تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ځان سره حساب کول
 
  May 22, 2017
  0
لیکنه: مولوي سردار محمد

الله  جل جلاله  انسان په ډېر ښايسته تخليق سره پيدا کړئ دئ او ډېر لوئ نعمتونه يې ورکړي دي. د دې، عظيمو او لويو احساناتو څه يې دا احسان هم ورسره کړئ ، چي د ايمان او اسلام  د غټي سرمايې څخه يې هم برخمن کړئ دئ ، بيا يې ښايسته د بدن غړي ورکړي دي او د دنيا نظام يې په ښه ترتيب ورته برابر کړئ دئ او داسي ډېر نور نعمتونه، چي انسان يې پر زړه کړي ، مګر انسان ته پکار داده ، چي د خپل رب احسانات هېر نه کړي او همېشه يې را پر زړه کړي، نودابه د دې انسان د شکر کولو  او د ځان سره د حساب کولو يوه ذريعه جوړه سي ، ځکه حساب کول يو د هغو اخلاقو څخه دئ ، چي الله جل جلاله  او د الله رسول صلی الله علیه وسلم يې خوښوي . 

د الله جل جلاله  په کتاب کي  د حساب اهميت:
 الله  جل جلاله  په خپل عظيم کتاب کي په نفس اللوامه باندي قسم اخلي:
لاَ أُقْسِمُ بِيَوْمِ الْقِيَامَةِ ، وَلاَ أُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوَّامَةِ . ( سورة القيامة ايت ١_ ۲)  
ژباړه : قسم کوم په ورځ د قيامت او قسم کوم په نفس ملامت کونکي باندي . 

 نفس لوامه هغه نفس دئ، چي د خپلو عملونو په حساب کولو سره خپل ځان ملامتوي او و ځان ته وايي ، چي ولي دي داسي وکړل ( ګناه دي ولي وکړل) او نېک کار دي ولي کم وکړئ ؟
 
د حضرت ابن عباس  رضي الله عنه  او حسن بصري  رحمة الله علیه  د دې ايت په تفسير کي فرمايي: په نفس لوامه قسم خوړل د الله جل جلاله  د طرفه د داسي مؤمنانو  د نفسونو عزت او شرافت ښکاره کول دي ، چي په خپله پر خپلو عملونو باندي د ځان سره حساب کوي پر خپلو غلطيو باندي پښېمانه کېږي او خپل ځانونه ملامتوي . ( معارف القران ، ج: ١٠،ص:١٩٩) . 

         موږ په دې اوسني عصر کي و دغسي کړونوته ډېر زيات ضرورت لرو ، ځکه انسانان د خپل رب د طاعت څخه ډېر غافله دي او د اخرت د فکر څخه بې برخي دي ، د دنيا د ټولو  لذتونو او خواهشاتو په حاصلولو کي وداسي اندازې ته رسېدلي دي ، چي د حلالو او حرامو هيڅ فرق نه کوي . 

حضرت حسن بصري  رحمة الله علیه  فرمايي: د مؤمن دا حال دئ قسم مي دى په الله جل جلاله  باندي چي وبه نه ويني مؤمن ، مګر دى به ځان ملامته وي په هر حالت کي او خپل نفس به راګرځوي د هر هغه کار څخه ، چي دى په پښېماني کي اچوي او د فاجر بدکاره حال دادئ چي خپل نفس يې مخته ايله کړئ وي هيڅ قسم ترټنه پر بد عمل کولو نه ورکوي . 
 
حساب داسي کېدلاى سي: 

ابصرالناس من نظرالى عيوبه . 
ژباړه: ترټولو پوه هغه دئ، چي خپلوعيبونوته ګوري . 

مطلب دا چي د بل نقصان مه بيانوه د خپل ځان د اصلاح په فکر کي سه او خپلو عيبونو ته ځير سه اوکله چي عيب پيداکړې نو سمدستي يې د ځانه ليري کړه. همېشه په دې ترتيب د عيبونو پلټنه کوه نو د نفس اصلاح او تهذيب به دي وسي او بل دا چي دا مهم کار په ذهن کي ټينګ ونيسه ، چي يوه ورځ به د الله  جل جلاله  په حضورکي درېږې او حساب به در سره کوي . 

د عبرت کيسه : فضيل بن عياض  رحمة الله علیه  يو جيد عالم او بزرگ وو ده ويوه سړي ته وويل چي څوکاله عمر لرې ؟ هغه سړي ورته وويل : د (٦٠) کالويم . 
 
فضيل بن عياض  رحمة الله علیه  ورته وويل چي (٦٠) کاله لار دي طى کړې ده او دالله جل جلاله  وملاقات ته نژدې سوئ يې او لږ وخت سته چي وروبه رسېږې . 

سړي وويل: إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ. 

فضيل  رحمة الله علیه  و دې سړي ته وويل ددغه ايت په تفسير پوهېږې او بيا يې تفسير ورته بيان کړئ ( يقينا موږ الله  جل جلاله  لره يو او يقينا موږ به هغه ته ورګرځو ، چاچي دا وپېژندل چي زه د الله جل جلاله  بنده يم نو پوه دي سي چي زه د خپل رب په مخکي درېږم هو په دې چي پوهه سي چي زه د الله جل جلاله  په مخکي درېږم نو په دې دي هم پوه سي چي پوښتنه به راڅخه کېږي او دا چي ورته معلومه سوه چي زماڅخه پوښتنه کېږي نو دجواب له پاره دي لار پيدا کي . 

سړي ورته وويل: چاره يې څه ده ؟ فضيل رحمه الله ورته وويل : اينده ژوند دي نېک کړه، الله جل جلاله  به د تېر سوي ژوند د ګناهونوبخښنه درته وکړي، که دي اينده ژوند هم سم نه کړې نو د ژوند په دواړو حالاتو کي  به ماخوذه يې . ( سيرا علام النبلاء ، ج:٨،ص:١١٣) 

الله  جل جلاله  فرمايي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَلْتَنظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍ. ( سورة الحشر ايت ١٨) 
ژباړه: اې مؤمنانو! د الله جل جلاله  له عذاب څخه ځان وژغورئ ، هرنفس دي هغه څه ته منتظر سي ، چي د سبا له پاره يې ور وړاندي کړي دي . 

عن ثابت بن الحجاج قال قال عُمَر بن الخطاب زنوا أنفسكم قبل أن توزنوا وحاسبوها قبل أن تحاسبوا فانه أهون عليكم في الحساب غدا أن تحاسبوا أنفسكم وتزينوا للعرض الاکبر يَوْمَئِذٍ تُعْرَضُونَ لاَ تَخْفَى مِنكُمْ خَافِيَةٌ.( حياة صحابه ، ج:٢، ص٣٦١) او ( سورة الحاقة ايت  ١٨) 
 
ژباړه : حضرت عمر  رضي الله عنه  ويلي دي : مخکي تر دې ، چي ستاسو سره حساب وسي له ځان سره حساب وکړئ ، ځکه دا ستاسو راتلونکى حساب سپک وي تاسي حساب وکړئ او ځان لويي ورځي ته تيار کړئ ، ځکه د هغې ورځي څخه هيڅوک پټېدلاى نه سي . 

     الله جل جلاله  فرمايي په دغه ورځ د قيامت به زړاندي کړل سئ تاسو ، نه به پټېږي ستا سي څخه يو پټېدونکئ او د حشر په ميدان کي به مځکه ټوله هواره سي غر، غونډئ ، غار، عمارت، دريابونه او درختي به نه وي و يوې خواته د خپل رب جل جلاله  څخه نسئ پوټېدلاى . 

د دې بيان څخه د حساب اهميت په څرګند ډول معلوم سو نور نو بايد انسان خپل مسئوليت ته متوجه سي او د غفلت پردې له ځانه څخه ليري کړي دا قيمتي وخت په لهو لعب او عبثوکارونو تېر نه کړي بيابه افسوس کوي خو لاس ته به يې څه نه ورځي زموږ او ستاسو په مخکي ډېر سخت منظرونه دي لکه ، زکندن ، قبر، حشر، حساب او پل صراط دا داسي منظرونه دي چي د انسان څخه هرڅه هيروي يوازي او يوازي به د ځان په فکر کي وي . 
 

نو د خلاصون له پاره يې بايد په دنيا کي لاره ولټوو ، يوه لاره يې دا ده چي د قران کريم سره د ژوند تر ااخيري لمحې رابطه وساتو او همېشه د الله جل جلاله  ذکر او ياد وکړو او تر خپله وسه ديني تعليم وکړو او که څوک ديني تعليم ته وخت نه لري نو دومر وخت خوبه لري چي د تعليم الاسلام راډيو تعقيب کي ځکه په دې راډيو کي ډيري په زړه پوري ديني او معلوماتي خپروني سته او دا دالله جل جلاله  احسان دئ چي دا نعمت يې را کړئ دئ . 

الله جل جلاله  دي توفيق را ته راکړي چي موږ ورڅخه استفاده وکړو . 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، لسمه ګڼه
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته