تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: دوه کاله مسافري کول څنګه ده؟
 
  April 2, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۶۶۱)


نوم: شینواری

د اوسېدو ځای:ننګرهار       

سوال : ايا د اسلام له نظره کال او دوه کاله مسافري جائز ده او که نه ؟
 
جواب : 

حامداً و مصلياً

کوم کس چي سفر کوي،که چیري دا کس متاهل (واده والا) وي، نو بيا يې حکم دادی چي تر څلور مياشتو زيات سفر کول د خپلې ښځي د اجازې او رضامندۍ پرته په کار نه دى. البته مطلق سفر کول د شريعت له نګاه څخه  کوم حد نه لري.

جواب : مولوي عبدالغفار 
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): قال العلامه الحصکفى رحمة الله تعالى: ولا يبلغ مدة الإيلاء إلا برضاها. الدرالمختار.
وقال العلامه ابن عابدين رحمة الله تعالى: وَيُؤَيِّدُ ذَلِكَ أَنَّ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ تَعَالَى عَنْهُ لَمَّا سَمِعَ فِي اللَّيْلِ امْرَأَةً... فَسَأَلَ بِنْتَه حَفْصَةَ : كَمْ تَصْبِرُ الْمَرْأَةُ عَنْ الرَّجُلِ : فَقَالَتْ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ ، فَأَمَرَ أُمَرَاءَ الْأَجْنَادِ أَنْ لَا يَتَخَلَّفَ الْمُتَزَوِّجُ عَنْ أَهْلِهِ أَكْثَرَ مِنْهَا. ردالمحتار: ج٢، ص٤٣٢، کتاب النکاح باب القسم ، طبع مکتبه رشيديه .

سرته