تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ایا نارینه پېکی اړولای سي؟
 
  January 1, 2013
  0

 تعلیم الاسلام  دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۴۳۲)

نوم: نذير احمد نظيف 

سوال : ایا نارینه کولای سی چی پیکی وا ړوی که څنګه؟او با دا چی نبی کریم (ص) وریښتان غټ پریښی وه که کوچنی وه په کومه طریقه سره وه ؟

جواب :
حامداً و مصلياً

د  احنافو په نزد د نارينه لپاره يا سر خريل دي او  يا لاره پکښي ايستل دي .(١) که چیري نور سر هم دغومره غټ وي لکه پيکى نو لار دي پکښي وباسئ او که يې نور ويښتان کوچني کړي وي او پيکى يې غټ پاته وي بيا نو دا په قزع کي راځي چي بعضي حصه د سر وخروي  او بعضي حصه پريږدي  .

احسن الفتاوی ليکلي دي چي ټوله سر  برابر نه کړئ  هم قزع دى(٢)  او د قزع څخه نبي اکرم صلی الله علیه وسلم  منع کړى ده .(٣) 

او د نبى عليه الصلاة والسلام ورېښتان مبارک څوڼي وي چي د هغه درې ډوله د احاديثو په کتابو کي ذکر سوي دي او د سره خريلو امر نبى کریم صلی الله علیه وسلم کړى دى،  د حضرت جعفر رضي الله تعالى عنه کوچني اولادونه  يي را وستل او حلاق ته يې امر وکړ چي سرونه يي ور وخريه (٤)  او همدارنګه حضرت علي کرم الله وجهه سر خريلى دى (٥) .

جواب : مولوى عبدالهادي اغا
الجواب صحیح: مولوي سيد عبدالباري 
دارالافتاء تعليم السلام 
کندهار  افغانستان 
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):وَفِي رَوْضِهِ الزندويستي أَنَّ السُّنَّةَ فِي شَعْرِ الرَّأْسِ إمَّا الْفَرْقُ وَإِمَّا الْحَلْقُ وَذَكَرَ الطَّحْطَاوِيُّ الْحَلْقُ سُنَّةٌ وَنُسِبَ ذَلِكَ إلَى الْعُلَمَاءِ الثَّلَاثَةِ . الفتاوی الهندية،ج٥ ،ص٣٥٧ ، الباب التاسع عشر في الختان .
 
(٢): اخرج بوداود عن ابن عمر رضي الله عنهما قال نهي رسول الله صلي الله عليه وسلم عن القزع والقزع ان يحلق راس الصبي فيترک بعض شعره . احسن الفتاوي، ج٨ ، ص٨٢ .
 
(٣) : احسن الفتاوی ،ج٨ ،ص٨٥ .
 
(۴):عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ جَعْفَرٍ أَنَّ النَّبِىَّ صلى الله عليه وسلم: أَمْهَلَ آلَ جَعْفَرٍ ثَلاَثًا أَنْ يَأْتِيَهُمْ ثُمَّ أَتَاهُمْ فَقَالَ: لاَ تَبْكُوا عَلَى أَخِى بَعْدَ الْيَوْمِ. ثُمَّ قَالَ: ادْعُوا لِى بَنِى أَخِى. فَجِىءَ بِنَا كَأَنَّا أَفْرُخٌ فَقَالَ« ادْعُوا لِى الْحَلاَّقَ ». فَأَمَرَهُ فَحَلَقَ رُءُوسَنَا. احسن الفتاوي ،ج٨ ،ص٨٢ . 
 
(٥) : عَنْ عَلِىٍّ رضى الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ: مَنْ تَرَكَ مَوْضِعَ شَعْرَةٍ مِنْ جَنَابَةٍ لَمْ يَغْسِلْهَا فُعِلَ بِهِ كَذَا وَكَذَا مِنَ النَّارِ. قَالَ عَلِىٌّ فَمِنْ ثَمَّ عَادَيْتُ رَأْسِى فَمِنْ ثَمَّ عَادَيْتُ رَأْسِى ثَلاَثًا. وَكَانَ يَجِزُّ شَعْرَهُ. احسن الفتاوي،ج١ ،ص٨١ .
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته