تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسلام د داعي صفات
 
  February 21, 2015
  0

 رالېږونکې: ح. نوري

دعوتګر ته لازمه ده چي د انټرنیټ پر لیکه د دعوت لپاره لاندي صفات په ځان کې پیدا کړي:

• علم :
دعوت کونکۍ باید وړاندي له دې چي خپل دعوت نوروته وړاندي کړي، خپل ځان پر هغو مسائلو کي چي د هغو په اړه بحث او لیکنه کوي ځان ښه وپوهوي، او له هغو خبرو ځان وساتي چي پر کومو نه پوهیږي او یا هم پکې شکمن وي، ځکه چي په دې کار سره د مقابل لوري اعتماد پر ده زیاتیږي او د دعوتګر خبره هغه ته دمنلو وړ ګرځي.

•اخلاص:
 باید دعوتګر په پوره اخلاص او یوازي د الله جل جلاله لپاره دعوت وکړي، نه دا چي د ځان ښودني، شهرت او یاهم د نورو د سپکاوي لپاره، ځکه چي ریا او ځان ښوونه د دنیا او آخرت زیان دی او د دعوتګر د خبري اهمیت له مینځه وړي.

•رفق او نرم والی :
 باید داعي له خپلو مخاطبینو سره ډېر نرم وي او له شدت او سختۍ څخه کار وانخلي، ځکه چي په دې کار سره مقابل لورۍ دده سره خپله اړیکه شکوي او دعوتګر خپله د دعوت لاره په خپله پر ځان تړي.

• حلم او صبر :
 باید دعوت کونکۍ ډېر صابر او لوی زړه خاوند وي او پرې نه ږدي چي دده مخالفین دی په احساساتو کې راولي، همېشه په نرمه لهجه او ښه اسلوب خپل لوستونکي او اوریدونکي مخاطب کړي او دې کار ته ډېر وخت ورکړي، ځکه په عجله او بې صبرۍ سره سوی کار هم له مینځه ځي.

• دقت کول : 
باید دعوت کونکۍ د اقوالو په نقل کولو کي پوره امانت دار او دقیق وي او داسي خبري ونه کړي چي په هغو کي شک لري، هرې خبري ته وخت ورکړي او تحقیق پرې وکړي ددې لپاره چي عجله او نه دقت او بې له تحقیق څخه د نورو اقوال او خبري رانقلول خپله د دعوتګر شخصیت ته زیان رسوي او د خلکو پر وړاندي یې اهمیت او شخصیت ډېر ټیټږي.

• عقل او فهم :
 بې عقله او کم فهمه انسان کله هم ښه دعوت کونکی نه سي جوړیدلای، یوازې د څو علمي خبرو په یادولو چي له هغو سره پوره عقل او هراړخیزه فهم نه وي، هیڅکله هم نوروته دعوت نه سي ورکول کېدلای، دهمدې لپاره داعي باید هره مسئله چي وړاندي کوي او څیړي يې، هغه په عاقلانه طرز وړاندي کړي او د هغې مسئلې عواقب وڅیړي، یوازي حکم ورکول او فتوی صادرول يې وظیفه نه وي، باید وخت، حالت، د مخاطب لوري کوایف او د نورو علمي سطحه په نظر کې ونیسي او د ټولو له عقل سره سم له هغوی سره چلند وکړي، اروپایي مسلمان ته دعوت د افغانستان د غرونو له اوسیدونکي سره ډیر فرق لري او ټول باید په یوه لهجه او یوه علمي سطحه کې را نه وستل سي .

• انصاف او امانت :
 باید له خپل ځان او نورو سره انصاف وکړي، که هغه دده سره موافق وي او که مخالف، باید له ټولو سره انصاف وکړي ، په هیچا او هیڅ ډلي پسي بې ځایه خبره ونه کړي، د نورو د نظریاتو او خبرو په رانقل کولو کې باید امین وي او بې له یقني ثبوت څخه په نورو پسي خبره ونه کړي، او که خپله کومه خبره یې ورته غلطه معلومه سوه باید بې له ویرې او شرم څخه پر خپله غلطي اعتراف وکړي او د چا له ملامت او خبرو وېره ونه کړي.

• ریښتیا او روښانتیا (وضوح) : 
همېشه خپل دعوت په واضح او روښانه ډول خلکو ته وړاندي کړي، خپل موقف په حکیمانه ډول په وضاحت سره بیان کړي، له خپل نفس او نورو سره صادق اوسي، ځکه چي خلک په متذبذب کس اعتبار نه کوي او خبره یې ورته شکمنه بریښي، خپل صحیح موقف او روغه عقیده دبې دینه او بې عقله خلکو له ویري پټه نه کړي، ولې بیا هم وایو چي په حکمت او ښو اسلوبو سره خپل دعوت پر مخ بوزي.

• په خپل نوم او پیژندګلوي دعوت:
 باید داعي له مستعارو او مجهولو نومونو ځان وساتي او همېشه په خپل اصلي نوم او پیژندګلوي خلک مخاطب کړي، ترڅو دده شخصیت د اعتبار وړ وګرځي، ځکه چي په مجهولو اعتبار کول ګران کار دی او خلک له مجهول سره اړیکي ټینګول نه غواړي، خو کله کېدای سي چي یوه خطرناکه موضوع په مستعار نوم د ضرورت پر وخت خپره کړي، ولې دا به یوازې د خیر لپاره وي.
 
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته