تازه سرليکونه
د (فتوا روژه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ایا په وینه ورکولو روژه ماتيږي؟
 
  July 31, 2012
  0

 سوال:که سړی د وینو د معایناتو د پاره په روژه کي وینه ورکړي ایا روژه يې په ماته یا مکروه کیږي او که یا ؟


د سوال کونکي نوم : احمدالله         

جواب: د وینو په کښلو روژه نه ماتیږي دا که د حجامت په ډول وي او که د پیچکاري په ذریعه وي لکه څه ډول چي په لابراتوارونو کي د معایناتو د پاره د مریضانو څخه وینه اخیستل کیږي .امام بخاري د ابن عباس  رضي الله عنه  څخه روایت کوي : عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ احْتَجَمَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَهُوَ صَائِمٌ .وایي نبي کریم  صلی الله عليه وسلم وینه وکښله په دا سي حالت کي چي د نبي کریم  صلی الله عليه وسلم روژه وه .

البته د داسي چا د پاره چي د وینو په کښلو کمزوری کیږي او یا دوني وینه کښل چي د روژاتي د کم واکۍ او ضعف سبب ګرځي بیا د وینو کښل کراهیت لري ځکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم ددې وینا : أَفْطَرَ الْحَاجِمُ وَالْمَحْجُومُ ( رواه ابوداود عن ثوبان ) چي وایي د ویني کښونکي او هم د هغه کس چي وینه يې کښل کیږي روژه ماته سول دا حدیث ځني منسوخ ګڼي خو ځني علماء يې داسي مطلب او توجیه بیانوي چي دوئ دوا ړو خپلي روژې د ماتیدلو د خطر سره مخامخ کړې د وینی کښونکي څخه کیدلای شي وینه تېره سي او د کوم کس څخه چي وینه کښل کیږي هغه کېدلای سي د ضعف لکبله د روژې ماتولو ته اړ ایستل شي . خو داچي په صحیح روایاتو کي ثابته سوې ده چي نبي کریم  صلی الله عليه وسلم د روژې په حالت کي وینه کښلې ده نو د وینو په کښولو روژه نه ماتیږي.
 
مولوي محمد عمر خطابي
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله- ۴ ګڼه
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته