تازه سرليکونه
د (فتوا اسلامي عقايد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ایا شنه دانه ځړول شرک دی؟
 
  November 28, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۲۷۴)

نوم: احمد راشد

سوال : ما په یوه راډیو کی واوریدل چی څانګه نومیده چی ویل یی چی التمیمه شرک وای شنه دانه شرک دی نو که هرڅوک داشنه دانه په کورکی وځوړوی یا په کوچنی وځړوی نو داشرک ایا دارښتیا هم شرک دی؟

جواب : 

حامداً و مصلیاً

په دې باره کي د زينب امراٴة ابن مسعود او عبدالله بن عمر رضي الله عنهم حديث داسي راغلی دی: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول : " إن الرقى والتمائم والتولة شرك ". (۱)

د تمائم معنی ملا علي القاري رحمه الله يوه دا کړې ده چي دا هغه تعويذ دى چي په هغه کي د الله نوم يا ايات يا ادعيه مأثوره نه وي، او بله معنی يې د شنو دانو کړې ده.

 بيا ملا على القاري په مرقاة شرح مشکوة کي داسي ويلي دي: که چيري د دې سړي دا عقيده وي چي پخپله په دې شنه دانه کي دا قوت او تاثير دى چي دا نظر دفع کوي نو دا شرک دى او که يې داسي عقيده نه وي نو بيا شرک نه دى بلکه مفضي (هڅونکي) و شرک ته دي.

جواب: مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سید عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱):وعن زينب امرأة عبد الله بن مسعود أن عبد الله رأى في عنقي خيطا فقال : ما هذا ؟ فقلت : خيط رقي لي فيه: فأخذه فقطعه ثم قال : أنتم آل عبد الله لأغنياء عن الشرك سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول : " إن الرقى والتمائم والتولة شرك ". مشکوة، باب الطب والرقي

(۲): مرقات،ج۸، ص۳۵۹، باب الطب والرقي- مکتبة: امدادیة ملتان

(۳): وفي حدیث عبدالله بن عمر:"ما أبالي ما أتيت إن أنا شربت ترياقا أو تعلقت تميمة أو قلت الشعر من قبل نفسي ". مشکوة
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته