر وشو چي د آئنده لپاره یې ددې بد خویی څخه د همیشه لپاره توبه وکړه د امام صاحب رحمة الله علیه څخه یې معافي وغوښته او د امام صاحب په شاگردانو کي شامل شو او یو لوی عالم ور څخه جوړشو. 

تفسیرمعارف القران جلد صفحه ۸۷- ۸۸ پاره ۴ سورة آل عمران آیت ۱۳۴
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته