تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د ماخستن لمونځ د ۱۲ بجو وروسته
 
  March 2, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۵۵۲)

نوم: احسان الله شینواری

سوال : د  بعضو خلګو څخه مي اورېدلي دي، چي د ماسختن لمونځ د شپې  د دولسو بجو څخه وروسته روا نه دئ ، ايا دا صحيح ده او که نه ؟ 

جواب : 

حامداً و مصلياً

د ماخستن د لمانځه وخت تر سپېدو پوري وي ، البته د شپې په وروستۍ نيمه برخه کي يې ادا کو ل کراهيت لري .

الجواب : مولوي سيد عبدالباري 
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا 
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان





ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): والعشاء والوتر منه الى الصبح.  زيلعي : ج۱، ص٨١- کتاب الصلوة، طبع: امدادیة حنفیة
(۲): نورالايضاح . ص۵۶- کتاب الصلوة
(۳): والتاخیر الی النصف مباح وبعد النصف مکروه کراهة تحریمیة. الموسوعة الفقهیة: ج۷، ص۱۷۸
 

سرته