تازه سرليکونه
د (فتوا معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ارزانه رانیول سوی شی ګران ورکول
 
  December 4, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۳۱۲)

نوم: اسما

 
سوال : يو سوك يو شئ ارزن وأخلي نو بل جه ته بيا وايي دا خو مي قيمت اخيستي يعني قيمت يي ٤٠ وي دي وايي١٠٠ مي اخيستي نو أيا داسي وايل سنكه دي كناه لري زكه دا نن سبا يو دود شوي جي سوك هم جه ته زن أو خفل شي ارزنه نه خكره كوي ؟

جواب : داسي ويل درواغ ويل دي او درواغ ويل ګناه ده خو که چيري نوموړي دغه شى په (٤٠) اخيستى وي او (٦٠) يې مصرف د کرايې او داسي نورو شيانو سوى وي، بيا به هم دى داسي نه وايي، چي دا شى مي په (١٠٠) اخيستى دى بلکي دى به وايي چي دا ماته په (١٠٠) ولاړ دى (تمام سوی دی) (۱). 

او که چيري دى و يو چاته ووايي چي دا شى مي په (١٠٠) اخيستى دى تاته يې په خپل سر درکوم نو مشتري شى رانيوى وروسته خبر سو چي دا شى يې په (٤٠) نه دى رانيولى بلکي په (٣٠) يې رانيولى دى نو مشتري دي و د ته (٣٠) ورکړي...(۲)، چي و دې بيع ته (تولية) وايې.

 او که مشتري ته يې وويل چي دا شى ما په (٤٠) رانيولى دى او پر تا (١٠) ګټه کوم او د (٢٠) پر ګټلي وي اوس مشتري ته اختيار دى چي پرېږدي يې او که يې په (٢٠) ګټه اخلي.

جواب : مولوي عبدالهادي آغا
کتنه: مولوي سید عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱):ويجوز أن يضيف إلى رأس المال أجرة القصار والطراز والصبغ والفتل وأجرة حمل الطعام... ويقول قام على بكذا. الهدایة
 
(۲):فإن اطلع المشتري على خيانة في المرابحة فهو بالخيار... وإن اطلع على خيانة في التولية أسقطها من الثمن. الهدایة، ج۳، ص۷۱- باب المرابحة والتولیة

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته