تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
شراب دانسان ډيربد دښمن دئ
  تعلیم الاسلام
  October 12, 2014
  0
څنګه چي په شرابوکي زيات اخلاقي او بدني خطرات موجود دي. نو دهغو چيښل داسلامي شريعت له نظره په ډېر مغلظ حرمت حرام او له ډېرو خبيثو کبايرو  او  شد يدو  جرايمو څخه بلل سوي دي. 
 
شراب يو نشه راوړونکې مايع ماده ده، په راتلونکو کرښوکي زموږ  د شرابو څخه يوازي هغه شراب مراد نه دي ، چي په قرآني اصطلاح کي هغه ته خمر وايي او قطعي حرام دي ، بلکي د شرابو څخه عام مسکر يعني نشه کونکي مايعات مراد دي ، چي د ډول، ډول اجزاوو له پلوه بېل، بېل ډولونه لري، چي په ځينو کتابونو کي يې دشرابو داقسامو شمېر ترشپږو سوو پوري ليکلى دي. 
 
 دجوړښت په لحاظ دشرابو عمده ډولونه درى دي: 
 
١- بير چي ستر جزء  يې  وربشي  او نور دي.
٢- واين، چي انګور او داسي نور يې ستر جز وي.
٣- سپرت دا د پورتنيو دوو ډولو څخه را باسي يايې مقطر کوي، چي  دالکولو د ډېرښت له کبله تيز وي . 
 
شراب يو ډير ناولئ چټل چښاک دئ ځينو پوهانو شرابو ته په شر  آب ويلي دي رشتيا چي دايي ډېر ښه نوم ورته يښئ دئ شرابي نه د دين کارکولاى سي او نه د دنيا، شرابي نه د دين دوست وي او نه د وطن دوست وي، بلکي يوازي او يوازي د  شرابو دوست وي نه غيرت او نه حيا پکښي پاته وي.
 
دا خاص د الله جل جلاله  فضل دئ، چي تر اوسه زموږ په مملکت کي دشرابو استعمال عموميت نه دئ پيداکړئ مهلکو اضرارو څخه تر اوسه ساتل سوي يو، مګر سره له دې دا ضروري ده، چي موږيي بايد په اضرارو ښه خبر سوو ولي مسلمانان بايد تر هر کفري مملکت تر خلکو پوه وي دشرابو اضرار يوازي تر شرابي پوري محدوده نه پاته کيږي و اولاد ته يې هم دا اضرار نقل کيږي د شرابي پلار او دشرابي مور اولاد ضعيف کمزوره بي زړه وي، تر دې حده پوري چي تل دغه ماشومان د اعصابو دضعف، مرګيانو ليونتوب او سل دق سره مخ کيږئ او په خپله هغه خلک چي شراب چيښي  ددې او هغه دنيا خواري ورته ګوري، نو په دې کي هيڅ شک نسته، چي شراب ام الامراض وام الخبائث دي، يعني د ناروغيو او ناوړو اخلاقو زيږونکي دي .  
 
 دانسان بدن د(١٢) سيسټمونو څخه جوړ دئ شراب دغه ټوله تر خپل بد تاثير لاندي راولي ګورئ ځيګر يا اينه دانسان په بدن کي يوه ستره ارزښناکه حياتي عضو دي او په بدن کي ډيري مهمي وظفې لري شراب دغه ټول له منځه وړي ترخۍ خرابوي معده ښه کار نه کوي دشرابي په ژبه کي بندښت پيدا سي او اواز يې ډډ (ډبل) سي او سږۍ يې هم خپل کار نه سي اجراکولاى شرابي د سر دردي، سرګرځېده، ابلج (ليونتوب) دپوښتورګي او مثانې  د کمزورئ سره مخ کېږي  او کله نا کله سوزاک (gonorhoearsis) هم ورته پيدا کيږي دشراب خور دسترګو ديد کمزوره کيږي شراب عقل له منځه وړي او هيره ډېره وي او کله، چي زيات شراب وخوري نو په دغه وخت کي بصله (عصاب ) فلج سي نو زړه او تنفس دواړه کار نه کوي نو ځکه دانسان دمرګ سبب کيږي.
 
دشرابو او نورو نشيي چيښاکو او خوراکو، چيښاک او خوراک   يوداسي ناوړه عمل دئ، چي ناوړي پايلي  يې څوک په ژبه او قلم نه سي بيانولاى خو موږ دلته  د شرابو څخه رامنځ ته کېدونکي ناخوالي، بد اخلاقۍ او په اړه يې څه لار ښووني ستاسو سره شريکوو . 
 
 
١- هيڅ ډول شراب او نشه کونکي شيان مه خورئ! ځکه ددنيا او اخرت تاوان لري.
٢- دشرابي څخه ځان ساتئ او هيڅ ناسته او ولاړه  مه ورسره کوئ.
٣- شراب حيا له منځه وړي او ډېر ځله يې د شرمونکي حالت سره مخ کوي آن تر دې ، چي کله پرتوګ مرداروي ، ايا عقلمن او غيرتمن انسان به کله هم داسي کړني ته زړه ښه کړي ؟ 
٤- شرابي کسان اکثره وخت دخپلي کورنئ غړي وژني، ځکه  عقل يې زايل سي.
٥- شرابي کسان دخپلو ماشومانو هيڅ پروا نه لري هغه که وږي او که لڅ وي.
٦- شراب دبدني تاوان ترڅنګ مالي تاوان هم لري .
٧- شرابي خلګ زده کړه نه سي کولاى ، ځکه هيره يې ډېره وي.
٨- دشرابو څخه هغه وخت محفوظ او مامون ياست چي محمدي شريعت پر ځان عملي کړي.
٩- د شرابو چيښاک  د تور ژړي (Hepatitis HB) او هم د اينې د سرطان سبب ګرځي  . 
١٠- د شرابو چيښاک دمعدې کولمو او په دماغ کي دننه د دا نو  سبب هم ګرځي ، په لنډ ډول ويلاى سو چي د شرابو او نورو نشيي توکو څخه ځان ساتنه په حقيقت کي د ډېرو امراضو او بد اخلاقيو څخه د ځان ساتني ستر کار دئ.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۰ ګڼه
 
ــــــــــــــــــــ
په دې اړه نوري مقالې:
موسیقي سندر غاړي ښځي او شراب (الحدیث)
د يوه شرابي او عالم تر منځ مباحثه
شراب څښل که سرطان په پيسو اخيستل
فتوا- د شرابو چيښولو سزا
۳۶ درس:  حد قذب، د شرابو او د غلا حد
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته