تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د ماپښين لمونځ تر دوه چندۍ وروسته
 
  November 13, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۱۰۰)

نوم: عبدالرحمن

سوال : د ماپښین لمونځ ورسته تر سایی تر دووچندی روادی که یا؟

جواب : د ماپښين لمونځ وروسته تر دوچندۍ نه دی روا. لکه  په حدیث شریف کي چي راځي: عن أبي هريرة قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم إن للصلاة أولا وآخرا وإن أول وقت صلاة الظهر حين نزول الشمس وآخر وقتها حين يدخل وقت العصر...(۱)

 د حدیث شریف مطلب دا دی چي اول وخت د ماپښین هغه دى چي لمر تر سر واوړي او اخر وخت يې هغه دى چي د مازيګر وخت داخيږي، او تر دوه چندۍ وروسته په اتفاق سره مازيګر داخل دى. 



جواب: مولوي عبدالسلام
الجواب صحیح: مولوي سيد عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان


ـــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): جامع الترمذي، ابواب الصلوة
(۲): بدائع الصنائع في ترتیب الشرائع. ج۱، ص۴۹۲
 

سرته