تازه سرليکونه
د (فتوا زکات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د کرايي پر کور زکات سته چي نقدي...
 
  September 15, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء

مسلسله شمېره : ( ۱۸۶)

نوم:  فدا محمد روحاني 
 
 
سوال : آيا ذکات پر هغه چا فرض دي چه خپل کور   نلري او په کرائي کور که ژوند کوي، که څه هم يو مقدار زر او نقدي پېسي ولري او د هغه ټوله دارايي دومره نه وي چه ځان ته د استوګني لپاره کور جوړکړي

جواب : که زر او نقدی پیسی یی تر پور او هم د ژوندانه  تر اصلی اړتیاوو ( حوایج اصلیه ) دونه زیاتی وی چی د زکات نصاب یی پوره کاوه نو دا کس  په شریعت کی غنی ګڼل کیږی د بل چا څخه  زکات نسی قبلولای او د کار په تیریدلو دوه نیم په سلو کی زکات پر فرض کیږی .(۱)


جواب: مولوي عبدالهادي آغا
کتنه: مولوي سيد عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان







ـــــــــــــ
(۱): فتاوی حقانیه: ص۴۸۸، ج ۳- باب وجوب زکوة وکذا امداد الفتاوی: ص ۵۹، ج ۲- کتاب الزکوة
 

سرته