تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسلام او واکمني (لومړی برخه)
  تعلیم الاسلام
  August 26, 2014
  0
راټولونه او ليکنه : حاجي نعمت الله '' شاکر''
 
انسان فطرتاً اجتماعي مخلوق دئ او د پيړيو راپدېخوا يې د مځکي پر مخ ټولنيز ژوند کړی دئ ، دوخت د اړتياوو او امکاناتو په نظر کي نيولو سره يې په قبيلوي ډول يا دژبي ، رنګ ، عقيدې ، مذهب او اجتماعي اوضاعو سره متناسب سياسي نظام او حکومتونه تشکیل کړي دي ، او د خپل زمان ژوندانه چاري او امورات يې پکښي حل او فصل کړي دي .
 
دا چي زموږ د بحث موضوع د اسلام د مقدس دين له نظره  سياسي نظام بيانول دي نو لازمه ده چي دا ووايو چي اسلام هغه مبارک او جامع دين دئ چي د څوارلس سوه کاله راهيسي يې د ثابتو اصولو او قوانينو په لرلو سره د انساني ژوند دمشکلاتو د حل لپاره لارښووني لرلي دي او تر قيامته به د انسانانو د ښه ژوند او دنيوي او اخروي سعادت لپاره تګلاري لري ، لکه په تير تاريخ کي چي يې د انسانيت د ژوندانه په هره بر خه کي ټولو سوالونو ته جواب لرلی دئ او د ټولو مشکلاتو د حل يوازنۍ کامله مرجع وه همداسي به تر قيامته هيڅ انسان په اسلام کي د خلا شاهد ونه اوسي ؛ همدا زموږ د ټولو مسلمانانو يقين دئ او تاريخ هم ثابته کړې ده . 
 
په اسلامي نظام کي د مسلمانانو د عقايدو پر بنياد يو دبل نفس ، مال او عزت ته احترام موجود دئ چي د يوه مثال په وړاندي کولو سره زموږ مقصد ښه واضح کيږي هغه دادئ :
 
په غير اسلامي ټولنه کي که کوم څوک غير قانوني کار يا په بله اصطلاح جرم کوي نو هغه د جرمي جناياتو په مقابل کي د قانو ن څخه د دفاع په سبب د پوليسو تر تعقيب لاندي کيږي او که جنايتکار ته داسي زمېنه برابره

 سي چي د پوليس او قانون څخه پټيدلای او يا خلاصيدلای سي نو سمدلاسه د خپل ذوق مطابق هغه عمل تر سره کوي ، خو په اسلامي ټولنه کي مسلمانان د پاکي عقيدې پر بناء د الهي شريعت او قانون مطابق ژوند کوي
 بېله دې چي پوليس يا استخبارات يې ونيسي الله جل جلاله  حاضر اوناظر ګڼي ،د ورکړسوي عقل اوعلم له مخي سوچ کوي اوهغه کار ته زړه نه ښه کوي چي الله جل جلاله  او يا دهغه رسو ل صلی الله علیه وسلم  ورڅخه منع کړی وي ، ځکه  مسلمان دا مخالفت د الله جل جلاله  دهغو  بې حسابو نعمتونو ناشکري بولي چي د انسان او په خاص ډول يې د مسلمان سره کړي دي نو د انسانانو دتعقيب څخه نه ويريږي بلکي د الله  جل جلاله  د ګرفت څخه ويريږي او په هيڅ ډول غير شرعي کار لاس نه پوري کوي .
 
که څه هم په نړۍ کي د سياست په اړه مختلف تعريفونه ، بحثونه او نظريات وجود لري او هر چا د خپلي مفکورې اومعلوماتو له مخي د سياست تعريف او  استدلالونه کړي دي ، خوموږغواړو چي سياست د اسلام له نظره تعريف اوتوضيح کړو :
 
امام غزالي  رحمة الله علیه  د سياست په اړه فرمايې : 
 
سياست سمي لاري ته د خلګو له رهنمايې او اصلاح څخه عبارت دئ  چي خلګو ته په دنيا او اخرت کي نجات ورکوونکی وي  . 
 
فقهاء سياست داسي تعريفوي : سياست د هغواصلاحي تدابيرو له اختيارولو او اتخاذولو څخه عبارت دئ چي د حکومتدارۍ د نظم او نسق پيشبرد په راځي .
 
همداسي  د سياست کلمه په عام ډول د فقهي په کتابونوکي په تعزيري جزاګانو  کي چي په قرآن عظيم الشان او احاديثو کي يې صراحتاً حکم نه وي راغلی استعماليږي او دحاکم په مصلحت پوري اړه لري ، اوهم د سياست اطلاق په حدودو ، قصاص اوکفاراتو سره کیږي .
 
مشهور فقيه ابن نجيم مصري رحمة الله علیه  د کنز الدقائق په مشهوره اومعتمده شرحه بحرالرائق کي ليکلي دي.
 
سياست د حاکم هغه فعل دئ چي هغه دولس مصلحت او منفعت په کښي مدنظر ونيسي که څه هم د هغه فعل کوم  خاص دليل ياثبوت وجودونلري .   
 
پورته بحث په نظر کي نيولو سره سياست داسي تعريفوو: 
 
سياست  له هغو قوانينو او معين جوړ سوي نظام څخه عبارت دئ چي د اسلامي اصولو پر بناء د انساني ټولني د ادارې اونظم لپاره وضع سوی وي او د انسانانو د ژوند ټول حالات د ښه تدبير او مصلحت په اساس داسي ترتيب کړي چي د دنيا او آخرت مصالح يې پکښي تامين  سوي وي . 
 
نو د ټولي نړۍ انسانانو ته مو دا پيغام دئ چي که غواړئ په انسانيت او اطمينان کي ژوند وکړئ او هم مو آخرت جوړ وي نو راسئ د اسلام په مقدس دين کي په کلکه عقيده او قوي ايمان شامل سئ تر څود اسلامي سياسي نظام په سيوري کي پراسلامي عقېده او  واحده مفکوره د ورورولۍ او دوستۍ په فضا کي اجتماعي ژوند وکړو چي په نتيجه کي به  مو هم د نارينه وو اوهم  د ښځو ټول حقوق محفوظ سي او هم به په دنيا او آخرت کي د عزت او شرافت ژوند وکړو....
 
نوربيا !
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۱ ګڼه
 
دوهمه برخه يې دلته لوستلای سی: اسلام او واکمني (۱ برخه)
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته