تازه سرليکونه
د (فتوا حج او عمره) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ایا د اولاد په پیسو حج کولای سم؟
 
  May 28, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۸۳۱)

نوم: بری
                                                           
سوال : زه غواړم حج وکړم، اما کوم رقم چي زه وه حج ته لرم هغه زما د اولادو دي، ځکه د لته په جرمني کي دا قانون دی، چي حکومت و کوچنیانو ته د میاشتي یو اندازه پیسې ورکوي، او ما دا پیسې ساتلي دي، زما معاش دومره دي، چي زموږ ګزاره په کیږي زما اولادونه تر اوسه کوچني او نابالغه دي، ایا زه د دوي په پیسو حج کولای سم او که نه؟ 

 جواب : 

حامداً و مصلياً

ستاسو د کوچني اولادو د پیسو په وجه پر تاسو باندي حج فرض نه دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱):۳۴۲۸عن قیس ابن ابی حازم: جاء رجل الی ابی بکر الصدیق رضي الله عنه تعالی فقال: انی ابی یرید ان یاخذ مالی کله لحاجة فقال لابیه انما لک من ماله ما یکفیک فقال یا خلیفة رسول الله صلی الله علیه وسلم الیس قال رسول الله صلی الله علیه وسلم انت و مالک لا بیک فقال نعم و انما یعنی بذالک النفقة ارض بما رضی الله عزوجل ( روه الطبرانی فی الاوسط والبهیقی)، اعلاء السنن: ج۱۱، ص۲۸۵، باب النفقه علی الارقاب، مکتبه ادارة. القران والعلوم الاسلامیه کراچي.

(۲): ( الْحَجُّ وَاجِبٌ عَلَى الْأَحْرَارِ الْبَالِغِينَ الْعُقَلَاءِ الْأَصِحَّاءِ إذَا قَدَرُوا عَلَى الزَّادِ وَالرَّاحِلَةِ فَاضِلًا عَنْ الْمَسْكَنِ وَمَا لَا بُدَّ مِنْهُ ، وَعَنْ نَفَقَةِ عِيَالِهِ إلَى حِينِ عَوْدِهِ وَكَانَ الطَّرِيقُ آمِنًا. العنایة شرح الهدایة: ج۴، ص۴، کتاب الحج، مکتة رشیدیه کوئټه. 

(۳):( وأما شرائط وجوبه ) فمنها الإسلام... ( ومنها العقل) ومنها البلوغ ( ومنها القدرة على الزاد والراحلة ) بطريق الملك أو الإجارة دون الإعارة والإباحة... وتفسير ملك الزاد والراحلة أن يكون له مال فاضل عن حاجته ، وهو ما سوى مسكنه ولبسه وخدمه ، وأثاث بيته قدر ما يبلغه إلى مكة ذاهبا وجائيا راكبا لا ماشيا وسوى ما يقضي به ديونه ويمسك لنفقة عياله ، وحرمة مسكنه ونحوه إلى وقت انصرافه كذا في محيط السرخسي. الفتاوی الهندیه: ج۱، ص۲۱۷، الباب الاول، کتاب المناسک، مکتبه رشیدیه کوئټه.

 سوال: ایک مولانا صاحب کهتے ہیں که جس کے پاس ساڑهے سات توله سونا یا باون توله چاندی ہو وه صاحب مال هے اور اس پر حج فرض هوتا ہے یعنی جو صاحب زکاة ہے اس پر حج فرض ہو جاتاہے اسلام کی روشنی میں جواب دیں.
جواب: اس سی حج فرض نہیں ہوتا بلکه حج اس پر فرض ہے جس کے پاس حج کا سفر بهی ہو اور غیر حاضری میں اهل وعیال کا خرچ بهی ہو. حج اور عمره کی فرضیت. آپ کے مسائل اور ان کا حل: ج۵، ص۲۳۴. للشیخ مفتي محمد یوسف لدهیانوي رحمة الله علیه (لدهیانه-هند)مکتبه لدهیانوی. 

جواب:  مولوي عبدالقادر
الجواب صحيح: مولوي سردار محمد، مولوي شاه ولي الله و مفتي جان محمد راشد
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

سرته