تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د کفري هیواد پیسې اخیستل څنګه دي؟
 
  January 15, 2016
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (٨٧۳)

نوم: خالد احمد اغا مجددي
                                                         
سوال : د لندن د حکومت دا قانون دئ چي څوک دلته راسي او ځان د لندن حکومت ته ښکاره کړي نو دلندن حکومت له هغه کس څخه د هغه د راتلو د علت پوښتنه کوي څوک ورته درواغ او څوک رښتیا وايي چي په وطن کښي مي د ژوند خطر وو په دې وجه دلته راغلئ یم دده په اړه حکومت څېړني شروع کوي اوله، دوهمه او تر دریمي محکمې پوري نو دا فیصلې کله شپږ میاشتي کله اته میاشتي او کله له دې څخه هم زیات وخت اخلي نو په دغه موده کښي دغه (نظربند) کس د کار اجازه نه لري نو دغه کس ته کور او د خوراک لپاره هفته پر هفته پیسې ورکوي پرته د کوم قید او شرط څخه که هغه مسلمان وي او که کافر دا خبره نسته ټولو ته په یو نظر ګوري نو زه خپله تر اوسه دغه پیسې نه اخلم نو دا پیسې اخیستل جائز دي او که نه؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

څرنګه چي مقدس شریعت مسلمانان له کفارو سره له هر ډول موالاة او دوستۍ څخه منع کړي دي،  بیا هم په څه مخصوصو صورتونو کښي له دوی سره د معاملاتو (تجارت) او له دوی سره په خپل ورځني ژوند کښي د مخامخ کېدو او یا همسایه توب په خاطر د قلبي محبت پرته د خوش اخلاقۍ، نېک چلند(مدارات) اجازه کړې ده، او د کافر هدیه چي د مؤمن حیثیت او سیاست زیانمن نه کړي اخیستل جائز دى.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): کما فی الهندیة: وجئنا إلى صلة المشرك المسلم فقد روى محمد رحمة الله عليه في السير الكبير أخبارا متعارضة في بعضها أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قبل هدايا المشرك وفي بعضها أنه صلى الله عليه وسلم لم يقبل..... فعبارة الفقيه أبي جعفر الهندواني أن ما روي أنه لم يقبلها محمول على أنه لم يقبلها من شخص..... ولا يجوز قبول الهدية من مثل هذا الشخص في زماننا وما روي أنه قبلها محمول على أنه قبل من شخص..... وقبول الهدية من مثل هذا الشخص جائز في زماننا أيضا ومن المشائخ من وفق من وجه آخر فقال: لم يقبل من شخص علم أنه لو قبل منه يقل صلابته وعزته في حقه ويلين له بسبب قبول الهدية. کتاب الکراهیة، الباب الرابع عشر فی اهل الذمة والاحکام التی تعود الیهم .ج٥، ص٣٤٧- ٣٤٨. مکتبه رشیدیه کوئټه.

(۲): وفی خلاصة الفتاوی: وفی قبول الهدیة من الکفار ان کان بحال یقل صلابته لا یجوز. الفصل الثالث فیما یتعلق بالمعاصی. ج٤، ص٣٤٧ مکتبه رشیدیه کوئټه.

(۳): وفی المحیط البرهانی: کتاب الکراهیة والاستحسان، الفصل السادس عشر فی اهل الذمة والاحکام التی تعودالیهم المسئلة. ج٨، ص٧٠، المسئلة٩٦٠٩- ٩٦١٠، مکتبه غفاریه کوئټه.

(۴): غیرمسلم سے سوکها دانہ، غلہ، اٹا وغیره لے کر کهانا پکانا اور کهانا جائز ہے جب کہ غیر مسلم نے اپنی خوشی سے دیا ہے تو اس کو لینے اور کهانے میں کوئی قباحت نہیں اور جب کہ کهانا جائز ہے. کفایت المفتی: کتاب الحظر والاباحة، باب الاکل و الشرب الفصل الاول فیما یتعلق بالاکل و الشرب مع الکفار. للعلامة مفتي کفایت الله الدهلوي رحمة الله علیه 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته