تازه سرليکونه
د (عقايد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د الله تعالى په هکله د مسلمانانو عقيده
 
  January 10, 2013
  0
سوال: د الله تعالى په هکله د مسلمانانو څه عقيده لرل په کار ده ؟
 
جواب: د الله تعالى په هکله د مسلمانانو دا لاندي عقيدې لرل په کار دي:

١-  الله جل جلاله يو دى. 
٢- يوازي (صرف) الله تعالى د عبادت او بندګۍ لائق دى او د هغه څخه پرته (ماسوا) هيڅ څوک د بندګۍ لائق نه دى.
٣- هغه هيڅ شريک نه لري.
٤-  هغه په هر څه خبر دى هيڅ شى د هغه څخه پټ نه دى.
٥- هغه د پوره طاقت او قدرت څښتن دى.
٦- هغه مځکه آسمان ، سپوږمۍ ، لمر ، ستوري ، ملائکي ، انسانان او پيرانان لنډه دا چي ټوله جهان هغه پيدا کړى دى او هم هغه د ټولي نړۍ مالک دى.
٧ – مرګ او ژوند هم د هغه له جانبه دى ، يعني د ټول مخلوق ژوند او مرګ د هغه په حکم دى.
٨- هغه ټول مخلوق ته روزي ورکوي.
٩-  هغه نه خوراک کوي، نه څښاک کوي او نه بيدېږي.
١٠– هغه خو د به خوده (پخپله) همېشه دى او همېشه به وي.
١١ - هغه هيڅ چا نه دى پيدا کړى.
١٢ – د هغه نه پلار سته ، نه زوئ ،  نه لور ، نه ښځه او نه د چا سره د هغه د قرابت تعلق دى ، هغه له دې ټولو تعلقاتو څخه پاک دى.
١٣- ټول د هغه محتاج دي ، هغه د چا محتاج نه دى او هغه هيڅ شي ته حاجت نه لري.
١٤ – هغه بي مثله دى هيڅ يو شى د هغه مشابه يعني د هغه په شان نه دى.
١٥ – هغه د ټولو عيبو څخه پاک دى.
١٦ – هغه د مخلوق په شان د لاس ، پښو ، پزي ، غوږو او شکل  او صورت څخه پاک دى.
١٧ – هغه ملائکې پيدا کړي دي د دنيا پر انتظامو او خاص کارو يې مقرري کړي دي.
١٨ – هغه د خپل مخلوق د هدايت لپاره پيغمبران راليږلي دي چي خلګو ته رښتني مذهب وروښي ښه خبري ور وښيي او له بدو خبرو څخه يي وژغوري. 
 
 

ماخذ: د مشهور کتاب "تعلیم الاسلام" څخه, د تعلیم الایمان یا اسلامي عقائدو برخه.

مؤلف: علامه مفتي کفایت الله دهلوي رحمه الله
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته