تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ښځه او د کور دروازه! (قصه)
 
  January 5, 2014
  0

 رالېږونکی: حمدالله حلميار

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

په یوه ویجاړ او کنډواله کور کي يو غريب او مزدوركاره سړي هستوگنه کوله، کور ورته نشو ویل کیدی بس د تاریخی اثارو په شان وو د انگړ دروازه یي هم نه درلوده، داسي وبوله چي سره صحرا وه، میرمني يې خاوند ته څو ځله ويلي وو چی باید د حویلۍ لپاره یوه دروازه راوړي خو خاوند چي دغربت او بيوسۍ په واښ يي غبرگ لاسونه تړلي وو په یوه او بله بهانه به یي ځان خلاصاوو خو يوه ورځ يي ښځي ډير زيات اسرار وكړ چی باید د حویلۍ لپاره نور نو د یوې دروازې غم وخوري ويل يي زه نور په داسي يوه انگړ کي گوزاره نشم کولی چي دروازه ونلري ته چي کله په مزدورۍ پسي ولاړ شي زه ډيره زياته ويريږم، وایم هسي نه وي چي کوم غل کورته راوانه وړي، هو! رښتيا هغه د حويلۍ په دروازه چي مو پرده ځړولې ده هغه هم زړه شوي او پړانگي پړانگي ده!

خاوند يي موسكي شو او ورته ويي ويل: ته ولي دومره په ویره كي يي دا دی زه درسره یم زه ستا ساتونکی او پیره دار یم ته ولي هسي وسوسې در اچوي دا ورځ تيره شوه او د ښځي په همدغه کنډواله حویلۍ کي كلونه تيرشول او نه كومه بده پیښه رامنځ ته شوه. یوه ورځ یي خاوند له ځانه سره د حويلۍ لپاره یوه ښکلې دروازه هم راوړه او پکي ويي لگوله ماښام چی ویده کیدلو نو دروازي ته يي قلف هم ورواچاوو نور نو د ښځي هغه هميشنۍ ويره ختمه شوي وه او د لومړي ځل لپاره په خپل کور کي په ډاډه زړه ویديدله. په دې زړه حويلۍ كي يې څو مياشتي په ښه ډاډ او اطمینان سره تیري  کړې.

یوه ورځ داسي هم راغله چي د ښځي خاوند مړ شو ښځي د خاوند په مرگ غمجنه شوه او له مرگه وروسته یی تر ډیري مودې دننه په کور کي خلوت اختیار کړ او هیڅ بهر ته راونه وته، یوه شپه يې ناڅاپه کورته غل راواوښتی په داسی حال کي چي ښځه د خپل ځوانیمرگ خاوند په غم کي بې حاله پرته وه، دغله په درب او دروب ښځه هم راویښه شوه که گوري غل ددې كوټي ته راروان ده نو په وارخطایي سره يي  په زوره زوره د مرستي اوازونه پورته کړه د ښځي په بغارو نژدي گاونډیان راورسیدل او د هغو په هڅو غل ونيول شو او معلومه شوه چی غل د ښځي خپل گاونډی ده نو ایله ښځه د خپل خاوند په هغه خبره وپوهیده چي ورته ویل یې: 

( ته مه ویریږه ترڅو زه درسره وم هیڅوک تاته ضرر نشي رسولای زه ستا ساتونکی یم دروازه تا نشي ساتلی. )

ر ښتيا هم دغله په وړاندي اصلي خنډ دروازه نه بلكه زما خاوند وو، یا الله! ته هري ميرمني له سره د خپل خاوند سیوری مه لیري كوې خاوند د خپلي ميرمني د عزت د حويلۍ دروازه او ساتونكى ده.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته