تازه سرليکونه
د استصناع شرطونه
 
  March 6, 2014
  0
د استصناع څلور شرطونه دي ، هغه دا چي د مصنوع يعني د جوړېدونکي شي جنس ، نوع ، مقدار او صفت به د تړون په وخت کي ټاکل کيږي ، ځکه د استصناع په تړون کي مصنوع مَبِيعَه ده نو مَبِيعَه بايد معلومه کړله سي . 
که د جوړېدونکي شي جنس ، نوع ، مقدار او صفت و نه ټاکل سي د مستصنع او صانع تر منځ جنجال او اختلاف را منځ ته کيږي .

د استصناع تړون سلم ته ورته دى ، ځکه په دواړو کي د معدوم شي خرڅول دي ، خو په يو څو شيانو کي فرق لري چي هغه دا دي :

لومړى دا چي په سلم کي بايد د تړون په مهال ټولي پيسې نقدي ورکول سي ، په استصناع کي نقدي پيسې ورکول ضروري نه دي بلکي وروسته يې هم ورکولاى سي .
دوهم دا چي په سلم کي بايد د تسليمۍ نېټه وټاکل سي ، په استصناع کي د جوړولو او د تسليمۍ د نېټې ټاکل ضروري نه دي .
دريم دا چي په سلم کي بايد مُسْلَم فِيهِ د تړون د وخت څخه نيولې بيا د تسليمۍ تر وخت پوري په بازار کي موجود وي او په استصناع کي که مصنوع يعني جوړېدونکى شى په بازار کي هيڅ هم نه وي بيا يې هم تړون صحيح کيږي .
 
په استصناع کي که صانع د تړون تر مخه د ټاکل سوو شرطونو موافق شى جوړ کړى وي يا يې د ټاکل سوو شرطونو سر سم  په بل چا جوړ کړي هغه هم صحيح کيږي .

 په استصناع کي ضروري نه ده چي صانع بايد مصنوع پخپله د تړون وروسته جوړ کړي .

امام ابوحنيفه رحمه الله وايي : که په استصناع کي د جوړېدو او تسليمۍ نېټه وټاکل سي نو بيا سلم ګرځي ، که د سلم شرطونه يې پر ځاى سي بيا صحيح کيږي يعني د مخکنيو شرطونو څخه علاوه پيسې به يې هم د تړون په وخت کي ټولي نقدي ورکوي او بل دا چي د مُتَعَاقِدَيْنو څخه يې يو لا هم د فسخ کولو حق نه لري .

هو ! پدې شرط که شى د ټاکل سوو شرطونو مطابق جوړ سوى وو او که شى د ټاکل سوو شرطونو سره سم جوړ سوى نه  وو بيا يې مشتري د عيب لکبله فسخ کولاى سي .

امام ابويوسف او امام محمد رحمهما الله وايي : په استصناع کي که د جوړېدو او تسلمۍ نېټه هم وټاکل بيا هم استصناع بلل کيږي ، پيسې يې د تړون په وخت کي هم ورکولاى سي او تر تړون وروسته يې هم ورکولاى سي .

د استصناع تړون د امام ابوحنيفه او محمد رحمهما الله په وينا لازمي تړون نه دى ، د شي د جوړېدو وروسته لا هم هر يو کولاى سي چي تړون فسخ کړي ، دغه ډول که صانع دا شى پر بل چا خرڅ کړي هم جواز لري ، خو په دې شرط چي مستصنع ليدلى نه وي .

که مستصنع جوړ سوى شى وويني بيا يوازي هغه خيار رويت لري که يې قبلاوه او که يې رد کاوه .

که مستصنع تر ليدلو وروسته په راضي سو بيا يې يو لا هم د فسخ کولو حق نه لري .

ابويوسف وايي : د استصناع تړون لازمي عقد او تړون دى ، صانع او مستصنع دواړه يې د فسخ کولو حق نه لري .

 دغه ډول مستصنع د خيار رويت حق هم نه لري البته که شى د ټاکل سوو شرطونو سره سم جوړ سوى نه وو نو بيا يې مستصنع د خيار عيب په اساس فسخ کولاى سي .

په الفقه الاسلامي کي يې د امام ابويوسف رحمه الله قول د اوسني وخت د شرايطو سره وړ او مناسب بللى دى .

ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
 
 

سرته