تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په اوسني حکومت کي د جمعې لمونځ
  تعلیم الاسلام دارالافتاء
  March 3, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء

 
مسلسله شمېره : (۳۷۹)
 
نوم: عبدالرحمن 
 
سوال :  بعضي خلګ وايي چي په اوسني حکومت کي  دجمعي د لمانځه وروسته چي څلور نست کېږي بايد د ماپښين د فرضو نيت وکړي يا دا سمه ده ؟
 
جواب : 
 
حامداً و مصلياً
 
 دجمعي لمونځ پر مسلمانانو په هر وخت کي واجب دى که څه هم د مسلمانانو ښارونه دکفارو په لاس کي وي،که چيري والي د ښار هم کافر وي مسلمانانو ته جائز ده چي د جمعې لمونځ اداکړي. مطلب دا چي دجمعي لمونځ تر حکومت پوري تعلق نه لري ، او نه دوهم وار را ګرځېدل غواړي.
 
جواب : مولوى رفيع الله 
الجواب صحیح :مولوي عبدالهادي ، مولوي سيد عبدالباري .
تعليم الاسلام دارالافتاء 
کندهار ، افغانستان 
 
 
 
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱) : فِي مِعْرَاجِ الدِّرَايَةِ عَنْ الْمَبْسُوطِ الْبِلَادُ الَّتِي فِي أَيْدِي الْكُفَّارِ بِلَادُ الْإِسْلَامِ لَا بِلَادُ الْحَرْبِ لِأَنَّهُمْ لَمْ يُظْهِرُوا فِيهَا حُكْمَ الْكُفْرِ بَلْ الْقُضَاةُ ، وَالْوُلَاةُ مُسْلِمُونَ يُطِيعُونَهُمْ عَنْ ضَرُورَةٍ أَوْ بِدُونِهَا ، وَكُلُّ مِصْرٍ فِيهِ وَالٍ مِنْ جِهَتِهِمْ يَجُوزُ لَهُ إقَامَةُ الْجُمَعِ وَالْأَعْيَادِ وَالْحَدِّ وَتَقْلِيدُ الْقُضَاةِ لِاسْتِيلَاءِ الْمُسْلِمِ عَلَيْهِمْ ، فَلَوْ الْوُلَاةُ كُفَّارًا يَجُوزُ لِلْمُسْلِمِينَ إقَامَةُ الْجُمُعَةِ وَيَصِيرُ الْقَاضِي قَاضِيًا بِتَرَاضِي الْمُسْلِمِينَ وَيَجِبُ عَلَيْهِمْ أَنْ يَلْتَمِسُوا وَالِيًا مُسْلِمًا. ردالمحتار: ج۱ ، ص۵۹۵ .

سرته