تازه سرليکونه
د (فتوا زکات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د مځکه، موټر او نقدو پیسو زکات
 
  September 29, 2012
  0

 

تعلیم الاسلام دارالافتاء

نوم: محمد راميز سنځر

د اوسېدو ځای: کندهار


سوال : د زکات په اړه یو سوال لرم هیله ده ځواب راکړی.پر ما څومره زکات لازم دی چی باید ور یی کړم، د لاندی ټکو په موجودیت کی؟
 
• یوه مځکه د کور د ریهایشی لپاره لرم چی ۲۲۵۰۰۰ افغانی کیږی.
• یو موټر لرم ۸۶۴۸۶ افغانی کیږی.
• مبلغ ۵۰۰۰۰ افغانی پر یو چا باندی دی.
• خو مبلغ ۶۰۰۰۰ افغانی نقدی لرم.نو پدی صورت کی پر ما څومره زکات لازم شو؟

جواب :                                  
 
        حامداً  و  مصلياً
۱-  دغه کور چي ته پکښي اوسيږې په دې کي زکات نسته .
۲- دغه موټر چي ته پکښي سپريږې د کور لپاره دئ زکوة پکښي نسته .
۳- دغه ٥٠٠٠٠  افغانۍ   چي هر وخت درکړي د تېر زکات به يې ادا کړې .
۴-  په دې ٦٠٠٠٠ کي زکوة سته په دې شرط چي کال ورباندي تېر سوی وي او زکوة  يې ١٥٠٠ يا يونيم زره افغانۍ کيږي.
 
جواب: مولوي سید عبدالباري
کتنه: عبدالهادي آغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
_________________
(۱): ولیس في دور السکنی و ثیاب البدن و عبید الخدمة و سلاح الاستعمال و دواب الرکوب زکوة. (هندیة ج۱، ص ۱۷۲)
 
(۲): ایضاً (حواله فوق) و لیس في دواب الرکوب زکوة.  (هندیة ج۱، ص۱۷۲)
 
(۳): فالدین القوي اذا کان علی مقر مفلسا تجب فیه الزکاة اذا قبضه. الفقه الاسلامي: ج ۲، ص ۷۶۸ جزء الثاني- مطبع: دارالفکر
 
(۴): و شرط و جوب الزکاة حولان الحول علی المال. هندیة، ج ۱، ص ۱۷۵
 

 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته