د سنن النسايي مؤلف أبو عبد الرحمن بن شعيب بن علي بن بحر بن سنان بن دينار النسائي رحمة الله علیه دئ نَساء په خراسان کي د يو ښار نوم دئ او و همدغه ښار ته د نسبت لکبله نَسائي ورته ويل کيږي .
امام نسائي رحمة الله علیه په ٢١٥ هجري سنه کي څوک بيا وايي چي په ٢١٤ هجري سنه کي زيږيدلى دئ محمد بن اسحاق وايي ابوعبدالرحمن النسائي د خپل عمر په وروستيو کلونو کي د مصر څخه دمشق ته ولاړى او هلته د حضرت علي رضي الله عنه د پلوي لکبله د ځينو معاوية پلوو کسانو لخوا د ستونزو سر مخ سو آن تر دې چي په ډډي کي په وهلو وهلو تر مسجد وايستل سو . د دې زړه دردونکي واقعې څخه وروسته د فلسطين د رملې ښارگوټي ته بوتلل سو او هلته وفات سو البته دارقطني رحمة الله علیه وايي مکې مکرمې ته بوتلل سو او هلته د دوشنبې په ورځ د صفري پر ١٣ نېټه په ٣٠٣ هجري سنه کي وفات سو .
امام نسائي رحمة الله علیه شافعي مذهبه او د خپل عصر د ډېرو لوړو منل سوو علماوو څخه وو.
امام نسائي د حميد بن مسعدة، عمران بن موسى ، قتيبة ابن سعيد ، إسحاق بن إبراهيم ، علي بن حجر ، علي بن حشرم ، محمد بن بشار ، أبو داود السجستاني ، مجاهد بن موسى ، أحمد ابن عبدة رحمة الله علیهم او د خراسان ، حجاز ، عراق ، جزيرة ، شام ، مصر او نورو ښارونو کي د استاذانو څخه حديث اورېدلي دي البته د احمد بن حنبل رحمة الله علیه څخه يې زياد روايات را نقل کړي دي .
حميد بن مسعدة، عمران بن موسى او علي بن حجر رحمة الله علیهم د امام نسايي د هغو استاذانو څخه دي چي په رباعي يعني په څلور کسيز سند يې د نسائي روايت و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته رسولى دئ او د نسايي تر ټولو لوړ او عالي سند همدا رباعي يعني څلور کسيز سند دئ .
ابو بشر الدولابي، أبوالقاسم الطبراني او أبو جعفر الطحاوي د امام نسايي د شاگردانو څخه دي .
سنن النسايي :
سنن النسايي د ابوعبد الرحمن بن شعيب النسائي رحمة الله علیه تصنيف دئ د دې څخه وړاندي ده د السنن الکبرى په نامه کتاب ليکلى دئ .
ابن الاثير رحمة الله علیه وايي : د اميرانو څخه يو چا د امام نسايي څخه د السنن الکبري په هکله پوښته وکړه چي ايا ټول احاديث يې صحيح دي ؟ نسايي ورته وويل : يا نو بيا هغه ورته وويل : د دې کتاب صحيح حديثونه په جلا ډول وليکه ده هم داسي وکړه د السنن الکبري څخه يې صحيح حديثونه را بېل کړل د المجتبي من السنن په نامه يې ونوماوه .
د امام نسايي رحمة الله علیه د رباعياتو يعني په څلور کسيز سند کي د را نقل سوو حديثونو څخه يو دا دئ :
أخبرنا حميد قال حدثنا عبد الوارث قال حدثنا شعيب عن أنس بن مالك رضي الله عنه قال قال رسول الله {صلى الله عليه وسلم} قد أكثرت عليكم في السواك.
ژباړه : رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : د مسواک په هکله مي ډېر ځله حکم درته کړئ دئ .
دا حديث امام نسايي د حميد ، عبدالوارث ، شعيب او انس بن مالک رضي الله عنه په سند د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه را نقل کړئ دئ .
محدثين چي ووايي : دا حديث نسايي را نقل کړئ د هغه څخه يې مقصد دا دئ چي په المجتبى يعني سنن النسايي کي يې را نقل کړئ دئ او دا کتاب يې يو د الصحاح الستة څخه دئ .
پر سنن النسايي باندي جلال الدين عبد الرحمن بن أبي بكر السيوطي ، نور الدين بن عبدالهادي أبو الحسن السندي رحمة الله علیهم حاشيه ليکلې ده . امام سندي په ١١٠٩ هجري سنه کي وفات سوي دي.
-----------------
ماخذ: د فضيلت پګړۍ
مؤلف: شيخ الحديث مولوي محمد عمر خطابي