تازه سرليکونه
د (عقايد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسماء الحسنی ژباړه
 
  October 28, 2015
  0
رالېږونکی: مبارک شاه
د تعلیم الاسلام راډیو همکار

 
الله عزوجل په په قران مجید کي فرمايي:  وَلِلَّهِ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا. (سورة الاعراف: ۱۸۰) 
ترجمه: او خاص الله لره دي ټوله ښه نومونه نو وبولۍ دغه الله په هغو ښو نومونو سره.

الله تبارک و تعالی په بل ځای کښي فرمایلي دي:
قُلِ ادْعُوا اللَّهَ أَوِ ادْعُوا الرَّحْمَنَ أَيًّا مَا تَدْعُوا فَلَهُ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى.(سورة الاسرا:۱۱۰)
ترجمه: ووایه اې محمد! تاسي الله ووایاست ، یا رحمن و وایاست هر یو نوم چي وبولۍ او تاسي يې واخلۍ هغه ښه دی نو ده لره ډیر ښه نومونه دي.

لیکن الله تعالي ته چي په هر نامه اواز کوۍ نو الله تعالي جل جلاله په هر نامه اوري او د هر بنده دعا د قبول شرف ته رسوي.
 
حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل:
 
 الله تعالي لره نه نوي (۹۹) نومونه دي هر چا چي دا نومونه یاد کړل جیت ته به  ضرور داخل سي.(بخاري، مسلم،ترمذي، نسایي، ابن ماجه)

نو هر مسلمان لره ښایي چي دا مبارک نومونه پخپله یاد کړي او خپلي ټولي کورنۍ ته يې هم ورپیاد کړي، دا ټول نومونه د الله تعالی صفتي نومونه دي.

د الله تبارک وتعالي ۹۹ نومونه

هو الله الذي لا اله الا هو       الله د خدای هغه ذاتي نوم دی چي دده څخه ماسیوا بل لائق د عبادت نسته 
الرحمن ډيرمهربانه
الرحیم ډير رحم کونکی
الملک حقیقي بادشاه
القدوس د ټولو عیبو څخه پاک 
السَّلام د ټولو نقصاناتو څخه پاک
المؤمن امن ورکونکی
المهیمن ساتونکۍ او نګهبان
العزیز پرټولو غالب
الجبار ترټولو زبردست
المتکبر د برزګۍ خاوند
الخالق د هر شي پیداکونکی
البارئ ساه اچونکی
المصور صورت جوړونکی
الغفار ډير بخښونکی
القهار پرټولو زورور
الوهاب هر شی ورکونکی
الرزاق روزي ورکونکی
الفتاح اسانه کونکی
العلیم پراخ علم لرونکی
القابض د هر شي منع کونکی
الباسط پراخه روزي ورکونکی
الخافض نافرمانانو لره کښته کونکی
الرافع لوړونکی د حکم منونکی
المعز عزت ورکونکی
المذل ذلت ورکونکی
السمیع هرڅه اوریدنکی
البصیر هر څه لیدونکی
الحکم د مخلوقاتو مطلق حاکم
العدل انصاف کونکی
اللطیف په بارکیو پوه 
الخبیر خبرداره
الحلیم ډير لوی او بزرګ
الغفور د ګناهو بخښونکی
الشکور ډير قدردان
العلی د لوی مرتبې خاوند
الکبیر د ډير لوی شان خاوند
الحفیظ ساتونکی
المقیت مخلوق ته په روزي سره قوت ورکونکی
الحسیب د ټولو لپاره کافي
الجلیل د لوی مرتبې خاوند
الکریم ډيره  سخا کونکی
الرقیب لوی ساتونکی
المجیب دعا قبلونکی
الواسع پراخي ورکونکی
الحکیم د لوی حکمت خاوند
الودود ډير محبت کونکی
المجید د لوی شان خاوند
الباعث مړو لره تر مرګ ورسته بل وار راژوندي کونکی
الشهید هر وخت په هر ځای کښي حاضر او ناظر
الحق بر حق په حقه سره
الوکیل لوی کار ساز
القوی د قوت خاوند
المتین د ډير قوت خاوند
الولی مدد ګاره
الحمید د حمد او تعریف لایق
المحصي د هر شي شمارکونکی
المبدئ اول وار پيداکونکی
المعید دوهم وار پیداکونکی
المحي ژوندی کونکی
الممیت مړ کونکی- وژونکی
الحي همیشه ژوندی پاته کیدونکی
القیوم ډیر قائم ساتونکی
الواجد د هر شي بیا مندونکی
الماجد د بزرګۍ او لویۍ خاوند
الواحد یو او یوازي
الاحد یوازي پخپله خداي کښي
الصمد بې نیازه
القادر د قدرت خاوند
المقتدر د قدرت ښکاره کونکی
المقدم مخکښي بوتلونکی
المؤخر وروسته کوونکی
الاوَّل اول تر ټولو مخکښي
الاخر تر ټولو وروسته
الظاهر څرګند ښکاره
الباطن پټ
الوالی ډير کارجوړونکی
المتعال تر ټولو بلند او برتر
البر ښه سلوک کونکی
التواب ډير ژر توبه قبلونکی
المنتقم د بدله اخیستلو طاقت لرونکی
العفو د ګناه عفوه کوونکی
الرؤف ډیر شفقت کوونکی
مالک الملک د ټوله جهان مالک
ذوالجلال والاکرام د بزرګۍ او د عزت خاوند
المقسط عادل، انصاف کوونکی
الجامع د ټوله مخلوق جمع کونکی
الغني بې نیازه
المغنی بې نیازه کونکی
المانع منع کونکی
الضَّار د شر او ضرر خالق
النافع نفع رسونکی
النور روښانه کونکی
الهادی سمه لار ښونکی
البدیع بیله نمونې څخه د هر شي پيداکونکی
الباقي همیشه باقي کیدونکی
الوارث دهر شي وارث ، مالک
الرشید د عالم لارښونکی
 
د الله تعالی درې نور مبارک نومونه
 
المنعم هر سړي ته نعمت ورکونکی
المعطي هر چاته ورکړه کونکی
الصبور تحمل او برداشت کونکی دېر صبر ناک

فائده:
که څوک غواړي چي دا اسماء الحسنی تلاوت کړي نو ده لره ښايي چي د هو الله الذی لا اله الاهو الرحمن الرحیم پوري وقف ونه کړي بیله وقف څخه يې ووایي ددې څخه وروسته دي د هر نوم مبارک اخري حرف ته پېښ ورکوي او ووايي دي.  یو نوم مبارک دي د بل نو مبارک سره مښلوي لکه قدوسُ السَّلامُ الْعزیزُ الْجبارُ تر اخره پوري. او که چيري څوک غواړي چي یو نوم مبارک د ورد یا وظیفې په طریقه سره وايي نو باید چي په اول سر کښي د نامه مبارک د ندا حرف یعني د (یا)  حرف زیات کړي لکه یارحمن یا رزاق.
 
[ الله تعالي لره نه نوي (۹۹) نومونه دي هر چا چي دا نومونه یاد کړل جیت ته به  ضرور داخل سي.] (الحدیث)

ماخذ: معلم الدین، صفحه ۴۰۶ 
مؤلف جناب مولوي شریف احمد 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته