تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په امریکا کي د جمعې لمونځ کول
 
  June 1, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۸۳۸)

نوم: احمد زی
                                                        
سوال : دلته په امریکا کي دير مسلمانان سره راغونډيږی د جمعې لمونځ په  جماعت  سره اداکوي، ايا دلته د جمعې لمونځ په  جماعت ادا کېدای سي او که نه  ؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

د کفارو په وطن کي چي مسلمانان پر يو چا اتفاق وکړي او خطيب ئې مقرر کړي، بس هم دى خطيب دى د جمعې لمونځ ئې صحيح دى.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): فلو الولاة كفارا يجوز للمسلمين إقامة الجمعة ويصير القاضي قاضيا بتراضي المسلمين ويجب عليهم أن يلتمسوا واليا مسلما. رد المحتار: ج١، ص٥٩٥، طبع رشيديه.
(٢): ولو تعذر الاستئذان من الإمام فاجتمع الناس على رجل يصلي بهم الجمعة جاز ، كذا في التهذيب. الفتاوي الهنديه: ج١، ص١٤٦.

جواب: مولوي عبدالهادي اغا 
الجواب صحيح: مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 

سرته