تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسلامي دعوت حکم !
 
  October 28, 2014
  0
رالېږونکې خور: ح. نوري
 
د الله تعالی دین ته بلنه پر ټول اسلامي امت فرض کفائي دي، دلیل ئي د الله تعالی دا قول دی چي فرمایي: (كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ مِنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ). (سورت الاعمران ،آیت ۱۱۰)        
                             
 ژباړه : يئ تاسې (اى محمدي امته!) خير امت چې ايستلى شوى دى د پاره د خلقو چې حکم کوئ تاسې (هر چا ته) په معروف (نيکۍ) سره اومنع کوئ تاسی (هر څوک) له منکر (بدۍ) ځنې او ايمان لرئ په الله باندې (په دوام او ثبات سره )؛ او که ايمان راوړى واى اهل د کتابو ( په قرآن او محمد صلی الله علیه وسلم نو) خامخابه ؤ(دا ايمان بهتر) خير دوى لره؛ ځينې له دوى څخه مؤمنان دي او زيات د دوى فاسقان دي .(تعلیم القران ، ص ۱۰۰)
 
د امر بالمعروف والنهى عن المنكر حکم په اجماع د امت فرض کفايي دی ، که د امت ځنې خلک د هغه قیام وکړي نو د نورو غاړه به ور باندې خلاصه شي او که ټولو پرښود نو ټول ګناهکاره دي (البته په انفرادي ډول پر هر مسلمان فرض دی) د دعوت حکم او فرضیت لومړې ، د حاکم یا امام په غاړه لویږي ځکه رسول (صلی الله علیه وسلم) فرمائي : (عن بن عمر انه سمع رسول الله صلى الله عليه و سلم يقول : كلكم راع وكلكم مسؤول عن رعيته فالامام راع وهو مسول عن رعیته). (تعلیم القران ، ص ۱۰۰)
 
ترجمه : امام (د اسلامي حکومت امیر) راعی ( روزونکي او پالونکي دی) او د خپل رعیت مسولیت ئي په غاړه پروت دی .پدې اساس د امام لومړني وجیبه  د الله تعالی لوري ته بلنه او د الله تعالی په لاره کی جهاد کول دي.
 
د دعوت یا بلني مسولیت او فرضیت له امام نه وروسته د علماوو په غاړه دی ، ځکه  الله تعالی مکلف کړی دي چي علم خور کړي نورو ته ئي وښيي او پټ ئي نکړی،  
الله تعالی فرمايي: ((وَإِذْ أَخَذَ اللَّهُ مِيثَاقَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ لَتُبَيِّنُنَّهُ لِلنَّاسِ وَلَا تَكْتُمُونَهُ فَنَبَذُوهُ وَرَاءَ ظُهُورِهِمْ وَاشْتَرَوْا بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا فَبِئْسَ مَا يَشْتَرُونَ) (سورت ال عمران ،آیت ۱۸۷)
 
ترجمه: او (ياد کړه) هغه وخت چې واخيست الله عهد محکم له هغو کسانوځنې چې ورکړى شوى دى دوى ته کتاب چې خامخا به بيانوئ تاسې هرومرو دا (کتاب) خلقو ته اونه به يې پټوئ تاسې نو وغورځاوه دوى دا(کتاب) وروسته له شا ؤ خپلواو وايې خيست په (عوض د) دې (کتاب) قيمت لږ نو بد اخيستل د دوى (دغه اخيستل) دي (يا نو څومر بد دى هغه شى چې دوى يې پيري).
 
رسول (صلی الله علیه وسلم) فرمائي :( عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « مَنْ سُئِلَ عَنْ عِلْمٍ فَكَتَمَهُ أَلْجَمَهُ اللَّهُ بِلِجَامٍ مِنْ نَارٍ يَوْمَ الْقِيَامَةِ) (سنن ابو داود)

ترجمه : د چا نه که د علم په باره کی د داسي څه پوښتنه وشوه چي ورباندي پوهیده ، علم  يي ورباندي درلود خو ده پټ کړ ، دا مساله ئي ورته بیان نکړه ، نو الله تعالی به همدې سړي ته د قیامت په ورځ د اور قیضه په خوله کي ور واچوي.
 
 
 
هغه صورتونه چې امر بالمعروف والنهى عن المنكر فرض عين ګرځي :
 
اول صورت : په هغو کسانو باندې چې اسلامي حکومت د امر بالمعروف والنهى عن المنكر د پاره ټاکلي وي پر هغوی باندې امر بالمعروف والنهى عن المنكر فرض عين دی .
 
دوهم صورت : په هغه صورت چې په يو شرعي مسئله کې چا ته علم وي لکن نورو ته علم نه وي يا نورو ته هغه معروف او منکر عمل نه وي څرګند نو په دې صورت کې په دغه کس باندې امر بالمعروف والنهى عن المنكر فرض عين ګرځي، دا کس مسئول دی چې نور به ورباندې خبروي .
 
دريم صورت: کله چې امر بالمعروف والنهى عن المنكر علمي دليل او مناقشې ته ضرورت پيدا کړي نو بيا دغه امر بالمعروف والنهى عن المنكر او د هغه د پاره شرعي دليل او مناقشه پر هغو کسانو چې ددې صلاحيت لري فرض عين ګرځي .
 
څلورم صورت : کله چې يو کس په امر بالمعروف والنهى عن المنكر باندې قادر وي او نور د هغه قيام نشي کولای نو پر دغه کس باندې امر بالمعروف والنهى عن المنكر فرض عين دي ، لکه د کور اصلاح ، کله چې سړی په کور کې منکر ويني په خپله ښځه او اولاد کې هغوی به له منکر نه منع کوي دغه د کور اصلاح د کور په سرپرست باندې فرض ده ځکه چې بل څوک د هغه په کور کې مداخله نشي کولای .
 
 
پنځم صورت: کله چې منکرات زيات شي ، جهل او ناپوهي غالبه شي او داعيان کم شي د امر بالمعروف والنهى عن المنكر څانګه نه وي او د هغوی د توان څخه ووځي ، نو په دې صورت کې پر ټولو باندې د خپل توان موافق امر بالمعروف والنهى عن المنكر فرض عين دی . نن چې مسلمانان د کوم حالت سره مخ دي دا همدغه صورت دی .
 
کله چې منکرات او فساد زيات شي امر بالمعروف والنهى عن المنكر ځکه فرض عين کرځي چې جهاد له باب د الأمر بالمعروف والنهى عن المنكر څخه دی کله چې د مسلمانانو په ملک باندې کفار يرغل وکړي جهاد فرض عين ګرځي ، همدارنګه د فساد او منکراتو د زيادت په وخت امر بالمعروف والنهى عن المنكر هم فرض عين ګرځي .
 
مسلمانانو وروڼو او خویندو ! نن ورځ پر ټولو باندې د خپل وس موافق امر بالمعروف والنهى عن المنكر فرض عين دی .
 
------------------------------------------
ددې موضوع نوري مقالې:
د داعي غوره والی په قران او حدیث کي
د دعوت ارکان
د دعوت او اسلام تعریف
د دعوت اصول
 

سرته