تازه سرليکونه
د (فتوا معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: بانک ته د موټر لپاره کښت ورکول
 
  April 17, 2013
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۴۶۶)

نوم: عبدالواحد حسن

سوال : اسلام علیکم زماپوښتنه دمولوی صاب څخه.محترم مولوی صاحب .اکثره خللګ دبانګ څخه یو شی رانیسی لکه موټراو بانګ بیا هغه شی ددرویا څلور کالو په پور ورکوی په نغدوپیسويي ارزانه ورکوی اوپه پوریې بیا ګران ورکوی ایا دا کارد شریعت له نظره څنګه دئ ؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

ياده سوې معامله دوه ډوله ده:

١- اول ډول دادى: چي موټر بانک رانيسي په ٢٠٠٠٠ درهم بيا يې پر بل په (٢٥٠٠٠) وپلوري يعني د کمپنۍ سره معامله بانک وکړي بيا يې تاسو ته په کښت درکړي، دا ډول سودا جائز ده. 

٢- دوهم ډول يې داده: چي موټر پخپله تاسي رانيسی، ستاسي سره د موټر د قيمت په اندازه پيسې نه وي نو د بانک څخه پيسې په سود واخلی مثلاً( ٢٠٠٠٠) درهمه د بانک څخه په (٥٠٠٠) درهمه سود واخلی چي ټولي (٢٥٠٠٠) درهمه پر تاسو راځي، دا ډول معامله ناجائز ده.

کوم صورت چي تاسي ذکر کړي دى چي موټر تاسي خوښوی صرف د پيسو نه لرلو په خاطر د بانک څخه سود اخلي نو دا دوهم ډول ته ورته معامله ده، چي ناجائز ده.
بله خبره داده چي که چيري تاسي په کال يا هغه ټاکل سوي موده کي پيسې اداء نه کړي نو د بانک له طرفه نور اضافه پيسې شرط ګرځول کيږي له دې کبله هم ياده سوې سودا ناجائز ده.

جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): اس معاملے کي دو صورتيں هيں:
اول: يه هے کي بينک 30 هزار روپے مي گاڑي خريد کر اس کو ٣٥ هزار روپے ميں فروخت کردے يعني کميني سے سودا بينک کرے اور گاڑي خريدنے کے بعد اس شخص کے پاس فروخت کرے يه صورت تو جائزهے.
دوم: يه هے که گاڑي تو (الف) نے خريدي اور اس گاڑي کا بل ادا کرنے کیلئےبينک سے قرض ليا بينک نے ٣٠ هزار روپے سود لگا کر اسکو قرض ديديا يه صورت ناجائز هے آپ نے جو صورت لکهی هے، وه دوسري صورت سے ملتي جلتي هے اس لئے يه جائز نهيں . آپ کي مسايل اور آن کا حل: ج٦، ص٢٤٩.
(۲): جامع الفتاوي: ج٦، ص٣٠٧، طبع اداره تاليفات اشرفية.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته