تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د پرمختګ او کامیابۍ درې صفات
 
  October 12, 2014
  0
د اسلامي نړۍ د مشهور عالم علامه سيد ابوالحسن ندوي رحمة الله علیه وړانديزونه ، وصيتونه ،  نصيحتونه او  مقالې چي دديني علومو دطالبانو او نړيوالو مدرسو دښېرازۍ لپاره يې کړي دي، د هغو څخه یوې لنډي وینا ته ستاسو پام را اړوو:

په اوس مهال کي کېداى سي چي ځيني خلګ دفراغت په تعبير کي اشتباه وکړي او په ناسمه توګه يې تعبير  کړي هغه په دې ډول چي نوي فارغانو فکر وکړي چي تر فراغت وروسته زه هيڅ مسؤليت په غاړه نه لرم  داسي فکر لرل بيخي لويه تېروتنه ده بلکي که څوک داسي فکر وکړي نو په ښکاره ويلاى سم چي داسي څوک بيخي دموفقيت ددروازې څخه ليري دئ . 

حقيقت دادئ کوم طالب چي فارغه سي دفراغت په  مټ دى کولاى سي چي دکتابونو څخه استفاده وکړي او نوره پوهه کسب کړي يا په بل عبارت نوموړي طالب  دفراغت په مټ کيلۍ ترلاسه کړې کولاى سي چي په دغه کيلۍ باندي هر قلف چي وغواړي خلاص يې کړي او ددغه کيلۍ په مټ کولاى سي چي دعلم دخزانو قلفان خلاص کړي او ډول ، ډول علوم را وباسي او کسب يې  کړي په داسي صورت کي نو چي تاسو هرڅومره دکيليانو څخه  استفاده کوئ په هغه پيمانه زياته ګټه تر لاسه کولاى سئ.

يوه خبره چي دفارغو طالبانو لپاره  يې يادونه ډېره اړينه ده هغه داچي هر فارغ طالب بايد په ځانګړي ډول په هره درسي برنامه کي ځان وپېژني ، ځان پېژنده داده چي په خپله ناپوهي اعتراف وکړي دغه اعتراف کولاى سي چي په هر تاريک ځاى کي ستاسره همکاري وکړي ځکه زما له آنده دعلم ذوق دلاندنۍ جملې څخه عبارت دئ:

دجهل احساس کول او دليري کېدو لپاره يې پلټنه کول.

په دې ځاى کي ستاسو پاملرنه درو مهمو ټکو ته راګرځوم:

اخلاص

په علمي ډګر کي دبرياليتوب او کاميابۍ لپاره لومړى مهم شي اخلاص دئ ځکه تاسو که دپخوانيو نوموتو عالمانو او بزرګانو ژوند ته نظر وکړئ چي خدمتونه يې په څرګند ډول برېښېدلي دي او نومونه يې دتاريخ په اوږدو کي ځلېدلي دي تاسو به پوه سئ چي ددوى دترقۍ او علمي ودي ستر لامل اخلاص دئ چي ددوى دعملونه څخه يې هر يو عمل تل پاتى لرلى دئ.

تاسو دمولانا نظام الدين لکنهوي رحمة الله علیه  ژوند مطالعه کړئ. دده مبارک درسي لړۍ په (درس نظامي) سره مشهوره ده نه يوازي په هندوستان کي بلکي دنړۍ په زياتو سيمو کي اوس هم دغه لړۍ روانه ده، که څه هم دده درسي لړۍ دغير معقولو مخالفتونه سره تر يوه بريده مخ سوې ده خو بيا هم دغه لړۍ اوس هم ثابته ده.

