تازه سرليکونه
د (فتوا حج او عمره) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د بل چا په توسط د مور لپاره حج کول
 
  October 8, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۰۱۹)

نوم: حکمت الله

د اوسېدو ځاى: (کندهار افغانستان )

سوال : زما مور مړه ده زه سږ کال و حج ته ځم، نو که زه هلته و یو کس ته پیسې ورکړم چي زما د مور پر ځای حج وکړي دا صحیح کیږي او که نه؟ ځکه زه د دې ځای د سړي پیسې نه لرم چي بو ئې زم د هغه ځای د هغې  دا لرم.
 
جواب : 

حامداً و مصلياً

په خپله خوښه که څوک و مور یا پلار یا کوم بل کس ته د ثواب بخښني له پاره حج  کوي، یعني د هغوی په نیت د حج احرام وتړي، دا ډول حج د خپل وطنه هم کولای سي او د مکې مکرمې څخه ئې هم کولا ی سي، او همدغه ډول د بل کس په ذریعه ئې هم کولا ی سي. 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): فإن لم يخلف الميت تركة تفي بالحج من بلده، حج عنه من حيث تبلغ. الفقه الاسلامي: ج۳، ص۵۲. 
(۲): إذا أوصى بحجة الإسلام، أحج عنه رجلاً راكباً من بلده إن كفته النفقة، وإلا فمن حيث تكفي. الفقه الاسلامي: ج۸، ص۶۲. 
(۳): کذا في هندیة: ج۱، ص۲۵۹
(۴): و کذا في فتاوی الولوالجیة: ج۱، ص۲۸۴
(۳): اگر حج امر یا وصیت نہیں کی بلکہ کسی کی طرف سے تبرعا کوئی شخص حج کرانا چاہتاہے تو مکہ سے بهی جائز ہے. احسن الفتاوی: ج۴، ص۵۳۰. للعلامة مفتي رشید احمد لدهیانوي رحمة الله علیه (فاضل دارالعلوم دیوبند- هند)

جواب: مولوي  عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي سید عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسیني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

سرته