تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ایا عمر په دعا سره اوږدیږي؟
 
  January 7, 2014
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۱۶۳)

نوم: عزیزالرحمن

د اوسېدو ځاى: (کندهار افغانستان  )

سوال : ایا د انسان عمر په دعا سره او یا په صلحه رحمي سره اوږديږي لکه څرنګه چي په حدیث کي راغلی دی او که نه؟او همدار  نګه ځني خلګ وايي صدقه رد بلا ده. دا څنګه کېدای سي؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

۱: تقدیر پر دوه ډوله دی معلق  او مبرم : په دعا، صله رحمۍ او صدقه کولو سره چي کوم بدلون د انسان په عمر کي راځي او یا بلاوي ردیږي هغه ټول په تقدیر معلق پوري اړه لري، په تقدیر مبرم کي هیڅ نوع زیادت او کمی نه راځي.

۲: د عمر د اوږیدوالي څخه مراد د ورځو او یا دکلو زیاتوب نه دی، بلکي اوږدوالی په دې معنی سره دی چي په دعا یا صله رحمي کولو  سره د انسان په عمر کی برکت راځي، په دې معنی چي الله تعالی ورته په لنډ عمر کي د زیاتو نیکو اعمالو توفیق ورکړي او عمر ئې د ضائع کېدو څخه را وګرځي او یا ورته نیک اولاد ورکړي چي دا هم یو ډول د عمر زیادت دی، اګر که د مرګه وروسته وي.

۳: دا هم یو سبب دی د نورو اسبابو په شان یعني الله تعالی چي د چا د عمر د اوږدوالي فیصله وکړي نو هغه بنده ته د صله رحمي کولو توفیق ور په برخه کړي، دا ډول صدقه هم ده، البته لومړی جواب تر ټولو قاطع دی.والله اعلم

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):عن سلمان قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم: لا يرد القضاء إلا الدعاء ولا يزيد العمر إلا البر. رواه الترمذی.

وفی الحدیث وجهان: احدهما أن یراد بالقضاء ما یخافه العبد من نزول المکروه، و یتوقاه فاذا وفق للدعاء دفع الله عنه....فتکون تسمیة بالقضاء علی المجاز .... قال ابوحامد الغزالي رحمة الله علیه: فان قیل فما فائدة الدعاء مع ان  القضاء لامرد له؟ 
فاعلم ان من جملة القضاء رد البلاء بالدعاء فالدعاء سبب لرد البلاء و وجود الرحمة کما ان الترس سبب لدفع السلاح والماء سبب لخروج النبات من الأرض فکما ان الترس یدفع السهم ... قوله ولا یزید فی العمرالاالبر: قیل معناه اذا بر فلا یضع عمره فکانه زاد وقیل یزاد فی العمر حقیقة. شرح  الطیبی رحمة الله علیه للتفصیل، کتاب الدعوات: ج۵، ص۱۷۱۰، طبع: مکة ریاض.

(۲): قول و ینساله فی اثره ای یؤخر اجله و تاخیر الاجل بالصلة اما بمعنی حصول البرکة والتوفیق فی العمر و عدم ضیاع العمر فکانه زاد او بمعنی انه سبب لبقاء ذکره الجمیل بعده او وجود الدریة الصالحة کما یقال الاولاد ولادة ثانیة للرجل والتحقیق انها سبب لزیادة العمر کسائر اسباب العالم فمن اراد الله زیادة عمره وفقه لصلة الارحام والزیادة انما هو بحسب الظاهر بالنسبة الی الخلق و اما فی علم الله تعالی فلا زیادة ولا نقصان وهو وجه الجمع بین قوله صلی الله علیه وسلم جف القلم بما هو کائن و قوله تعالی ( يَمْحُو اللَّهُ مَا يَشَاءُ وَيُثْبِتُ وَعِنْدَهُ أُمُّ الْكِتَابِ).ایت (39). حاشیة المشکوة المسمی باشعة اللمعات فی المشکوة، للعلامة عبدالحق محدث دهلوي رحمه الله: ج۲، ص۴۱۹. باب  البر والصلة  رقم الحاشیة: ۴. 

(۳): اما استشکاله بان الارزاق والأجال مقدرة من الله تعالی لا تزید ولا تنقص فجوابه مشهور بان الزیادة والنقصان بالنسبة للتقدیر المعلق اما التقدیر المبرم فقد جف القلم بما هو کائن واجاب بعض العلماء عن هذا الاشکال بان مراد الحدیث لیس هو الزیادة فی عدد ایام العمر وانما المراد حصول البرکة  فیه بحیث یوفق فیه لکثیر من الاعمال الصالحة التی تنفعه فی الأخرة والجواب الاول اولی وارحج. فتح الملهم: ج۱۱، ص۲۶۸. الجزء الخامس من کتاب تکملة فتح الملهم بشرح صحیح المسلم، باب البر والصلة.

(۴): والجواب ان الدعاء یرد البلاء اذا کان علی وفق القضاء والحاصل ان القضاء المعلق یتغیر بخلاف المبرم والله تعالی اعلم. شرح فقه الاکبر لملا علي قاري رحمة الله علیه: ص۱۳۰. 


جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 

سرته