پوه سئ ! دمولانا صاحب دترقۍ لپاره يوازي علمي مهارتونه لاملونه نه دي جوړ سوي ځکه دده په زمانه کي زيات داسي کسان وه چي په علم ، پوهي ، ذکاوت او فراست کي دده په مثل شمېرل کېده ، ځيني به په همدغه ډګر کي تر ده هم زيات وه خو دمولانا صاحب کړني دومره څرګندي پاته سوي دي چي په ټوله نړۍ کي بريښي او دنور هم  عصره علماؤ کړني يې دومره څرګندي نه دي تر داسي بريده هره خبره چي کيږي دمولانا صاحب وينا يې په دليل کي راوړل کيږي. لامل يې دادئ چي دمولنا رحمة الله علیه  اخلاص دومره زيات وو چي نورو هم عصرو يې دده په پيمانه نه درلودئ ، همدا دده اخلاص وو چي ده ته يې دومره علمي توانايي ، برياليتوب او ځلا ورکړې وه چي تر نن پوري ټول خدمتونه او ټولي کړني يې ځلېدلي پاته دي.

اوس خبره داده چي تاسو پوهېږئ چي مولانا صاحب څنګه اخلاص تر لاسه کړئ؟

بلي ! کله چي مولانا صاحب فارغه  سو نو دستي يې پلټنه وکړه په ليري پرتو سيمو کي يې يو نوم ورکى کس پيدا کړ، چي زيات خلوص او سپېڅلتيا ورسره وه ددغه کس سره يې خپلي اړيکي ټينګي کړې. تاسو وګورئ چي مولانا صاحب کولاى سواى چي دوخت ديو مشهور او نوموتى کس سره خپلي اړيکي ټينګي کړي خو داسي يې ونه کړه لامل يې داوو چى مولانا صاحب پوهېدئ چي کامل اخلاص په داسي چا کي پيدا کېداى سي چي دخلګو دخولو څخه وتلى وي او دداسي چا څخه داخلاص الهام ترګوتو کېداى سي چي دخلګو پاملرنه ورته زياته نه وي. دمولانا صاحب مرشد داسي څوک وو چي چا نه پېژندئ وروسته که يې کوم شهرت موندلى وي هغه يې هم دمولانا صاحب په وجه موندلى دئ دا دمولانا صاحب دکړونو يوه نمونه ده داسي نو ډيري کړني سته چي ده داخلاص لپاره کړي دي او اخلاص يې په لاس راوړى دئ.
 
دقربانۍ(ايثار) احساس

دوهم ټکى چي فارغان بايد زيات ورته متوجه سي دقربانۍ (ايثار) احساس  دئ قرباني يا ايثار دې ته وايي چي څوک د خپل ځان تر ګټو وړاندي دنورو ګټي په نظر کي ونيسي او ددې کار لپاره ټينګ عزم ولري څوک چي دا کار په ځان کي راولي نو د (ثرا ــ بڅرکي) څخه يې (ثريا  ـــ  قنديل ) ته رسوي. يعني په په ځان کي دځلا لپاره لږه رڼا ولري ايثار يې پړکنده ځلوي. قرباني يا ايثار داسي صفت دئ چي هر ملت په ځان کي راوستلى وي درسته نړۍ يې په مقابل کي لمنځه تللې وي او ددوى په لوړوالي او عظمت اقرار کوي.(۱)

[ (۱): تاسو وګورئ چي قرباني (ايثار) داصحابانو جل جلاله  په ژوند کي چي الله جل جلاله  يې په برکت ددنيا ټولو خلګو ته علم ورساوه ، ددوى دقربانۍ نتيجه وه چي الله جل جلاله  زيات شمېر خلګ ددنيوي دوزخ څخه وژغول . تر داسي بريده چي الله جل جلاله  ددوى قرباني ستايلې ده او فرمايي : وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنْفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ .(سورة حشر الاية ٩) ژباړه : دوي د نورو اړتياوي تر خپلو اړتياوو مخکي پوره کوي که څه هم دوي وږي وي. ژباړن]


ذاتي جوهر

دفارغ طالب العلم لپاره دريم اړين شي ذاتي جوهر او شخصي کفايت دئ چي په هره زمانه کي دده لپاره دترقۍ او رشد لامل ګرځي.(۲)

[(۲): ذاتي جوهر دعالم دکسبي او يا طبعي استعداد څخه عبارت دئ مطلب داچي يا خو په عالم کي په طبعي لحاظ باندي ځيني استعداددونه وي لکه يو نابغه انسان يا داچي ځيني شيان عالم په کسبي ډول په ځان کي راولي لکه دښه مېتوديک درس په مټ سره دتجربې زياتوالى ، داصوليکي مطالعې په مټ دپوهي زياتوالى ، دتدريس آموزۍ په مټ دښه تدريس کول ، نوى ابتکار ، روش ، دښو اخلاقو په لرلو سره په خلګو کي اغېز او داسي نور. ژباړن]

که تاسو په ځان کي دغه درې صفات موجود کړئ نو تاسو پوه سئ چي دترقۍ او کاميابۍ سترګي ستاسو لور ته دي . که څوک دغه درې خصوصيات په ځان کي نه لري نو که په ښکاره تر يوه بريده په خلګو کي ځيني برياوي وويني خو ډېر ژر به وضعيت دده سره په مخالفت کي سي او هيڅکله موفقيت ته نه سي رسېداى.

ګرانو طالبانو ! زه په تکرار سره داخبره کوم چي که په تاسو کي پورتني صفات موجود سي نو تاسو پوه سئ چي نن همغه دسلطان عالمګير ، نظام الدين طوسي ، امام غزالي ، امام ابن قيم جوزي دوران ستاسو انتظار کوي او تاريخ بيا راګرځي.

ځيني خلګ ګومان کوي چي فلانى ځاى ديوه کس لپاره خالي دئ که فلانى کس فارغه سي نو دغه خلا به ډکه کړي داسي فکر کول سراسر اشتباه ده ځکه څو چي په ټولنه کي زيرک او ذکي انسانان شتون لري هيڅ ځاى دهيچا لپاره خالي نه دئ . ځکه زمانه ځان ته يوه قاعده او قانون لري ، دزمانې قانون داسي دئ چي داصلح ځاى لپاره صالح او دانفع ځاى لپاره نافع انسان قبلوي په هره زمانه کي دلومړى مرتبې انسان ته پر نورو باندي ترجيح ورکوي.

که تاسو دپورتنيو صفاتو لرونکى ياست نو تاسو پوه سئ چي دزمانې دواک ملونه او مهارونه په ټولو صحنو کي ستاسو په لاس کي دي او خلګ ستاسو په اطاعت کي ستاسو انتظار کوي.

بلي ، ګرانو طالبانو ! موږ ددې لپاره دمور او پلار څخه خپل اولادونه بېل کړي وه څو انساني تربيت ور زده کړو او په دوى کي پورتني درې صفات په وجود راولو او دوى بيا وکولاى سي ددغه درو صفاتو په مټ درسته نړۍ تر خپل تاثير لاندي راولي .که موږ ددې هيله ونه لرو چي په طالبانو کي دغه درې صفات موجودېداى نسي نو موږ ته اصلا دغه کار روا نه دئ چي اولادونه دمور او پلار څخه بېل کړو او په دې ځاى کي يې جمع کړو. (دندوة العلماء مدرسې) ، (دارالعلوم ديوبند مدرسې) ، (مظاهر العلوم سهارنپور مدرسې) او داسي نورو ټولو مدرسو هدف هم دغه انساني تربيت دئ. په اخره کي دټولو فارغانو څخه هيله لرو چي ځانونه داخلاص او ايثار نمونې جوړ کړي او زموږ څخه خپلي اړيکي ونه شکوي بلکي  تل اړيکي راسره وساتي او دپاته طالبانو څخه هم داهيله لرو چي راتلونکي فرصتونه دځان لپاره غنيمت  وګڼي او هر څومره ژر چي کيږي خپل ځانونه دپوهي څخه ونه سپموي.

ماخذ: خپل ځان وپېژنئ
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته