تازه سرليکونه
د (فتوا زکات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په ډالر او افغانیو کي زما زکات
 
  December 17, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۱۱۳)

نوم: محمد رامیزکاکړ

د اوسېدو ځاى: ( کندهار  افغانستان)

سوال : زه ۲۵۰۰ ډالره نقدي پیسې لرم او کال  پر تېر سوې دی او شاوخوا ۴ لکه افغانۍ نقدي پیسې لرم خو کال نه دی پر تېر سوی اوس که دا مرسته راسره وکړي چي له نوموړو پيسو څخه زه شرعاً څومره پیسې زکات ورکړم؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

ستاسو پر افغانیو که څه هم کال پوره سوی نه دی بیا هم د ډالرو سره یو ځای کیږي، پر ټولي مایې مو دوه نیم  په سلو کي زکات واجبیږي یعني لس زره  افغانۍ او دونیم شپیته (دو شپېته عشارې پنځه) ډالره به په زکات کي ورکوی. والله اعلم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):  ومن كان له نصاب فاستفاد في أثناء الحول مالا من جنسه ضمه إلى ماله وزكاه المستفاد من نمائه أولا وبأي وجه استفاد ضمه سواء كان بميراث أو هبة أو غير ذلك... ثم إنما يضم المستفاد عندنا إلى أصل المال إذا كان الأصل نصابا فأما إذا كان أقل فإنه لا يضم إليه ، وإن كان يتكامل به النصاب وينعقد الحول عليهما حال وجود النصاب. الفتاوي الهندیة: ج۱، ص۱۷۵، کتاب الزکوة. طبع: مکة المکرمة. 

(۲): ثم فی کل اربعین درهما درهم عند ابی حنیفة رحمه الله. مختصر القدوری: ص۴۲.

ذکر محمد رحمة الله علیه ان المالک بالخیار فیها ان شاء قوم یقوم بما فیه ایجاب الزکوة ....... ویرید بالعروض ما خلا الذهب والفضة. التاتارخانیة: ج۳، ص۱۶۴، طبع رشیدیة. 

جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته